نجیبالله هغه قهوه پلورونکی چې توانېدلی د ۱۵ تنو لپاره د کار زمینه برابره کړي، وايي اوس یې د ورځې عاید له هغې پانګې سره برابره ده چې څلور کاله وړاندې یې په کار پيل کړی وه.
خو د قهوې دغه ګرځنده پلورنځي د نجیب الله په واحدې پلانونې او مدیریت سره فعالیت لري .
نوموړی وايي چې د دې ګرځنده قهوه خانو د جوړېدو موخه چې ډېری یې د هوټلونو او سوپر مارکیټونو مخې ته فعالیت لري د ځوانانو لپاره کارموندنه ده.
قهوه پلورونکی نجیب الله سروروي وايي:«د دې ماشینونه مو له ازبیکستان څخه پېرلي او بنسته بندي مو په مزار کې کړي دي. موږ خپل کار له هغه ځای پیل کړ، او الحمد الله زموږ کار او بار ښه دی او خلک لږ لږ د قهوې له څښلو سره عادت شوي دي.»
اوس نجیب الله په کابل کې پنځه ګرځنده قهوه پلورنځي او په مزار شریف کې درې ګرځنده پلورنځي لري.
دی او همکاران یې وایي چې کارونه یې په ښه توګه پر مخ ځي او هڅه کوي چې د غوره خدمتونو په وړاندې کولو سره ډېر پېرېدونکې ولري.
نجیب الله وايي کهچېرې یې ملاتړ وشي د افغانستان په ډېریو ولایتونو کې به د قهوې ګرځنده پلورنځي جوړ کړي.
قهوه پلورونکی محمد شفیع وايي:«شیدې لرونکي قهوه لرو، بې شیدې قهوه لرو. کاپاچینو هم شته، دود پتي او سپسیور هم شته.»
د دغو ګرځنده قهوه خانو مشتریان هم خوښ ښکاري.
د دغو قهوه پلورنځیو پېرېدونکې د پلازمېنې په ګوټ ګوټ کې یوازې لږ عاید لرونکي کسان نه دي بلکې د دغو قهوه خانو مشتریان هم دي چې ښه اقتصادي حالت لري.
د پلازمېنې اوسېدنکی طارق عزیز وویل:«د دغو قهوې پلورنځیو له لیدو سره ډېر حوشحاله شوم. له یوې خوا زموږ د هېواد لپاره د کار زمینه برابره شوې او له یوې خوا هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کېږي او له بلخوا قهوه یو ګټور څیز دی او اوس دلته خلک په لاره کې هم کولای شي وې پېري.»
نجیب الله چې په خپل نوښت سره توانېدلی دی د ځان او څو نورو کسانو لپاره د کار لاره هواره کړي وايي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره یې مشتریان زیاتېږي