د ملي دفاع وزارت وايي نن(چهارشنبې د وري۱۵مه) ادعا کوي چې د افغان ځواکونو بریدونو کې چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بیلابیلو برخو کې ترسره شوي، کابو ۲۵ وسلهوال وژل شوي دي.
د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په وژل شویو کسانو کې څلور د داعش وسلهوال هم شامل دي.
همداراز په دې عملیاتو کې ۲۰ وسلهوال هم ټپیان دي.
خبرپاڼه همداراز زیاتوي چې دا عملیات په ننګرهار، لغمان، کاپيسا، غزني، پکتیا ارزګان، زابل، بادغیس، فاریاب، بلخ، بدخشان او هلمند ولایت کې ترسره شوي دي.
افغان ځواکونو دې پوځي عملیاتو په ترڅ کې د وسلهوالو یو شمېر وسلې او سایط هم تر لاسه کړی دي.
خبرپاڼې افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.