Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل په کلابندۍ کې

کابل په کلابندۍ کې دی. کابل به هغه ډول چې برلین د ۱۹۴۵ زیږدیز کال په اپرېل کې کلابند و، محاصره نه شي، خو د هغه د اوسېدونکو ورځنی ژوند به تل د موټر بم بریدونو او مقناطیسي چاودنو د وېرې دوامداره حس له امله اغېزمن شوی دی، هغه څه چې هره ورځ رامنځته کېږي د دغو بریدونو ځينې اغېزې بې موخې وي، خو نور یې نېغ په نېغه د ولس پالنه، بشري حقون او ولسواکي په نښه کوي. نوی افغانستان کې چې په دوو وروستیو لسیزو کې یې وده کړې ده له نه اټکلیز برید سره مخامخ دی.

دغه تاوتریخوالي د سولې بهیر په منځ کې رامنځته کېږي. که چېرې د دغه بهیر موخه د سولې او امنیت راوستل وي، نو په دغه بهیر کې په وحشتناکه توګه یو څه ناسم ترسره شوي دي. د دې لپاره چې یوه نیمګړې هوکړه لکه د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ په ۲۹ مې په څېر هوکړه ترلاسه کړو، باید د مونیخ هوکړه لیک چې د ۱۹۳۸ زیږدیز کال په سپټمبر کې لاسلیک شو، د ویتنام په هکله د پاریس هوکړه لیک چې د ۱۳۷۳ زیږدیز کال کې، او یا د ۱۹۹۳ زیږدیز کال په اګسټ کې په رونډا کې د اروشا هوکړه لیک ووینو چې له ټولو په خپل وخت کې د بریا په توګه ترې هرکلی شوی دی. خو اوس که پلویان هم لري ډېر کم دي. د سولې خبرو اترو له درېدو سره، دا څرګندېږي چې ولې دغه بهیر پيل شو او کوم ګامونه باید پورته شي چې راتلوونکی پړاو په ښه توګه مخته یوړلی شي.

ځينې هغه نیمګړتیاوې چې په سولې بهیر کې لیدل شوي دي او ډېرې پاملرنې ته اړتیا لري د مذاکراتو له بهیره د افغان حکومت ایستل، په هوکړه لیک کې د افغان حکومت نه یادول، د هر ډول اوربند په هکله د لید لوري نشتون، د بشري حقونو او ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ژمنې کموالی، او همدارنګه د طالبانو د پنځه زره سیاسي او جنګي بندیانو ازادولو نشتون، هغه هم د هغه خپلواکه حکومت له رضایت پرته چې هغوی ورسره بندیان وو، دي. دغو واقعیتونو ته په پام کې نیولو سره دا څرګنده وه چې دا هوکړه د واشنګټن لپاره د سولې هوکړې پر ځای، د وتلو یوه هوکړه وه.

په دوحه کې د هوکړه لیک له لاسلیک وروسته، د دغه هوکړه لیک په پلي کېدو کې ډېرې جدي ستونزې رامنځه شوې. د هغه یوه څرګنده ستونزه د بندیانو په خلاصون پورې اړونده ده چې اعتماد جوړونې د معیارونو تر نامه لاندې رامنځه شول او دغه کار د دواړو لوریو ترمنځ د سولې مذاکراتو پيل یې د سپټمبر تر ۱۲نېتې وځنډوه. له هغې رامنځته شوې ستونزه د جګړې ډګرونو ته د طالبانو بېرته ستنېدل نه بلکې طالبانو ته د هوکړه لیک د تفسیر لپاره د امریکا متحده ایالتو لېوالتیا وه. د بېلګې په توګه جنګي او سیاسي مجرمینو او همدارنګه جنګي او سیاسي بندیانو ته د یوې موخې په توګه نه بلکې د یوه چت او ملاتړ په توګه کتل.  دغه کار دا پیغام ورکړ چې امریکا یوه کمزروې لوبغاړې ده چې نه کېږي پرې حساب وشي. دا چې دا به یوه ستونزه وي د مارچ له لومړنۍ نېټې (د ۱۳۹۸ کال د کب په ۱۱مه) ښکاره وه. په دغې نېټه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو له سي بي اس سره د فبرورۍ د ۲۹مې هوکړې متن یې یو بشپړ هوکړه لیک وګاڼه او له دغو څرګندونو سره یې طالبان له هر ډول ژمنو چې په سندونو کې خپاره شوي نه دي له دې مخکې ترسره کړي وو، ازاد کړل.

له دغه وضعیت سره، د مدني ټولنې د فعالانو، خبریالانو او د نوي افغانستان په تحصیل کړي نسل د بریدونو خورا ډېر زیاتوالی حیرانوونکی دی. له افغانستانه د وتلو د ترتیب لپاره د ټرمپ د ادارې پاملرنه، طالبانو له ولسمشر ټرمپ او یا د هغه له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کمه وېره لرله یا هم هېڅ وېره نه لرله. پر امریکايي ځواکونو د بریدونو منع، په طبیعي توګه چې پر افغاني موخو د بریدونو د زیاتوالي لامل شو. طالبان د دا ډول بریدونو د مسوولیت لپاره لېوالتیا نه لري چې هغوی مسوول وګڼي خو دا ډول مسوولیت منل به د شرم وړ وګڼي. ورته مهال هغوی دا ډول بریدونو زیاتوالي ته پیاوړې لېوالتیا لري ترڅو هغه حکومت چې د امریکايي ځواکونو د وتلو له امله زیانمنونکی دی بې ثبات کړي او هغه کله چې ټول امریکایان او متحدان یې بهر شي، خپل جنګیالي او شبکې د توندو فعالیتونو لپاره وساتي.

له دې امله ده چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهال وېش د اعلان په بدل کې د اوربند لپاره د ډاکتر خلیلزاد ناکامه ټینګار یوه ناورین رامنځه کوونکې تېروتنه وه، او له هغه وروسته په ځانګړې توګه هغه مهال چې طالبانو ته یې د سرغړونې په هکله خطاب کاوه، یوازې یوه ناکامي وه. له دې امله د اکټوبر په شپاړسمه نېټه ډاکټر زلمی خلیلزاد په یوه ټویټ کې ولیکل:«دم ګړۍ یو ډېر شمېر افغانان وژل کېږي. زموږ تمه دا ده چې په دغه شمېر کې د پام وړ کموالی راشي.» دا ګواښ د موټر بم چاودنو او سترو بریدونو په لړ کې و، او د دې ښودنه یې کوله یا د طالبانو مذاکره کوونکي هغو ژمنو ته چې له خلیل زاد سره یې کړي وو پاملرنه نه کوي یا دا چې مرکچیان د هغوید کنټرول وس نه لري، ځکه چې هغه څه چې د واقعي واک لرونکي یې لري په لاس کې نه لري. هغه وخت ته ورته دي چې ښاغلي خلیلزاد ادعا وکړه:«چې د تاوتریخوالي لوړه کچه کولای شي د سولې بهیر او هوکړه لیک او د دې فهم چې نوره پوځي حل لار نشته» هغه په څرګنده وپوښتل چې ایا طالبا دغه فمهم ته رسېدلی دي چې نور پوځي لار نشته؟ دا مفکوره تر ډېره یوه زیان ته پاتې کېږي.

