په ۱۳۵۸ هجري لمريز د غويي اوومې کودتا په لومړیو کې د کابل په یوه هوټل کې د امریکا متحده ایالاتو د سفیر، ادولف دوبز له مبهم مرګ وروسته، تر اوسه له افغانستان سره د دغه هېواد اړیکې له لوړو ژورو ډکې دي. تېرو څلورو لس ییزو کې هم د دواړو لورو موخې مبهمې وې او دواړو لورو یې په اړه پوښتنې هم درلودې، تر دې چې ډېر شمېر امریکایان او افغانان افغانستان کې د امریکا شتون په تړاو پوښتنې لري چې ولې دلته دي؟
شاید ډېر شمېر افغانان په دې باور وي چې په سیمه کې د امریکا د څلورو لسییزو موخې او وروستي شل کلن فزیکي شتون به د اقتصادي ودې، بیارغونې، د خلکو او ولسواکۍ ملاتړ، د ښځو د حقونو ملاتړ، د خلکو حقونه او افغانستان کې د ښې حکومتولۍ ملاتړ دی. دا یو ناسم او غیرواقعي تفسیر دی، خو د امریکا او طالبانو ترمنځ د ۱۳۹۸ هجري لمریز کال تاریخي د سولې هوکړې لاسلیک سره ولسمشر ټرمپ دغه تفسیر پایته ورسولو او ثابته یې کړه چې د امریکا اوږدې جګړې پایته رسولو لپاره زمینه برابروي.
له سیمې د امریکايي سرتېرو ویستو په تړاو د ښاغلي ټرمپ پرېکړې د افغانستان حکومت د ځوانو کارکوونکو ترمنځ د عاطفي ناهیلۍ څپه رامنځته کړه. داسې ښکاري چې نه یوازې د افغانستان حکومت بلکې ددغه هېواد رسنیو، مدنې ټولنې، ټولنیزو او د ښځو د حقونو بنسټونو همداراز مخورو افغانانو د امریکا او ناټو اصلي موخې او شتون په ناسم ډول تحلیل کړې وې. دغو ډول او بنسټونو امریکا د ازادۍ غوښتنې په سر کې وباله چې راغلي څو ولسواکي(ډموکراسي) پراخه کړي. له بده مرغه د دورغو دغه روایت کې داسې راګیر شوي وو چې اوس د امریکا د موخو پرېښودو باندې په سختۍ باور کوي. دا ناهیلي تر هغې ده چې تېرو دوو لس ییزو کې د امریکایانو همکار افغانان د خپلو امریکايي سیالانو د خیانت احساس کوي دا چې دوی یې له طالبانو سره خبرو کې یوازې پرېښودل.
همداراز د دوحې هوکړې دوې پټو برخو هم د افغانستان د امنیتي کارپوهانو اندېښنې راپارولې دي. ځينې کارپوهان په دې باور دي چې طالبانو د واشنګټن لخوا ځواک ته رسول کیږي تر څو د جګړې په ډګرونو کې د القاعدې پر وړاندې جګړه وکړي، ځیني نور بیا په دې باور دي چې ښایې هوکړه او امنیتي ضمایم راتلونکې د اجرا وړ شي اود دې مانع به شي چې امریکایان د طالبانو شتون په تړاو افغان ځواکونو سره مالومات شریک نکړي.
له بلې خوا د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له لاسلیکه د شپږو میاشتو په تېرېدو او د افغان حکومت لخوا د ۴۶۰۰ طالب بندیانو ازادۍ سره لا هم سختې نښتې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ روانې دي او یوې لورې هم د هوکړې شرایط او د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې نه دي عملي کړې. همداراز د هوکړې له لاسلیکه وروسته طالبانو هم پرېکړه کړې چې خپل ناخوښ پیغامونه د افغانستان حکومت ته تکرار کړي دا چې ـ دوی د امریکا پر وړاندې جګړه کې بریالي شوي دي او یرغلګر له افغانستانه وتو ته اړ شوي دي. د طالبانو د ډلې مهم غړي، مولوي خیرالله خیرخواه په ګډون د یادې ډلې مشران له رسنیو سره په خبرو کې پرته له دې چې د ښاغلي غني راتلونکي حکومت ونډې ته اشاره ولري، ویلي دي چې د تېر په څېر به له زوره کار واخلي.
له بل پلوه، پر اشرف غني او پلویانو یې د ټرمپ د حکومت فشارونه هغوی اړ کړل چې له ډاکتر عبدالله سره ائتلاف وکړي. دغه پېښې لامل شوې چې د افغانستان کارپوهان داسې تحلیل وکړي چې ولسمشر غني هڅه کوي له طالبانو سره خبرې وځنډوي څو امریکا کې ټاکنې ترسره او نوی حکومت راشي، او د جوبایډن واک ته رسېدو سره سپينه ماڼۍ سیاست بدل او افغان حکومت اړ نشي چې طالبانو سره واک شریک کړي.
د دې توضیح لپاره چې د افغاسنتان حکومت دغه وړاندوینه او ناسمه او د نه واقعیت پر بنسټ ده او کولی شي د افغانستان د سولې بهیر لپاره خطرناکه ووسي، موږ باید افغانستان کې د امریکا مداخله دریوو برخو کې په پام کې ونیسو.
لومړۍ پړاو، سړه جګړه وه چې امریکا متحده ایالاتونو له "مهار سیاست" سره د افغانستان له مجاهدینو ملاتړ وکړ، څو د روسانو کمونیستي رژیم له پاکستان سره بر پوله وساتي. کله چې روسان له افغانستانه ووتل او کمونیستانو ماته وخوړه، لومړۍ پړاو هم پایته ورسید او واشنګټن پر خپل حال پرېښودل او دغه کار افغانستان کې د کورنیو جګړو لامل شو.
دوهم پړاو، په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې هغه مهال پیل شو چې امریکا د افغانستان پر خاورې د سپتمبر یوولسمې نېټې بریدونو ځواب او له القاعده سره د طالبانو اړیکو تر نامه لاندې برید وکړ. دا پړاو هم په رسمي توګه هغه مهال پایته ورسید چې د امریکا پوځ اسامه بن لادن ووژلو او د اوباما حکومت افغانستان کې د خپلو سرتېرو د شمېر کولو پیل کړل.
دریم پړاو هم د اسیا سویل کې د ولسمشر ټرمپ کړنو سره پیل شو، کله چې هغه له سیمې د امریکايي ځواکونو ویستل او له چین سره د مقابلې په موخه خپلې اړیکې له هند سره کلکې کړې. دا پړاو هم دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له لاسلیکه وروسته پایته ورسېد، لکه څنګه چې د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد هم پر ټویتر پانې هغه دا "د هوکړې پلې کولو کې د عطف بریالی ټکی" وباله.
ما چې د افغانستان او امریکا حکومت سره په نېږدې کار کړی دی، ویلی شم چې چې د امریکا دریوو واړو کابینو د ۲۰۰۱ زیږدیز کال په ګډون د اوباما حکومت په ګډون چې جوبایډن یې لومړی مرستیال وو روښانه ویلي چې امریکایان ولې هلته شتون لري. دغو ټولو پوښتنو ځواب کې د پنټاګون او سپينې ماڼې ویاندویانو روښانه ځواب ورکړی چې افغانستان کې د دوی د شتون اصلي لامل له نړیوالو ترهګرو د امریکا متحده ایالاتو ساتنه ده. همداراز د امریکا حکومت کله هم دا خبره نه ده پټه کړې چې د نړۍ په هر ځای کې خپله د نړیوالو مرستو بودجه د امنیتي ګټو ساتنې په پار د بلوا پر ضد کاروي. دې ته په کتو سره دا مریکا پراختیايي مرستې چې افغانستان کې د ولسواکۍ او د ښځو حقونو ملاتړ په موخه وې د امریکا ملي امنیت د سیاست نه بېلېدونکې برخه وه.
خو په تېرو شلو کالو کې د سپينې ماڼۍ او پنټاګون خلاف یو دورغ روایت چې ګواکې امریکايي سرتېري افغانستان ته د ښځو حقونو تامین او د نجونو لپاره د ښوونځیو جوړلو په موخه راغلي د نړیوالو غیرحکومتي بنستونو، غیرحکومتي افغاني بنسټونو، واشنګټن، لندن، بروکسل او دوبۍ کې د مشورې ورکړې شرکتونو او فاسدو افغان سیاستوالو لخوا ویل شوي دي. دا هم روښانه ده چې د دغو ډلو ترڅنګ د اروپايي ټولنې مشرانو هم د عامه افکارو قناعت لپاره په عراق او افغانستان کې خپل پوځي ګډون د ولسواکۍ، بیان ازادۍ، د خلکو او د ښځو حقونه او د نجونو لپاره د ښوونخیو جوړلو تر پوښښ لاندې راوستي دي او ترې یې استفاده کړې ده.
