په کندز کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون سیمهییز دفتر وايي چې په دغه ولایت کې د نوملیکنې د ۲۲۰ ولایتونو له ډأې ۱۲۰ مرکزونه د ناامنیو له امله تړلي دي.
د دغه کمېسیون په وینا، دغه وضعیت د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو احتمالي نوماندان اندېښمن کړي دي.
په کندز کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دفتر رییس رسول عمر وویل چې له دې ډلې د دغه ولایت په درې ولسوالیو، قلعه ذال، کلباد او ګل تپې کې مرکزونه هېڅ پرانستل شوي نه دي.
ښاغلي عمر زیاته کړه:«اوس په کندز کې څه باندې ۱۲۰ مرکزونه تړلي دي. موږ له امنیتي ځواکونو سره په دې اړه غونډې لرلې ترڅو د دغو مرکزونو د پرانیستو او د امنیت تامین لپاره پوځي عملیات ترسره کړي.»
د دغه ولایت اوسېدونکي وايي چې د هغوی غوښتنه په دغه ولایت کې د نوملیکنې د ټولو مرکزونو پرانیستل دي.
د کندز اوسېدونکی علي وايي:«ما په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوملیکنه وکړه.»
د کندز اوسېونکې ستاره هم څرګنده وي:«له حکومته زموږ غوښتنه دا ده ترڅو د نوملیکنې د مرکزونو په وړاندې ستونزې لیرې شي.»
د کندز د ټاکنو کمېسیون رییس په دغه ولایت کې د ټاکنیزو کارکوونکو پر امنیتي حالت اندېښنه لري او له دولته غواړي په نا امنو سیمو کې عملیات وکړي.
اخوا د کندز د امنیه قومندانۍ ویاند وايي دولت غواړي ډېر ژر به په نا امنو سیمو کې پوځي عملیات وکړي.
د کندز د امنیه قومندان ویاند انعام الدین رحماني په ډاګه کړه:«موږ د هغو سیمو لپاره چې تر لوړ ګواښ لاندې دي خپل امنیتي تابیاوې نیولي دي. د سیمې د خلکو له غوښتنې سره موږ امنیتي ځواکونه په هغه ځای کې ځای پر ځای کوو ترڅو خلک وکړای شي نومونه ولیکي.»
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د شمېرو پر بنسټ، تراوسه څه باندې ۴ مېلیونه او ۲۰۰ زره تنو په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوملیکنه کړې ده.