دا کار د سولې بهیر کوم ځای ته راولي؟ که چېرې په څرګنده وویلی شي، دا په واضح توګه معلومه ده چې دغه پېښې هر ډول وړیتا چې د هغه له لارې په افغانستان کې سوله او ټیکاو راوستل شوی دی، ستومانه کړی دی. یو ځل شاته کتلو سره دا کار هغه ټکی چې خلیلزاد تل تکراروه «چې پر هېڅ څيز به هوکړه ونه شي تر هغې چې پر هر څه هوکړه ونه شي» دا یوه دوه پړاوي بهیر ته یوړ، او طالبانو ته هر هغه څه یې چې وغوښتل ورکړل - مثلاً مقام، د بندیانو خلاصون، او د امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره مهال وېش. دا د هغه په لومړي پړاو کې و او هغوی ته یې هېڅ ډول انګېزه ورنه کړه، چې د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو په لړ کې امتیاز ترلاسه کړي. طالبانو هېڅکله هم د واک د شریکولو لپاره کوچنۍ لېوالتیا هم ونه ښوده. او اوس هم هېڅ لېري لید شتون نه لري چې هغوی دې داسې یو دریځ غوره کړي، ښايي د دې لپاره چې د هغوی ارزښتونه د افغانستان په راتلوونکي کې د هغه په ریښه کې د راتلوونکو او جمهوري غوښتونکو د ملاتړو له ارزښتونو سره، همغږي نه لري. د امریکا سیاست هغوی ته دا احساس ورکړی دی چې وخت د هغوی په ګټه مخته ځي او هغوی د بریا په لور دي. خو په بدل کې هغه څه چې ټاکل شوې ده موږ یې ووینو د سولې بهیر کې سټراټېژيکې درېدنه کې د طالبانو ونډه، او همدارنګه د فعالې ډپيلماسۍ بوختیا ده. شونې ده پلاوي هڅه وکړي او له خپلو اصولو سره مشوره وکړي، اعلامیې خپرې کړي، او محرمې معلوماتي غونډې ولري. خو دا ټول به ننداریز وي، او دا د څارونکو لپاره هم دي چې دا په تېروتنې سره پرمختګ ونه مني.

د افغانستان هېڅ حکومت نه غواړي چې دغه بهیر ودروي، که چېرې غیر واقعي هم وي. دا واشنګټن ته د خپل ځان د مسوول ښودلو لپاره یو اضافي فرصت ورکوي، هڅه وکړي چې افغان حکومت د دغه بهیر د پرځېدو لپاره تورن کړي. خو د دغه بهیر د بڼې بدلون هغه هم د یوه حاشیه يي فعالیت په توګه، چې د افغانستان د ګټو ځينې برخه وي نه د هغه چورلیز، شونې ده د بهرني سیاست د ترتیب لپاره د سرچینو او له دغه مسلې سره د چلند له لوري ګټوره فضا رامنځته کړي. غوره به وي چې د بهرني سیاست سرچینې له اروپايي حکومتونو، له نړیوالو بنسټونو او د بایډن ادارې سره مخامخ کار ته وقف شي. او دا چې کومه مسله باید تعیب شي - عینې بنسټيزه مسله - حمایتي ده چې افغان طالبان د پاکستان او په ځانګړې توګه د پاکستان له پوځیانو ترلاسه کوي. تر هغې چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لاسوهنې لپاره لېوالتیا ته رسېدنه ونه شي، په افغانستان کې به دوامداره سوله او امنیت را نه شي او د دغې موضوع برعکس په اړه فکر کول، یوه ارزومندانه فکر دی.

وېلیام مېلي د اسټرالیا په ملي پوهنتون کې د ډپيلماسۍ استاد دی. هغه د افغانستان په هکله د «افغانستان: هیله، ناهیلي او د دولت جوړونې حدود» (په ۲۰۱۸ کال کې) او «د افغانستان جګړې، افغانستان په ۲۰۲۱ کال کې» تر نامه لاندې کتابونه لیکلي دي.

تاسې ټول کولی شئ چې پر واقعیتونو ولاړې مقالې طلوع نیوز ته راواستوئ او موږ به یې "ستاسې نظر" په برخه کې خپرې کړو.

په دغې مقاله کې لید لوری د طلوع نیوز لخوا نه تاییدېږي. د مقالې لیکوال په مقاله کې د خپلو معلوماتو لپاره مسوول دی او که په کې څه ناسم و، نو سموونه به په کې اضافه شي.

کابل په کلابندۍ کې

پروفېسور ویلیم مېلي لیکي چې د افغانستان د سولې بهیر «نیمکړی دی» او بیا کتنې ته اړتیا لري.

شریک یي کړئ