Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د عینکو د کان فرهنګي میراث له تباهي څخه وژغورۍ

ګر انو هیوادوالو وروڼو او خویندو په دې لیکنه کې زه له تاسو سره د افغانستان د فرهنګي میراثونو په اړه چې زمونږ له نیکونو مونږ او تاس ته راپاتې دي خبرې کوم له تاسو هیله کوم چې د هیواد د ګډې خزانې په ساتنه کې کوښښ وکړۍ او په دې برخه کې عملي ګامونه اوچت کړۍ، دا میراثونه د ویاجاړونې او غلاکولو په حال کې دي، که دا حال دوام وکړي په لنډ وخت کې به د افغانستان د خلکو د هویت د پيژندنې کومه نښه پاتې نه شي

څو کلنې جګړې، فرهنګي تیارې، د فرهنګي میراثونو د ساتنې لپاره نه ریښتونولي ، د فرهنګ او فرهنګي ارزښتونو د لوړاوي لپاره نه پاملرنه، فرهنګي توکو د پيدایښت په څير نه کتل، څيړنې، ازادي، دیموکراسي همدارنګه د دوی په ویجاوړنه کې ځينې انساني ظلمونه، ویجاړونې، بیرحمي او غلا په دې برخه کې رول لري.

زمونږ فرهنګي میراثونه چې زمونږ د نیکونو د هویت ښکاروندويي کوي د دوی د نه شتون په ترڅ کې به مونږ له خپل افغاني هویت څخه څه ولرو، نو په ځغرده د یو لوی ګواښ سره مخ کیدی شي، بې فرهنګه ملت هغه بې نومه او بې نښې ملت وي چې د نورو د شخصیت په لوړاوي کې هیڅ رول نه شي لوبولی نو د خپل شخصیت په ساتنه کې به هم ناکام وي.

زمونږ هیواد څو زره کلن تاریخ لري چې په دې موده کې له ځينو ویجاړیو سره مخ شوی دی، په دې هیواد کې لویو ویجاړونکو لکه چنګیز پښې کیښودې و یې وژل، ویې سوځول او چور یې کړل. همدارنګه په دې شریف ځمکه کې چې خلک یې هم د معنوي او فرهنګي ارزښت لرونکي دي لوی لوی تمدنونه یې د انساني شخصیت په لوړاوي، علمي او فرهنګي غنامندي، علمي او فکري غنا، او دینې فرهنګونه له دې ځمکې نورو خاورو ته هم وغځیدل، دلته پيدا شول او یا هم غټ شول او د دې تمدن پاتي شوني چې له نړیوالو پټ نه دي موږ ته په میراث پاتې شو.

د اوستايي، بودايي، یوناني، باختري او بیا د اسلامي تمدن تر غوړیدو چې په بلخ، آی خانم، کندهار، بامیانو، کابل، ننګرهار، غزني، غور، هرات او عینکو کې رامنځ ته شول او په بیلابیلو پړاونو کې زمونږ د هیواد د تمدن مرکزونه ول، د وخت په تیریدو یې لویو فرهنګي، علمي، سیاسي او هنري دغه ته ارتقا وکړه، چې زمونږ د هیواد د خلکو ملي اصلیت او هم یې ویاړ بلل کیږي.

دې تفکر، فلسفې د ګاونډيو خلکو په حیاتي پرمختګ کې هم ځای درلود کوم چې افغانستان ته نیژدې و، زمونږ په هیواد کې دا هرڅه بشپړ شول چې په پای کې یې د دې خاورې او نورو خاور د خلکو د ژوند په سیاسي، علمي، فرهنکي او هنري لوري کې ډير ارزښت درلود ډير د قدر او یادونې وړ بللی شو.

دا عظیمه غنا چې په محسوس او غیر محسوس ډول زمونږ له نیکونو څخه په میراث پاتې دي او نن د افغانستان د خلکو د هویت ښکاروندويي کوي په اصل کې د افغانستان تل پاتې غنامندي ده، خو شرط یې دا دی چې د دې لويي او غنامندي ومنو او د هیواد د ملي نوامیسو په بللو سره یې په ساتنه کې یې کوښښ وکړو. په اصل کې همدا میراثونه دي چې په لويي، ټولینز یووالي د د دیموکراسي په اصولو کې واقعي نقش لري او د دې غنایمو په ساتنه کې کولای شو چې د افغانستان اقتصادي او ټولینزه پراختیا هم پسې زیاته پراخه کړو.

په بامیانو کې د بودا د مجسمو له منځه وړل، د افغانستان د منقولو اثارو چورچپاو په تیره بیا د کابل د ملي موزیم اثار د افغانستان فرهنګ یې سخت تاواني کړ چې دا وحشي کړنې د نړیوالو موسسو لکه یونسکو او نړیوالو فرهنګي دوستانو د سختې غندنې لاندې راغلل.

خو په تاسف سره باید و وایو چې د افغانستان خلکو له دې څخه داسې سم درس وانه خیست، اوسنی حالت هم ډير د تاسف وړ او په ځينو حالاتو کې زمونږ د هیواد د فرهنګي مرکزو پر حالاتو باندې د اندیښنې وړ دی.

د بلخ د فرهنګي اثارو د ترمیم په برخه کې هیڅ ډول پاملرنه نه کیږي، د ای خانم تاریخي منابع داسې د یرغل او غلا لاندې راغلي دي چې وایې به هلته بمباري شوې ده، د دې یوناني او بختري تمدن هیڅ نښه هم نه ده پاتې.

د غزني تاریخي اثار او حتی د لویانو قبرونه د تباهي او ویجاړي په حال کې دي، د غزني دا له ویاړ، تمدن، فرهنګ، علومو، فلسفې او شخصي دیانت څخه ډک ښار په ځانګړې توګه د اسلامي هنرونو د ارتقا په برخه کې په ۲۰۰۷ کال کې د اسلامي هیوادونو لپاره د ۲۰۱۳ کال د د تمدن د مرکز په توګه وپيژندل شو د تل لپاره د تباهي په ترڅ کې قرار لري، زه به په دې اړه چې غزني د اسلامي تمدن د مرکز په توګه وپيژندل شو او ویاړ یې د افغان دولت په برخه شو ډير ځلې ولیکم، خو په تاسف سره باید ووایم چې مونږ افغانستان ته دې لویې د ورکړې په ارزښت نه پوهیږو او د دې ویاړ د پالنې لپاره چې د غزني لپاره وړ و او باید څه ډول تجلیل شوی وی داسې کوم ګام مو نه دی اوچت کړی.

د بودا تاریخي اثار په ځانګړې توګه د جلال آباد په ستوپه کې چې په ایتاومه لسیزه کې د روسي اشغالګرانو له لوري بمبار او د قاچاقبرانو او غلو تر یرغل لاندې راغلل.

په اوس حال کې نوې پژندل شوې خزانه چې زمونږ ۲۰۰۰ کلن تاریخي لرغونتوب ترې جوتیږي او د افغان او فرانسوي لرغونپوهانو لخوا د عینکو د مسو په کان کې کشف شوه په خطر کې قرار لري.

د عینک غونډې د افغانستان په خلکو پورې اړوند دوه خزانې په خپله سینه کې ځای کړي دي چې یوه یې تاریخي او فرهنګي ارزښت لري او بله یې مالي. د عینکو د بودايي فرهنګ دا برخه چې زمونږ د تاریخ یوه څنډه ده که په احتیاط او علمي تدبیر سره پکې کیندنې ونه شي، پوره وخت او مالي منابع د لرغون پیژندونکو په واک کې ورنه کول شي دا به هم د بامیانو د بوتانو او د کابل د موزیم په څير د تل لپاره له منځه لاړ شي.

که افغان دولت د دپيلوماسي او مذاکرې په ترڅ کې له چیني چارواکو سره په هوښیاري خبرې وکړياو د عینکو د تاریخو اثارو د ساتنې او ارزښت په اړه جدي خبرې وکړي او د چین له حکومت څخه پوره وخت، پیسې او لرغون پيژندونکي وغواړي زه ډاډه یم چې چین به د نړیوالو او نړیوالو موسساتو په وړاندې د خپل عزت د ساتنې په موخه دا غوښتنه ومني، ټول په دې پوهیږو چې هیڅ یوه چیني کمپنۍ د چین د دولت له مرستې پرته دومره لوی قرارداد نه شي نیولی.

که حد اقل لس کاله وخت او پیسې لرغون پیژندونکو ته ورنه کول شي دا فرهنګي اثار به د بامیانو د بتانو او د موزیم د نورو اثارو په څير د تل لپاره له منځه لاړشي او مونږ به یو ځل بیا د نړیوالو فرهنګپالو د کرکې لاندې راشو.

نه هم افغان دولت او نه هم چینايي کمپنۍ د دې حق لري چې د عینکو د مسو د ژر را ایستنې په موخه د افغانستان د خلکو دا خزانه ترې واخلي.

د افغانستان له معدني منابعو څخه ګټه اخستینه چې ډيرې غني دي کولای شي د افغانستان خلک له دې نا لوستي، رنګارنګ ناروغیو، لوږې، نا امني او په سلګونو نورو ستونزو څخه چې اوس ورسره خلک لاس او ګریوان دي را وباسي، خو به دې شرط چې په خاور کې ښخې خزانې هم په پوره احتیاط را و ویستل شي او هغه څه چې لاس ته راځي په پوره پکې او د یوې سمې برنامې په ترڅ کې را و ویستل شي او هم پکې د افغانستان د خلکو فرهنګي ژوند په پام کې ونیول شي او بیا ولګول شي.

په هر حال هیڅوک حق نه لري چې د افغانستان د خلکو خزانې د پيسو، مسو، اوسپنې، ګازو، پیټرولو، لیتیومو او طلا په مقابل کې خرڅ کړي ځکه چې اصلي موخه او یا بیارغونه د ټولنیزې او اقتصادي وضعې ښه والی دی چې د افغانانو تت او راتلونکې پرې ښه شي.

د یادولو وړ ده چې په نړۍ کې پولي کړکیچ چې پایلې( بې کاري، پولي بحران، لوږه، په ټولو هیوادونو کې د فقر زیاتوالی، هغه هم له صنعت څخه، او فقر د پراختیا په حال کې دی) چې په روښانه توګه یې زموږ په هیواد کې هم ایغز کړی دی، چې دا داسې یو یو څه دي چې د ځينو سیاسي او نورو رنګارنګیو سره تړاو لري، نو دا به ډيره نا سمه خبره وي چې زموږ فرهنګي شته زمونږ په پيژندګلوي کې داسې سم رول ونه لري، په وضاحت باید و وایم چې تر دې دمه دا څه زمونږ په هیواد کې په متداومه توګه شتون لري خو د بیارغونې په برخه کې د افغانستان فرهنګي برخې ته ډيره کمه پاملرنه شوې او یا هم ورته پام نه دی شوی.

زمونږ پلانکونکي او تصمیم نیونکي کسان باید ومني چې زمونږ فرهنګي شته تل پاتې دي چې د په یو وخت کې نه تمامیږي خو په دې شرط چې دا د تل لپاره په هیواد کې وپيژندل شي.

ډيری هیوادونه چې د پراختیا په حال کې دي او یا هم غریب هیوادونه د دوی د فرهنګي میراثونو د لیدنې پر مهال په کال کې میلیونونه ډالره لاس ته راوړي او د هیواد د خالصو عایداتو یوه برخه جوړوي، د دې ډول درآمد منابع تل تاریخي اثار وي.

په مصر، تایلند، چین، یونان، هند، هسپانیا، ایټالیا او نورو هیوادونو کې د دې ډول کانونو په کارونې هرڅه نه تمامیږي او په زرګونو کاله به دوام وکړي. زمونږ په هیواد کې هم خالص وطني عایدات کم نه دي.

زه پوهیږم چې افغانان نارینه دي که ښځينه د هیواد د پرمختیا او بیارغونې غوښتونکي دي، افغانان غواړي چې لوستي شي او ماشومان یې ښونځي ته لاړ شي او سم روغتیايي وسایلورته برابر شي، او د کورنیو اقتصادي وضعه یې ښه شي، نن زده کړي ترڅو سباته ژوند وکړي، خو باید ټينګار وکړو چې دوی د خپل شخصیت پر ساتنې هم ټينګار کوي ځکه د دې ډول لارې ټاکل په داسې سر لوړي سره د یو لړ ستونزو سره هم مل وي چې ژر نه شي رفع کیدی، نو په لنډو کې وایم ترهغه چې بیارغونه په هیواد کې د ساتنې او ارزښتونو له مسلې څخه جلا وي دا ټولینز او اقتصادي ناسازګاري به شتون ولري.

ډاکټر ظاهر عزیز له ۲۰۰۲ کال څخه تر ۲۰۱۰ کال پورې د یونسکو او آیسسکو په سازمان کې د افغانستان د ایمي استازي په توګه دنده ترسره کړې. ښاغلی عزیز په یونسکو کې له ۲۰۰۳ )۰۹ ۲۰۰۸ کال پورې د ۷۷ ډلې او په چین کې د اجراییه بورد غړی و. ښاغلی عزیز په ۲۰۰۹ کال کې د یونسکو د ۳۵ ناستې په ترڅ کې د دې سازمان د بهرنیو اړیکو د کمیسون په توګه وټاکل شو. او د مولانا جلال الدین بلخي د سرو زرو مډال هم د دې سازمان له لوري ورکول شو. افغانستان د ښاغلي عزیز د هڅو په ترڅ کې د یونسکو د اجراییه بورد غړیتوب د دوهم ځل لپاره تر لاسه کړ. افغانستان په ۱۹۴۸ کال کې د مۍ په میاشت کې د لومړي ځل لپاره د یونسکو غړیتوب تر لاسه کړ. هیڅ یو افغان تر ښاغلي عزیز وړاندې په چین کې د ۷۷ ډلې مشري نه وه کړې. ښاغلي عزیز د دندې پر مهال د افغانستان د دایمي سفیر او ساتزي په توګه په یونسکو او آیسسکو کې له خپل هیواد سره ډيره مرسته کړې. ښاغلي عزیز په کابل کې د کابل له پوهنتون څخه د تاریخ او جغرافیې په برخه کې لیسانس فارغ شواو ماسټري یې دکولمبیا د ښونکو په پوهنتونو کې تر لاسه کړه هغه خپله ډاکټري په فرانسه کې د ډیپلوماسي او نړیوالو اړیکو په برخه کې تر لاسه کړه.

ګر انو هیوادوالو وروڼو او خویندو په دې لیکنه کې زه له تاسو سره د افغانستان د فرهنګي میراثونو په اړ

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه