Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان حکومت ترمنځ د یووالي نشتون تر کووید۱۹ ناروغۍ هم ګواښونکی دی

د ځواک ویش او پر سرچینو د حاکمیت ساتلو لپاره د شپږو پړاونو خبرو وروسته، دا ښکاري چې د اشرف غني او عبدالله عبدالله په ګډون افغان سیاستوال د افغانستان د ګټو پر ځای د خپلې سیاسي راتلونکې په فکر کې دي. تر اوسه دواړه نه دي توانېدلي چې د کرونا ویروس له کبله کړکیچ ته پام وکړي او یا هم د طالبانو ۵۵ بریدونو ته چې له امریکا سره یې د فبروري میاشتې په نهمه د سولې له هوکړې وروسته هره ورځ ترسره کوي، منسجم ځواب ورکړي. (د طالبانو د بریدونو دغه شمېر د ملي امنیت شورا دفتر لخوا خپور شوی دی.)

هېواد کې سیاسي بندون چې د ټاکنو جنجالي پایلو له اعلان وروسته رامنځته شو، د ګرونکو اعمالو لامل شوی او دا ډول اعمال له طالبانو سره د خبرو لار نه ده او د مصالحې عالي شورا سره به هم چې ټاکل شوې له طالبانو سره د خبرو چوکاټ رامنځته کړي، مرسته ونه کړي.

طالبان هم له دې حالاتو ګټه پورته کوي او وايي چې په کابل کې د اتفاق او یووالي نشتوالي هېواد کې د سولې بهیر له ګواښ سره مخامخ کړی او له دې سره هم مهاله یاده ډله د پراختیا په هڅه کې ده او خونړي بریدونه ترسره کوي. په داسې حال کې چې طالبان د جګړې دوام لپاره خپل ټول ځواک کاروي، له دې سره هم مهاله کابل تورنوي چې په خپلو کې د سولې تامین توان نلري او هېواد کې سراسري سوله له خنډ سره مخامخ کوي. د یادونې ده چې د جګړې اصلي قربانیانو یانې د خلکو ترمنځ هم، دې ته ورته انګېرنې شته. هېواد کې سیاسي ناندرې لامل کېږي چې د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره د کابل وړتیا کمه کړي او پر خلکو چې د رواني جګړې تر فشار لاندې دي، هم بده اغېزه وکړي.

د دغې وبا(کرونا) په ځواب کې د افغانستان حکومت په څو ښارونو کې د متفاوتو درجو سره ګرځبندیز اعمال کړی دی، خو مهمه دا ده چې یوازې له ګرځبندیز سره د کرونا مخه نه نیول کیږي. د یوه مستقل اقدام په توګه د ښارونو تشول او ګرځبندیز به د فقر او لوږې د زیاتوالي لامل شي.

سره له دې چې نړیوالې ټولنې د روغتیايي توکو او د اړو، غوړو او خوږو چمتو کولو په برخه کې له افغانستان سره مرسته کړې، خو بیا هم خلکو کې د فقر او لوږې زیاتوالی لامل کیږي چې د حکومت ترمنځ شته ستونزې دوی ته دا احساس ورکړي چې د خلکو لپاره یې هیڅ کار نه دی کړی. ولې څو شته چې خلک د حکومت پر ځای هغې ته مخه کړي؟

د افغانستان د خلکو اصلي موخه د دوی بغا ده، همداراز به دوی د سیاسي کړکېچ د اصلي قربانیانو په توګه هم پاتې وي. دا خلک چې مخکې له دې هم د کمزوري روغتیايي سیستم، د متمرکز تصمیم نیونکي نظام او سراسري تاوتریخوالي کې ګیر پاتې دي، د کووید نوولس ناروغۍ په تړاو به د بې پرې‎توب احساس به زیانونه زیات کړي. په هغه اندازه چې د حکومت ترمنځ ناندرې دوام وکړي، په هماغه کچه به د افغان حکومت اړیکې له نړیوالې ټولنې سره کمزورې کړي. د اروپايي ټولنې، امریکا متحده ایالاتو او د نورو هېوادونو د ډپلوماټانو په پیغامونو کې د ناهيلۍ نښې لیدل کیږي. اوس د دې وخت رسېدلی دی چې افغان سیاستوال دا حساس حالت درک کړي او خپله مشري له پخلاینې او صفا سره ښکاره کړي، دوی باید له زړه ورو پرېکړو سره د خلکو په خدمت کې ووسي. د طالبانو، داعش او یا هم د اقلیم بدلون پرتله له ستونزو ډک او ویشل شوی دولت اصلي دشمن دی.

طالبان هم له دې حالاتو ګټه پورته کوي او وايي چې په کابل کې د اتفاق او یووالي نشتوالی هېواد کې د سولې بهیر له ګواښ سره مخامخ کړی

شریک یي کړئ