وروستي خبرونه
Thumbnail
ستاسو نظر

د افغانستان سیاسي ګوندونه

افغانستان داسې یو هیواد دی چي له ۵۰ زیات سیاسي ګوندونه په کې فعالیت لري او د دغه هیواد سیاسي اړخ د بېلا بېلو جنبشونو لخوا اشغال شوی دی. سیاسي ګوندونه کورني استازي دي چي د خلکو سیاسي غوښتونو ته بڼه او انعکاس ورکوي. خو په دغه هیواد کې د خلکو او ګوندونو تر منځ پیژنګلوي او اعتبار نشته. د هند، جرمني او اتریش په څير هیوادونو کې لوییدل چې په هغو کې پیاوړي او سوله ایزه ولسواکي شته، داسې سیمې دي د تاریخ په اوږدو کې او اوسنیو سیاستونو کې د سیاسي ګوندونو رول د پام وړ دی.

اوس له خپل ځانه دا پوښتنه کوم چي په داسي حال کې چې په هیواد کې د سیاسي ګوندونو کارونه پراخ شوي دي، افغانان د سیاسي ګوندونو په اړه کمه پیژندګلوي لري؟

سیاسي اړیکي په یوه هیواد کي ویشل شوي دي ځکه چي افغانستان د نورو هیوادونو سره ډیر توپیر لري. وړونکی د یوه لپاره خاین خو د بل لپاره اتل دی، او د سیاسي ګوندونو او ډلو اوږد مهاله شتون، دا واقعیتونه په ښه ډول احساس کیږي. دا ددې ښکارندویي کوي چي ولي د افغانستان زیات شمیر وګړو په سیاسي ګوندونو او استازو باور نکوي. خو آیا کولای شو چي دا ډول فکر یا زهنیت وهڅوو. په داسي حال کې چې زیات شمیر اوږد مهاله سیاسي ګډونوال د خلکو هیلو ته د ځواب ویلو لاري د ( نورو عنصرونو د مقننه قوې له لاري ) د خلکو هیلو او د داسي حکومت رامنځته کول غواړي چي د خلکو پوښتنو ته ځواب ویونکی واوسي.

د پاکستان، ایران او نورو ګاونډیو هیوادونو په پرتله افغانستان د سیاسي ګوندونو او سازمانونو په برخه کې لږه سابقه لري. د ویش زلمیان، د عبدرالرحمن محمودي د خلق ګوند، د میر محمد غبار د وطن ګوند، د ۱۹۴۰ کال ښاري ځوانان د ملیت پرستۍ پر ضد هڅولي و. له دي سره سره په افغانستان کې پیژندل شوي او واکمن چارواکي تل له پلان شویو سیاسي غورځنګونو ویره لري.

په ۱۹۶۰ کال کې د ظاهر شاه حکومت د سیاسي ګوندونو غړو ته اجازه ورکړه ترڅو په پارلماني ټاکنو کې برخه واخلي. دا اجازه یواځې او يواځي د پارلماني او د شورا ګانو لپاره وه. په اجرایه قوه کې لاس وهنه هیڅ کله ونه هڅول شوه او نه هم له هغې ملاتړ وشو، خو ریښتیا دا دي چې هغه قانون چې سیاسي ګوندونو ته اجازه ورکړي، هیڅ کله د شاه له لوري لاسلیک نه شو. د افراطي سیاسي ګوندونو بندیدل په ۶۰ کلونو کې د سیاسي ګوندونو د محرمانه شتون لامل شو.

په ۱۹۷۳ کال کې د داود خان له لوري د جمهوري کودتاه د اعلانيدو وروسته، ملي غورځنګ را مینځته شو. له دې سره چې د کین اړخو ګوندونو غړو لوړ مقامونه تر لاسه کړل، دې حکومت د دولت مخالفینو، او افراطي ګوندونو پر وړاندې تحمل نه درلود دا سیاست په پای کې د حکومت لپاره یو ګوند شو د افغانستان د خلق دموکراټیک ګوند او وروسته بیا یي په پرچم اوږد والی وموند. له دې سره سره چې د ډاکتر نجیب الله حکومت د شوروي اتحاد د سیاستونو د بدلونونو په بڼسټ د قدرت د ویش لپاره یو شمېر هڅې وکړې، خو دا یوه کنټرول شوې هڅه وه چې د خلق دموکراټیک ګوند او د وطن ګوند یې تضمین کړ.

۱۹۹۰ کال د مجاهدینو د ګډي موخي د منځه تلو شاهد و. د سیاسی او پوځي واک د تر لاسه کولو لپاره د مجاهدینو سیالیو له پیل څخه د دوی یووالی په چټکتیا سره منحل کړ، چي په پایله کې د کډوډيو لامل شو. د مجاهدینو څلور کلن حکومت په افغانستان یواځینی ایتلافي او د څو ګوندونو حکومت و. چي په قطعي ډول د ورانۍ په لور روان و. چي د طالبانو رامینځته کول یي تر شا و.

په ۲۰۰۳/۰۴، افغانستان نوی اساسي قانون چي تر ډیره د۱۹۶۴ چهار چوکاټ په اساس و، تصویب ته ورسید. خو د ۱۹۶۴ اساسﺉ قانون پر خلاف ، دي کار د سیاسي ګوندونو حقوقونه تضمین کړل.

له دې سره سره دمګړۍ د افغانستان سیاسي ګوندونه له ډیرو سیاسي او ټولنیزو ننګونو سره مخ دي.

بلخوا، سیاسي ګوندونه په افغانستان کې د غیرې ولسواک ارګان په توګه دي، ځکه د هغوی جوړښت انعطاف ناپذیر دی. همدارنګه د افغانستان به کلتور کې ځای پر ځای شوي ارثي جوړښتونه پر سیاسي کلتور واکمن دي.

ستاسو نظر

د افغانستان سیاسي ګوندونه

افغانستان داسې یو هیواد دی چي له ۵۰ زیات سیاسي ګوندونه په کې فعالیت لري او د دغه هیواد سیاسي اړخ د

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه