Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اوربند ته یو فرصت ورکړئ!

د روان زیږدیز کال د اپرېل په پای کې، د ملګرو ملتونو سازمان د مرستیالاۍ پلاوي یا یونما رپوټ ورکړی چې د روان زیږدیز کال د فبرورۍ میاشتې په پای کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک د لاسلیک راهیسې څه باندې ۵۰۰ ولسي وګړي چې ۱۵۰ ماشومان هم په کې شامل دي وژل او ټپيان شوي دي.

موږ له دغه شمېر سره د مبارزې په حال کې وو چې په کابل کې پر یوه زېږنتون برید وشو چې ټول هېواد او نړیوال یې هیښ کړل. 
په دغه برید کې نويزېږي، امیندواره ښځې، میندې او د دغه روغتون کار کوونکي په مرمۍ ووشتل شول. په هماغه ورځ د هېواد په یوې بلې څنډه کې په لسګونه تنه ولسي وګړي د جنازې پر مراسمو برید کې ووژل شول دا یوازې د افغانستان د یوې ورځې داستان و. 
د دې سربېره چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک شو، خو بیا هم، جګړې دوام درلود او ولسي وګړو د هغې ګرانه بیه پرې کوله.

زه له شل کلونو راهیسې په افغانستان کې د ښځو د یوه خوځښت غړیتوب لرم چې په ملي او محلي کچه د سولې او د کورنیو شخړو او ټولنې لپاره کار کوي.
له هغه ځایه چې موږ ښځې او نجونې د ټولنې په بېلابېلو برخو کې تنظیموو، زموږ هڅه دا ده چې خپلو ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته د سولې او د تاوتریخوالي نشتون کلتور ولېږدو.
که څه هم زموږ کار د بلواګرو د بریدونو او فعالیتونو له امله په پراخته توګه اغېزمن کېږي.

د افغانستان د سولې له عالي شورا سره زما په کاري برخه کې، د ۲۰۱۷ز او ۲۰۱۸ز کلونو ترمنځ ما کابو د هېواد د ټولو ولایتونو په کچه یو ملي بحث رامنځته کړ. په دغه پروګرام کې، د ژوند د بېلابېلو کچو لرونکو له مېلیونونو افغانانو سره خبرې اترې وشې. د هغوی هر یوه غوښتنه د تاوتریخوالي او وینې تویېدو پای ته رسېدل وو.

له هلمند څخه زما تجربه خوځښتي وه. هلمند د کلونو لپاره د طالبانو د بلوا ځای و، او په دغه ولایت کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې یو ستر شمېر شتون لري.
کله چې زه هلمند ته ولاړم، له درې تر څلور زرو پورې یوه ډله زما لیدو ته راغله او په هېواد کې د جګړې د پای لپاره په لېوالتیا خبرې وکړې. موږ له سلګونو ښځو سره ولیدل. هېڅ داسې کورنۍ مو پیدا نه کړه چې په جګړه کې یې د کورنۍ یو غړی له لاسه نه وي ورکړی - او ډېریو یې په داسې حال کې ژوند بایللی و چې یا یې د پولیسو په لیکو کې خدمت کاوه او یا هم طالب و. د ځينو کورنیو یو زوی د هېواد د امنیتي ځواکونو په لیکو کې و او بل زوی یې له طالبانو سره و. میندو یې ژړلې او د جګړې د پای غوښتونکې وې.

هغه څه چې ما له هلمند څخه زده کړل دا و چې د طالب جنګیالیو میندو پر اوږد دوه برابره بار درلود د دې لپاره چې زامن یې د ولسي وګړو د مرګ وژبلې مسوول پېژندل کېدل، او دغو میندو د ټولنې له خوا پر ځان د فشار احساس کاوه، خو هغوی هم نه غوښتل چې زامن یې ووژل شي.

د اوربند لپاره د کسانو او د مدني ټولنې له خوا په ټول هېواد کې یو ډېر شمېر فعالانه خوځښتونه رامنځته شول او د هغوی هڅه د دې لامل شوه چې د ۲۰۱۸ز کال په اختر کې اوربند رامنځته شي. له هغې مودې موږ زده کړل دا شونې ده چې اوربند ته یوه موکه ورکړو - له اوږدې مودې سره موکه - ترڅو موږ ته د دې وس راکړي چې د سولې په لور ګام کېږدو.

په دوو وروستیو کلونو کې، افغان مېرمنو په ملي کچه د افغان مېرمنو شبکې پر همغږۍ یو ایتلاف جوړ کړ او د هغه نوم یې «زموږ غږ زموږ د راتلونکي لپاره» دی. دغه نوښت د هېواد له ګوټ ګوټ څخه ښځینه مشرانې سره راغونډې کړې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو اترو کې د هغوی غوښتنه د اوربند رامنځته کېدل و.
هغوی کورنۍ او د بېلابېلو تطبقو خلک په دغو خبرو اترو کې شامل کړل او د هر یوه غوښتنه یې اوربند او د تاوتریخوالي کمښت وو.

هغه اوربند چې د طالبانو له خوا اعلان شو او د افغان حکومت له خوا هغه ته مثبت ځواب ورکړل شو، موږ ټول یې هیله من کړي یوو. زما کورنۍ د هېواد په یوې برخه کې له خپلو فارمونو او بڼونو لیدنه کړې او په ټولنه کې د کورونا ویروس د کړکېچ سربېره، کېدای شوی چې د خلکو په څېرو کې خوښي ووینئ او په سترګو کې یې هیله محسوس کړې. موږ غواړو دغه امید په یوې هیلې بدل کړو، د یوه غوره افغانستان لپاره هیله.

په تېرو شلو کلنو کې، موږ په نوي افغانستان کې اوږد مزل کړی او که چېرې جګړه پای ته ورسېږی او تاوتریخوالي کم شي، د دغه هېواد ځوانان کولای شي د سولې جوړونې بهیر کې فعال رول ولوبوي. زما اختیستون دا دی که چېرې دغه اوربند ته یوه موکه ورکړل شي او وغځول شي، کېدای شي د افغانانو ترمنځ خبرې اترې پيل شي او طالبان په سیاسي او د حکومتوالۍ په جوړښت کې شامل کړي. که چېرې هغوی د ډېریو افغانانو لیدل لوري او لیرې لید ته درناوی وکړي، هېواد به د یوه ټول ګډونه او دوامداره سولې په لور ګام پورته کړي او په هغه صورت کې به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو، ناټو او جګړې ته اړتیا نه وي

وږمه فروغ د «ښځو، سولې او امنیت» په نامه د څېړنیز مرکز موسسه ده. هغه د افغان مېرمنو شبکې یوه لوړپوړې غړې ده او په افغانستان کې د سولې او د جګړې د اړوندو موضوعګانو په اړه لیکنه کوي.

ټول کولای شي خپلې هغه لیکنې چې پر حقیقت استوارې وي طلوع نیوز ته واستوي چې «ستاسو د لیدلوري» په برخه کې خپرې شي.

په دغې برخه کې خپرې شوې مقالې د طلوع نیوز له خوا نه تاییدېږي. د مقالو لیکوونکي په مقاله کې د معلوماتو د کره والي مسوول دي او که چېرې معلومات یې ناسم وي، په هغې لیکنه کې به سمون اضافه شي.

اوربند ته یو فرصت ورکړئ!

مېرمن وږمه فروغ لیکلي چې د طالبانو له خوا اعلان شوی اوربند او د حکومت له خوا یې منل، ټول هیله من کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه