Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حکومت څنګه د "ریَل ټایم" هوکړه لاسلیک کړه؟

د افغانستان حکومت د روانې کب هجري لمریز کال په نهمه د بوستون ګروپ (www.thebustosgroup.com) په نامه له یوه امریکايي شرکت سره چې مشري یې ښاغلی جوشوا بوستوس کوي د ولسمشر غني په حضور کې د هېواد د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ رییس د یوولسو میلیونو ډالرو په ارزښت پروژه لاسلیک کړه، تر څو د "ریَل ټایم" یا ريښتیني وخت سنجولو چې هېواد کې د مخابراتي شبکو باندې د خلکو پر لس سلنې مالیې ورکړې څار کوي، فعاله کړي او په دې سیستم سره د مالیې په ورکړه کې رڼښت رامنځته کړي، ترڅنګ یې د مالیاتو په تړاو حکومت ته منظم راپور وړاندې شي.

جالب ټکۍ دا دی چې هوکړه کوونکي شرکت له هوکړې یوه ورځ مخکې د امریکا په نویدا ایالت کې خپل کاري جواز ترلاسه کړ. د لا مالوماتو ترلاسه کولو په موخه لاندې لینک ته مراجعه وکړئ: https://www.nvsilverflume.gov/businessSearch)

په داسې حال کې چې یاده پروژه ډېره تخنیکي ده او ځانګړې تجربې ته اړتیا لري، خو هوکړه کوونکی شرکت اړینه تجربه نلري. داسې ښکاري چې بوستوس ګروپ چې ادعا کوي یو امریکايي شرکت دی، د مالوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د پروژو په پلې کولو کې افغانستان، امریکا او نورو هېوادونو کې د تجربه نلري.

د دې شرکت اجرايي رییس په هېواد کې د صافي هوايي شرکت چې اوس یې فعالیت بند دی، یو شمېر سرچینې وايي د صافي شرکت فعالتونه د ښاغلي بوستوس د ریاست پر مهال له فعالته پاتې شو.

"ریَل ټایم" هغه سیستم دی چې درې نیم کاله مخکې د مالیې وزیر یې د مخابراتي شبکو لخوا د لس سلنې مالیې اخیستو په برخه کې د ښه څار په موخه وړاندیز وکړ. له هغه وخته تر اوسه د مالیاتو راټولولو کې پوښتنې بې ځوابه پاتې شوې.

د مالیې، مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت او افغانستان کې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې "اترا" تر اوسه په نړیوالو معیارونو برابر سیستم په کار نه دی اچولی. په ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې د ملي تدارکاتو ادارې دا پروژه اعلان کړه او یوازې څلورو لاندې شرکتونو د دې پروژې اخیستو ته لیوالتیا ښکاره کړه او ویې غوښتل چې د پروژې په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

•        د اراکزی اس ای اس شرکت د پارادیم کپیتال او فرانسه کې د مالوماتي ټکنالوژۍ سیمه ییز شرکت سره په همکارۍ

•        لبنان کې د ونرارایز سولیوشنس اس ای ای شرکت

•        اندونیزیا کې د پي تي استرا ګرافیا انفارمیشن تکنالوژي یا (AGIT) شرکت

•        په عربي متحده اماراتو کې د سوبیکس شرکت له پرولوجیکس شرکت سره په همکارۍ

سرچینې وايي چې د تدارکاتو ملي ادارې د یادو شرکتونو پروپوزلونه وڅېړل ، خو له تخنیکي څېړنو مخکې د دوی وړاندیزونه د نامالوم لامل له کبله لغو شول. د یادونې وړ ده چې د "ونرایز سلیوشنس" او "سوبیک سرویسز" شرکتونه د تکنالوژۍ په برخه کې تجربې لري. ویل کېږي چې د یادو دوو شرکتونو لپاره طرحه له اوو تر اتو میلیونو ډالرو په ارزښت وه او بودجه یې له شپږو تر اتو میلیونو ډالرو په پام کې نیول شوې وه. له بوستوس ګروپ شرکت سره د یادو شرکتونو د مقایسې په لیدو سره دا چې دا پروژه د ۱۱ میلیونو ډالرو په ارزښت ورکړل شوې، په داسې حال کې چې دا بیه په د شرکتونو په واحدې سرچېنې کې نه وه. اوس مهال دا کړنه ډېرې پوښتنې راپورته کوي، او باید چې ورته ځواب ورکړل شي.

 د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت او بوستون ګروپ شرکت ترمنځ د ریَل ټایم تړون کې د رڼښټ په کمووالي د خلکو نیوکې لامل شوې چې د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت په خپله فسبوک پاڼه کې د یوه پوست په ترڅ کې خپله دا کړنه توجیه کړي.« یوازېنۍ توجیه دا ده چې نورو شرکتونو ۱۸ میلیونه وړاندیز کړی وو، خو د بوستوس شرکت وړاندیز ۱۱ میلیونه ډالره وو. »

دا یو دروغ دي ځکه چې د نورو شرکتونو وړاندیزونه په داوطلبۍ کې نه دي پرانیستل شوي، او د وزارت په همدې پوست کې د بوستوس ګروپ تجربه په ۲۰۱۵ کال کې د پروموټ په پروژه کې یاده شوې، په داسې حال کې چې په یاد کال کې پروژه نه وه پیل شوې او نه هم بوسټوس شرکت جوړ شوی وو.

زموږ اند دا دی چې په دې پروژه کې رڼښت په پام کې نه دی نیول شوی. د یوه افغان او همداراز د مالوماتي ټکنالوژۍ د شرکتونو د ټولنې د رییس په توګه زه دا فرارداد«د افغانستان د خزانې غلا بولم» او په اړه یې اندېښنه لرم.

اوس به د ریل ټایم د شرکت هوکړه کوونکي شرکت د وړتیاوو په اړه هم مالومات وړاندې کړم.

لومړۍ: د بوستوس شرکت د امریکا متحده ایالاتو په نویدا ایالت کې ثبت دی. دا شرکت د هوکړې اخیستو یوه ورځ مخکې ثبت شوی دی. د دې شرکت به ویب پاڼه کې راغلي دي چې بوستوس شرکت د هوايي چلند په برخه کې تخصص لري، په داسې حال کې چې د مالوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې تجربه نلري. د قرارداد د اخیستو لپاره د یاد شرکت په سر کې راتلل دا ښکاره کوي چې د دې شرکت په ګټه کار شوی دی. د دې شرکت له فسبوک پاڼې هم ښکاري چې د  هوکړې د خپرولو په موخه جوړل شوی و، کله چې بوسټوس شرکت د خلکو غبرګون ته پام شو، نو پاڼه یې له منځه یوړه او بله پاڼه یې جوړه کړه ـ دا پاڼه لا هم تشه ده. د دې شرکت ویب پاڼه هم لنډ وخت کې جوړه شوې، هیڅ مالومات هم نلري، ترڅنګ یې پر لیکه هم نه ده.

دوهم: د " لاترو خدمتونو" شرکت چې د سیم کارتونو د جعل پیدا کولو په بخره کې کار کوي، دا پروژه لري او چارې یې ترسره کوي. دا شرکت د افغان بیسیم، روشن او نورو شرکتونو دسیم کارتونو د جعل پېژندنې په برخه کې افغانستان کې فعالیت کوي. ولي دا قرارداد لاترو شرکت ته په مسقیم ډول نه دی ورکړل شوی؟ په داسې حال کې چې دا شرکت په همدې برخه کې کار کوي.

د ار اف پي ( وړاندیز د وړاندیز طرحه کولو) پر اساس او د افغانستان د تدارکاتو قوانینو له مخې د دوو او له هغې د ډېرو شرکتونو تجربه د یوه شرکت په توګه شمېرل کېږي.‎ که یو شرکت د پروژې د پلې کوونکي په توګه هم وړاندیز کوي، نو باید چې تجربه شپېته سلنه وي، او که دې شرکتونو ته په ګډ ډول وګورو، نو تجربه یې صفر کېږي. په داسې حال کې چې د مخابراتو وزارت د بوستوس او لاترو شرکت ترمنځ د تجربې په برخه کې خپل پام لاترو ته کړی، او دا د هېواد د تدارکاتو د قوانینو خلاف کار دی. که د لاترو شرکت خدمتونه ترسره کوي، نو ولي بوستوس شرکت په دې منځ کې شته؟ دې شرکت ته اړتیا څه ده؟ هغه څه چې ډېر پام یې وراړولی، دا ده چې حکومت ولې داسې یو شرکت چې نه اړینه تجربه لري د یوه واحدې سرچینې په توګه ټاکلی او ورته یې دا پروژه ورکړې ده؟

له ولسمشر غني نه د خلکو غوښتنه دا ده چې دا پروژه په بېړه ودریږي او په اړه یې څېړنه وشي، دا چې ولې دا پروژه او څنګه ورکړل شوې ده؟ او په اړه یې پوره مالومات ورکړل شي. همداراز دا پروژه د  هېواد د ملي تدارکاتو اداره، د مالیې، اقتصاد او د مخابراتو وزارت له پوښتنو سره مخامخ کوي چې پرته له پامه یې دا پروژه څنګه لاسلیک کړې ده؟

موږ پر ولسمشر باور لرو چې په دې کار کې ګرم کسان به وپېژني او دندې به یې وځنډوي، ولسمشر به ګرم کسان عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي کړي، په داسې حال کې چې یو شمېر یې لوړپوړي چارواکي او ولسمشر ته نېږدې کسان دي.

د دې مقالې د لیکلو پرمهال یو شمېر دوستانو مې راته وویل چې خپرول به یې یو شمېر لوړپوړي دولتي چارواکي ناخوښ کړي او زموږ کار ته به زیان ورسوي، خو هغه زیان چې د پژوژې پلي کول یې هېواد ته رسوي، د هغې زیان په پرتله څو برابره زیات دی، چې زه به یې د دې مقالې په خپرولو سره ووینم. زه په ولسمشر باور لرم چې خپله صادق کس دی او له فساد سره مبارزه کوي، ماته هم له فساد سره مبارزه د دې وړتیا راکوي چې لوړ شم، ودریږم او خپل غږ اوچت کړم.

ژوندی دې وي افغانستان!

د مالوماتي ټکنالوژۍ د شرکتونو د ټولنې او د نټ لنکس شرکت رییس، فرشید غیاثي

فرشید غیاثي لیکي د هغه له نظره د ریل ټایم سیتسم د هوکړه لیک پلې کول د حکومت د خزانې «تالا» کولو په مانا دی

شریک یي کړئ