په سوریه کې د ۳۰ ورځني اوربند د پرېکړه لیک د لاسوند تصویب په اړه د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا بې پایلې پای ته ورسېده.
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د سوریې سفیر بشار جعفري وايي چې د نړۍ پنځه ځواکمن هېوادونه، د سوریې د وېش په هڅه کې دي.
جعفري په دې اړه زیاته کړه:«موږ به هېڅ کله هغو کسانو ته تسلیم نهشو چې په سوریه کې له ترهګرو ملاتړ کوي موږ هغه پنځه هېوادونه چې هڅه کوي سوریه ووېشي هغوی ته به هېڅکله هم اجازه ورنه کړو.»
دا په داسې حال کې ده چې د «غوطه شرقي» سیمه کې د سوریې حکومت په بمباریو کې تراوسه څه باندې ۴۰۰ تنه وژل شوي دي.
دغه راز، روسیه په سوریه کې د سولې د رامنځته کېدو لپاره د چمتوالي خبر ورکوي.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسلي نبینزا څرګنده کړه:« روسیه به له خپل وس سره سم په سوریه کې د سولې د ټينګښت په موخه کار وکړي موږ له ټولو غاړو غوښتنه کوو چې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب سره د سولې خبرو ته دوام ورکړي.»
په همدې حال کې امریکا د ملګرو ملتوو امنیت شورا له غړوغوښتنه کوي چې د سويډن او کویټ لهخوا چمتو شوي پرېکړه لیک په تړاو رایه ورکړي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیر مرستیال کیلي کوریي په دې اړه زیاته کړه:« امریکا چمتوده ترڅو د پرېکړه لیک لاسوند ته رایه ورکړي ټول هېوادونه هم باید چمتو وي سویډن او کویټ ټول په دې متن کې روښانه کړي دي هغوی خپله ونډه ترسره کړې او د دې کار د ځنډ لپاره هېڅ دلیل شتون نهلري.»
په تېرو پنځو ورځو کې د سوریې ختیځ غوطه سیمه د درنو هوايي بمباریو شاهد وه.
د یو شمېر څارونکو بنسټونو په وینا په دې بریدونو کې تر اوسه د ماشومانو او مېرمنو په ګډون له ۴۰۰ ډېرملکي وګړي وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.