اوس افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له شتونه دوې لس ییزې تېريږي، باید اوایوو چې د امریکا او ناټو پوځي موخې تر یوه حده پوره شوې دي او دوی په دې باور دي چې افغانستان نور د ترهګرو ځاله نه ده او ژمن دي چې افغانستان پرېږدي. خو له بله پلوه د امریکا تازه ستونزې چې په هغې کې روسیه او چین هڅه کوي مهم لوبغاړی ووسي، له طالبان امریکا ته مهمه مسله ده. همداراز امریکا کې هم له ترهګرۍ سره د مبارزې روایت منسوخ شوی او د امریکا ځوان نسل د القاعدې او داعش څو سوو افراطي غړو په تړاو چې د افغانستان او پاکستان غرو کې جګړه کوي، د اندېښې پر ځای تر ډېره د ټولنیز، اقلیمي بدلون، د محصلي پور او د خپلې ټولنې نابرابریو په تړاو فکر کوي. لکه څنګه چې څه موده مخکې د اوباما د ملي امنیت مرستیال، ښاغلي بن رودز اتلانتیک مجلې کې ولیکل:«د سپټمبر یوولسمې نېټې وخت چې هره ورځ به د سپټمبر ۱۲ مې نېټې وېره وه، تر شوی دی.»
د لیکونکي په باور دا نه یوازې د ډموکراټو یا جمهوري غوښتونکي د فکر لور دی چې د ولسمشر ټرمپ یا ښاغلي جوبایډن رای ورکوونکي جوړوي، بلکې د ټول فکري خونې، د امریکايي اکاډمیو، سیاستوالو، ډپلوماټانو او واښنګټن کې د پوځي افسرانو سوچ هم دی. د بهرنیو چارو او دفاع وزارت وزارت او سپینې ماڼۍ پخواني سلاکاران چې مخکې له دې د طالبانو خلاف فکر کاوو، نن دې هوکړې ته رسېدلي دي چې امریکا متحده ایالات د دغې جګړې پایته رسولو او منځنۍ اسیا او د اسیا سویل ختیځ کې د نوي سیاست فصل پرانیستو لپاره باید د افغانستان نه بریالی څپرکی وتړي.
سربېره پردې یاد شوي مطالب د افغانستان برخلیک لپاره توپير نه کوي چې څوک په نومبر میاشت کې امریکا متحده ایالاتو کې واک ته رسیږي. د ۲۰۲۱ زیږدیز کال جنوري میاشت کې د امریکا تازه ولسمشر څو چې د افغانستان په تړاو فکر کوي، د کورنیو ستونزو سربېره نړۍ کې هم د لویو ستونزو سره لاس او ګریوان وي.
د افغانستان ځيني مخور لا هم په دې فکر کې دي چې د امریکا د ټاکنو نوماند، جوبایډن به د امریکا اوسنۍ سیاست بدل کړي او د امریکا پراختیايي بودجه چې اوس مهال د افغانستان فاسد سیستم ته لویږي ثابتوي چې یا افغان سیاستوال د دغو مسایلو درک نلري، ځکه چې امریکا ولې لومړي پړاو کې امریکا ته راغله او اوس ولي غواړي چې له دې چل نه استفاده وکړي، څو د افغانانو ترمنځ خبرې وځنډوي او له طالبانو سره ځواک ویش نه کړي.
د افغان حکومت شل کلن ناکام سیاست تجربې سره، لکه څنګه چې مې مخکې هم په طلوع نیوز کې خپلې خپرې شوې مقاله کې پر دې موضوع لیکلي وو، دا چې افغان سیاستوال او مشران د فساد له لارې امریکا له شتونه ناجایزې ګټې پورته کوي، نه دي توانېدلي چې له امریکا متحده ایالاتو سره ستراتیژيکې اړېکې رامنځته کړي او یا ان له امریکايي سرتېرو له وتو وروسته پلان جوړ کړي. نو دا امر عاقلانه او منطیقي نه دی چې افغان چارواکي د سولې بهیر وځنډوي او د مصالحې وروستۍ فرصت هم له لاسه ورکړي. افغانان وروسته له نیمې پېړۍ حق لري چې دغه خونړۍ او نامفهومې جګړې پایته ورسوي. له بله پلوه طالبان باید د وینو تویول او تاوتریخوالی ودروي او د افغانستان اوسنۍ ټول منلې ټولنه ومني، ښکاره دې کړي چې له تاوتریخوالي پرته سیاسي لوبغاړو باندې بدلېدو ته لېواله دي.
وروستۍ خبره دا چې کابل کې د امریکا سفیران او د اروپايي تولنې استاسزي او د سیمې نور اغېزمن کسان به کابل کې باید چې ارام پاتې نشي او وګوري چې د دواړو خواوو مشران به کابل او دوحه کې له خپلو قصرونو د جګړې دګرونو کې د وژنو د دوام امر وکړي او په ویاړ سره بیا رسنیو کې "د بریا" اعلان وکړي او همداراز نړیوالو ته ووايي چې دوی پر خبرو هم کار کوي. د دروغو ویلو وخت پایته رسېدلی دی او اوس باید د افغانستان ټولو خلکو ته د سولې بهیر کې د فعالې ونډې زمینه برابره شي.
واشنګټن کې د ملي امنیت او نړیوال سیاست انستیتوت کې څېړونکی، ارش یقین