د سولې د عالي شورا د دارالانشا رییس اکرم خپلواک د ولسي جرګې عمومي غونډې ته ویلي چې طالبان په یو ډول د سولې خبرو اترو ته چمتو شوي، خو تراوسه وروستۍ پایلې ته نه دي رسېدلي.
اخوا ښاغلی خپلواک وايي د سولې د خبرو اوسني بهیر ته په محتاطانه ډول خوشبینه دي:«فشارونه او کورني، بهرني او سیمهييز ملاتړونه بالاخره طالبان دې ته اړ باسي چې بین الافغاني مذاکراتو ته لبیک ووايي او هغه مالومات چې موږ یې لرو د دوی په منځ کې خبرې اترې روانې دي او شونې ده ځينې ستونزې وي، خو هیله لرو.»
د سولې عالي شورا وايي، د نړۍ په ډېری هېوادونو کې دیني عالمان د حکومت پر وړاندې د طالبانو جګړه نامشروع بولي او دوی به ډېر ژر په یوې لویه غونډه کې خپل دریځ څرګند کړي.
ښاغلي اکرم څرګنده کړه:«د نړۍ ټول عالمان به د سازمانونو او ټولنو په کچه اعلان به وکړي چې په افغانستان کې هېڅ ډول جګړه مشروعیت نهلري.»
دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې غړو څو ځله د سولې له عالي شورا نه وغوښتل ترڅو د خپلو کړنو په تړاو ځواب ووايي خو نن د سولې د عالي شورا د دارلانشا رییس یوازې په یوې استماعیه غونډه کې د ولسي جرګې له استازو سره خپل مالومات شریک کړل.
تر دې وړاندې د ولسي جرګې یو شمېر غړو د سولې عالي شورا یو غیر فعال بنسټ بللی وه او د دې شورا د کار پر پای ته رسېدو یې ټینګار کاوه، خو د سولې عالي شورا د سولې خبرو ته د طالبانو د هڅولو په موخه د لا نورو پروګرامونو د لرلو خبر ورکوي.