Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اوس یې وخت دی چې طالبان اوربند وغځوي

په ۲۰۱۸ کال کې طالب وسله والو هوکړه وکړه چې د اختر دریوو ورځو کې به اوربند کوي او دا د افغانستان جګړه کې مؤقتي کمښت وو چې وروسته له څلویښتو کالو رامنځته شو. سلګونه زره کسان له کوره ووتل څو له سولې خوند واخلي. د کابل کوڅې او نور لوی ښارونه له طالب وسله والو ډک شول، هغه جنګیالي چې ښکارېدل وروسته له ۲۰۰۱ زیږدیز کاله د ښځو لاسته راوړنو ته حیران شوي وو.

خو د اختر له دریوو ورځو وروسته په بېړه د طالبانو د مشرۍ شورا له خپلو وسله والو وغوښتل چې د جګړې لومړۍ کرښې ته ور ورګرځي او جګړه له سره پيل کړي، هغه وسله وال چې جګړې ته ستانه نشول، ووژل شول او یا تبعید شول.

په داسې حال کې چې روژې میاشت کې خونړي بریدونه په ځانګړې توګه کابل کې بر روغتون برید ـ ساری یې د افغانستان په تاریخ کې نه وو، ترسره شول ـ سږ کال بیا افغانان د کوچني اختر په ورځو کې د اوربند شاهدان دي، خو سږ کال د تېر په څېر طالبانو خپلو جنګیالیو ته د دې له وېرې چې سخت جهادي روایت خوشې نکړي، ښارونو ته د تلو اجازه نه ده ورکړې.

دغه لنډ مهاله اوربند هیلې رامنځته کړې دا چې که د طالبانو مشرانو غوښتۍ وی، کولی یې شول چې د تاوتریخوالیو او وژنو مخه ونیسي او دغه اوربند وغځوي. خو داسې استدلالونه وشول چې د طالبانو مشران نه غواړي څو عام قتل ودروي.

په دې تړاو دوه لاملونه شته دي، لومړی دا چې د طالبانو پوځي مشران ۲۰۱۸ کال کې پر دې حقیقت پوه شول چې که اوربند له دریوو ورځو ډېر دوام وکړي نو دوی به پر خپلو پلیو وسله والو کنټرول له لاسه ورکړي ـ هغه څه چې دوی یې راتلونکې کې د ځواک ویش لپاره اړین بولي.

دوهم دا چې د طالبانو سیمه ییز قومندانان به خپل غیر قانوني عواید له لاسه ورکړي. دا غیر قانوني عواید د طالبانو مشرانو جیبونو ته سلګونه میلیونه ډالره ورولي.

له بده مرغه چې له امریکا سره د سولې هوکړه طالبان لا پسې زړه ور کړل چې پر افغان ځواکونو د تاوتریخوالي کمپاین ته دوام ورکړي. دوی له دې هوکړې د انګیزې په توګه کار اخلي او خپلو وسله والو ته وايي چې دوی د نړۍ زبر ځواک امریکا ته یې ماته ورکړه او افغان حکومت به هم ژر نسکور شي.

په داسې حال کې چې ښکاري طالبان خپلو بندیانو ازادولو کې د ځڼد مسله پلمه کوي او وايي چې افغان حکومت د خبرو ځنډ کې ګرم دی، خو دا مسله حقیقت نلري، ځکه چې حکومت تېره ورځ نهه سوه طالب بندیان په یوه ورځ له بنده ازاد کړل.

هر څه چې د طالبانو وروستۍ موخه وي، روښانه ده، خو افغان ځواکونه د وخت ازموینې لپاره ولاړ دي. دوی اوس ځواکمن او مسلکي دي او دا یې په وار وار ثابته کړې ده او د یوه ولایت نیولو لپاره یې د طالبانو هڅې شنډې کړې دي.

بل حقیقت هم شته دی: افغانستان بدل شوی دی او د طالبانو ایډیالوژۍ لپاره ځای نشته، که څه چې په ځینو سیمو کې شاید د ویرې له کبله ومنل شي، خو په ټول افغانستان کې نه. که طالب مشران وغواړي چې جګړې ته دوام ورکړي او د اکثر افغانانو اراده ماته کړي، نو یوازې به بې ګناه ملکي کسان ووژل شي. بنسټونه چې تېرو شلو کالو کې جوړ شوي دي، له منځه به ولاړ شي او افغانستان به د ګاونډیو هېوادونو تر اغېزې لاندې وساتي ـ دا هغه څه دي چې راتلونکی نسل به یې ونه بخښي او ترې به کرکه ولري.

د طالبانو مشران چې غواړي د افغانستان برخه ووسي، ورته اړینه ده چې یو تاریخي فرصت له لاسه ورنکړي او اوسنۍ عام وژنه اوس پایته ورسوي او اوربند وغځوي.  زما غوښتنه له طالب مشرانو دا ده چې جګړه ودروي او د زرګونو افغان نارینه، ښځو او ماشومانو ژوند دې وژغوروي. مهمه نه ده چې دوی د چا په پلوی جګړه کوي.

که دوی غواړي چې تاریخ کې د با عزته سوله کوونکو په توګه یاد شي، نو اوس یې وخت دی چې اوربند وغځوي. که دوی غواړي چې د افغان میلیونو کونډو، یتمانو له کرکې ځان وژغوري اوس یې وخت دی چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي او له پلمې پرته خبرې پيل کړي.

خو که دوی بریالي نشي چې دا تاریخي فرصت ترلاسه کړي، نو دوی به د دغه تاوتریخوالي مسوول وي.

اوس مشران(اشرف غني او عبدالله عبدالله) هوکړې ته سره رسېدلي دي او د ځواک پر سر یې ناندرې پای ته رسولې دي او دوی هم باید په یوه واحد صف کې ودریږي. زه ترې غواړم چې خپل او د ماشومانو راتلونکی افغانستان کې وګوري.

 په پایله کې موږ ټول یوه کښتۍ کې یوو، هغه کېښتۍ چې په یوه توپاني اقیانوس کې روانه ده او زرګونه شارک کبان یې په کمین کې دي. راځئ چې ډاډه شو دا چې موږ ـ د افغانستان خلک ـ له دې فرصته استفاده کوو او اوربند غځوو، څو هېواد کې جګړه د تل لپاره پایته ورسیږي.

فوزیه کوفي د افغانستان «موج تحول افغانستان» مشره ده هغه همداراز له طالبانو سره د سولې خبرو د پلاوي غړې هم ده. نوموړې مخکې له دې د افغانستان د پارلمان غړې او به کې یې د بشري حقونو کمېسیون مشري په غاړه درلوده.

اوس یې وخت دی چې طالبان اوربند وغځوي

د پارلمان پخوانۍ غړې او د اوسني مرکچي پلاوي غړې، فوزیه کوفي لیکنه

شریک یي کړئ