Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو په اړه د جان کیري مقاله

هر وار افغانستان ته په خپلو ټولو سفرونو کې د يوه ژور واقعیت سره مخامخ شوی يم، او هغه دا چې: افغانان ښه راتلونکې غواړي او وړ يې دي. تاسو غواړی چې د وېرې او ترهې پرته ژوند وکړی، خپلو ماشومانو ته د تر ټولو ښو زده کړو زميڼه برابره کړی، او د روغتيايي آسانتياوو تر ټولو ښه سیسټم، یوه دنده او د ثبات درلودونکي اقتصاد له مخې نور فرصتونه ولری.

بله خبره چې ما ته څرګنده شوه، دا وه چې افغانانو ښه ژوند ته د رسیدو لپاره د ډيموکراسۍ لاره غوره کړې ده.

د یوې لسیزې څخه د زياتې مودې را په دې خوا ولسمشر حامد کرزي په لوړو او ژورو کې د افغانستان مشري وکړه. ما د هغه سره له نژدې کار کړی، او زه پوهیږم چې د هغه د تل پاتې ميراثونو څخه به يو دا وي چې په افغانستان کې به د لومړي ځل لپاره واک په سوله ايزه او ولسواکه بڼه ولیږدول شي.

د اپريل او جون په مياشتو کې افغانانو د پياوړې ډېموکراسۍ پر لور يو ستر ګام واخيست، ميليونونه تنه د رايو د ورکړې مرکزونو ته لاړل تر څو د خپل هیواد راتلونکی ولسمشر وټاکي.

هرې رايې په ډېموکراسۍ د تائيد مهر ولګاوه او راتلونکې ته د هیلو ښکارندویه وه.

د امريکا متحده ايالاتو د خپل تاريخ څخه زده کړي چې د ډېموکراسۍ لورې ته غځیدلې لاره د خنډونو ډکه ده او دغه واټن په يوه شپه نه ختمیږي. ډېموکراسي دې ته اړتيا لري چې معتبر بنسټونه را منځته شي، پر ځانځانيو بريا ترلاسه شي، د باور فضا را منځته شي، او د روښانه راتلونکي لپاره یو ځای کار وشي.

نن افغانستان او د ولسمشرۍ دوه نوماندان په دې لاره کې د نوموړيو خنډونو څخه د يوه سره مخامخ شوي دي - د پرېکړې یو فرصت. د خنډونو پر وړاندې د هغوی د غلبې وړتيا او د یو بل سره د هغوی همکاري او مرسته د میلیونونو افغانانو رايو ته د درناوي لپاره د افغانستان او د نړیوالې ټولنې سره د دې هیواد د اړيکو راتلونکی ټاکي.

د امريکا متحده ايالات، ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه د ټاکنو څخه وروسته بهير کې د دې لپاره ښکیل شول چې د ټاکنيزو بنسټونو سره په رايې ورکونې د باور د اعادې لپاره مرسته وکړي. متخصصین ما ته وايي چې په کابل کې د رايو د تفتيش بهير د ټاکنو تر ټولو ستر او پيچلی تفتيش دی چې تر اوسه يې په غاړه اخيستی. ډېر کم شمیر هيوادونه کولای شي په يواځې سر په دې ډول ننګونه باندې لاس بري شي.

د ملګرو ملتونو کارپوهان د خپلو افغانو همکارانو سره اوږه په اوږه کار کوي تر څو ډاډ تر لاسه شي چې د رايو د تفتيش بهير د افغانستان له قوانينو، نړیوالو معيارونو، او تر هر څه مهم د افغانانو د غوښتنو سره سم تر سره کیږي. دا بهير به چې ستونزمن او ورو پر مخ روان دی، د اختر د ورځو ورسته ګړندی شي. خو ډېموکراسي په بيړه نه شي تر لاسه کیدای، او هره مشروع رايه د درناوي او شمیر وړ ده. د ټاکنو خپلواک کمیسیون، ملګري ملتونه او په لسهاوو نړیوال ناظرین شپه او ورځ کار کوي تر څو د رایو تفتيش پای ته ورسوي. د رایو د تفتيش بهير په افغانستان کې د ډېموکراسۍ پر وړاندې د ننګونو يواځې يوه برخه ده. د نوماندانو هر يوه ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله او د هغوی د سياسي ټيمونو کړنې هم د ورته ارزښت څخه برخمنې دي.

د جولای په ۱۲ مه نیټه، دواړو نوماندانو يو بل ته لاس ورکړ او هوکړه يې وکړه چې د رايو د تفتيش د پايلو احترام به کوي. همدارنګه هغوی هوکړې ته ورسیدل چې د ملي وحدت حکومت به رامنځته کوي چې افغانستان د يوې ښې او روښانه راتلونکې پر لور بوزي. دا سیاسي هوکړه د هغه ننګونکي وضعیت ځوابول دي چې د دواړو مشرانو او د هغوی د زیات شمیر پلويانو تر منځ همکارۍ ته اړتيا لري.

نوموړې هوکړې ته د رسیدو لپاره، ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله د ځان څخه په نا باوري ډول سياسي پوهه وښوده. په هره ډېموکراسۍ کې، د سختو ټاکنيزو مبارزو وروسته د ولسمشرۍ د نوماند په توګه ډېره ستونزمنه ده چې داسې ټکي ته ورسیږئ چې باید خپلې او د خپلو پلويانو غوښتنې يوه څنګ ته کړئ او په هر څه باندې د خپل هیواد اوږد مهاله ګټو ته لومړيتوب ورکړئ. دواړه نوماندان وتوانیدل چې د خپل ځان او د خپلو پلويانو تر غوښتنو او خواهشاتو تیر شي. هغوی د ملي ګټو د خونديتوب لپاره تر سياسي ګټو تیر شول. هغوی داسې سياسي پوهه څرګنده کړه چې مونږ يې د سترو مشرانو څخه تمه کوو.

اوس د هغوی پر وړاندې ننګونه د يادې هوکړې په عمل کې پلي کول او د دې ټکي د په پام کې نيولو پرته چې څوک به ګټونکی وي په نوي حکومت کې د پياوړو کاري اړيکو درلودل دي. د سیاست وخت پای ته رسیدلی او اوس د همکارۍ او مرستې وخت راغلی دی. ښايي وخت د لاسه ور نه کړل شي، او زه دواړه ټيمونه هڅوم چې د يوبل سره په ملګرتيا کې آن په داسې حال کې چې د رايو تفتيش دوام لري په هغو مهمو موضوع ګانو کار وکړي چې هیواد يې ورسره مخامخ دی.

بهرنيان د دې واک نه لري چې د سیاسي اډانې محتويات چې دوی څو ورځې مخکې ومنل، روښانه کړي. زه هماغه ورځ په هغې خونه کې وم، او کولای شم ووايم چې په يوه پاڼه سند کې کومه موضوع نه وه ځای کړل شوې.

دا سند اساسي قانون تر پښو نه لاندې کوي - دا سند د افغانستان د بنسټونو او د دولت د رئیس په توګه د ولسمشر درناوی کوي. دا سند پارلماني سیسټم نه رامنځته کوي - دا سند د اجرائيوي رئيس نوی بست منځ ته راوړي چې ولسمشر ته به ځواب وايي تر هغه وخته چې ولسمشر لویه جرګه راوبولي تر څو د دې په اړه پرېکړه وکړي چې دايمي بدلون د هیواد په ګټه دی او که نه.
هغه څه یاده هوکړه يې برابروي دواړو نوماندانو ته یو ارزښتمن فرصت دی چې د سياسي رقابت پر ځای د ريښتينې سياست پوهنې پر لور وخوځيږي. دا دوی دواړو ته يو فرصت دی چې په ګډه د داسې دولت د رامنځته کولو لپاره کار وکړي چې د ټولنې د ټولو برخو استازيتوب وکړي – پښتانه، تاجکان، ازبک، هزاره او ښځې او نارينه.

هو کې، ډېموکراسي بدلون موندونکی بهير دی. خو ډيموکراسي يوه داسې ټکي ته رسیږي چې باید د هیواد ګټې د سیاستمدارانو د ګټو څخه ډېرې د ارزښت وړ وي. افغانستان نن هماغه ارزښتمن ټکي ته رسیدلی. د دې هیواد مشران نه شي کولای دغه فرصت د لاسه ورکړي چې د هیواد د خلکو سره ښه ژوند ته په رسیدو کې چې دوي يې وړ او غوښتونکي دي، مرسته کوي. او دا دواړو سیاستوالو ته چې د خپل هیواد سره مينه لري يوه ننګونه ده.

د امریکامتحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر جان کرزي د روان کال د جولاي میاشتې په دولسمه نیټه د ولسمشرۍ کاندیدانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي ترمنځ، په یوه هوکړه لیک کې منځګړي توب وکړ، چې د هغې پر نبسټ ټولې هغه اته میلیونه راېې چې د ټاکنو په ورځ کارول شوي بیا ځلې وڅیړل شي.

هغه نظرونه چې په دغې مقاله کې نقل شوي د لیکوال شخصي نظر دی او طلوع نیوز د هغو په اړه هیڅ مسولیت نلري.

هر وار افغانستان ته په خپلو ټولو سفرونو کې د يوه ژور واقعیت سره مخامخ شوی يم، او هغه دا چې: افغانا

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه