Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبانو ته د افغانو ښځو خلاص لیک

۲۲/۵/۱۳۹۹

له نژدې دوه کالو راهېسې د افغانستان د سولې خبرې روانې دي چې ټولو افغانانو او په ځانګړې ډول، افغانو ښځو ته یې د ښې راتلونکې امېدواري ورکړی ده. د سولې دغه پروسه ټول او بېا په ځانګړی ډول افغانې ښځې په غور سره څاري او مونږ ټول پدې هېله یو چې لدې سره به په افغانستان کې تلپاتې او رېښتینې سوله رامنځته شي. مونږ ټول له جګړې ستړې او امید مو دا دی چې په ګران افغانستان کې دغه بې معنا څلوېښت کلن تاوتریخوالۍ خلاص او خلک مو په آرامۍ او هوساینه کې ‌‌ژوند وکړي. روانې جګړې د افغانستان ټول خلک زورولې او ډیر خلک پکې بې ګناه وژل شویدي. افغانې ښځې بیا په ځانګړې ډول پدې ویرانوونکې جګړه کې زوریدلې او د مېندو، خوېندو، لوڼو، او مېرمنو په حېث د ډیر وحشت او بربریت شاهدانې پاتې شویدي. مونږ خپلو ټولو هیوادوالو ته ډاډ ورکوو چې تربل هر چا، افغانې ښځې د دغې جګړې پای غواړي.

که څه هم د سولې روانې پروسې د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره یو ځل بېا هېلې راژوندی کړي، پدې هم اندېښمن یو چې ګواکې د تېرو نږدې شلو کلونو بریاوې او هر هغه څه مو چې خورا په سختی لاس ته راوړې، یو ځل بېا له لاسه ورنکړو. ښځې د افغانستان نیمایې برخه ده او اندېښنه مو دا ده چې زمونږ ونډه او حقوق پدغه پروسه کې د سیاسي جورجاړیو قرباني نشي.

له ډیرو اندېښنو سره سره، د سولې په خبرو کې ستاسو شاملېدو مونږ ته هیلې رابخښلي، خو بل خوا ستاسې بیانېې او په حقیقي ډګر کې ستاسې ورانوونکې هلې ځلې او کړنې مو ځوروې ځکه بیانېې او کړنې مو د یو بل خلاف دي. مونږ ستاسې له مشرتابه او ځینې رهبرانو اورو چې د افغانستان د ډیرو حالاتو او په ځانګړي ډول د ښځو او ځوانانو په اړه مو په نظر کې بدلون راغلې او په افغانستان کې د شویو بدلونونو خبر یاستی. ستاسې مشرتابه دا هم ویلې چې د ښځو د حقونو او ښوونې ته د هغوی د لاسرسي ملاتړ کوي، خو شرط مو ورسره دا دی چې دغه ټول به د اسلامي شریعت او افغاني دودونو په رڼا کې ترسره کیږی. په ورته وخت کې، تاسو تل د خپل اسلامي شریعت او افغاني دود له تفسیر ورکولو هم ډډه کړې. بې له شکه، تاسې پدې پوهیږی چې ستاسې تفسیر یو له ډېرو تفسیرونو څخه دی او حتی په اکثره اسلامي هېوادونو کې به خلکو ته د زغم او منلو وړ نه وي. پدې هم پوهیږی چې په افغانستان کې داسې دودونه شته چې له اسلامي ارزښتونو سره په ښکاره ټکر کې دي چې له هغې جملې څخه نجونې له زده کړو بې برخې کول یا یې زده کړې محدودول، د ښځو اقتصادي خپلواکي اخیستل او محدودول، ښځې د میراث د حق نه محرومول، ښځو ته د یو شي یا ملکیت په څېر کتل او هغوی ته له انسانه کم کتل او بد چلند کول، د شخړو د حل لپاره د وړو نجونو او ښځو په بدو کې ورکول، په کار او عامه ژوند کې د ښځو د ونډې مخنیوی یا یې محدودول او داسې نور دي.

پردې سربېره، تاسې تل دا ادعا کړې چې د نجونو او ښځو له ښوونې او حقونو ملاتړ کوی، خو په اکثره هغه ځایونو کې چې ستاسې جګړه ماران او ملګري فعال دي، په هغه ځایونو کې د نجونو ښوونځې یا تړل شوي، یا مو سوي او یا مو بېخې نړولي دي. تاسې به خبر یاست چې په افغانستان کې د ښوونې کچه په عمومي ډول ښکته ده او د ښځو زده کړې کچه تر ټولو ټېټه ده. له بده مرغه، په هغو سېمو کې چې اوس هم ستاسو له ولکې لاندې دي، د ښځو د ښوونې کچه بېا تر بل هر ځایه ټیټه ده. د ښوونې د ټېټې کچې سربېره، په افغانستان کې ۸۰ سلنه نجونې اوس هم په ډېرو کمو عمرونو کې په زور او جبر سره ودېږي. د نجونو په کمو عمرونو کې ودول بیا هم ستاسې د ولکې لاندې سېمو کې ډیر دي چې تاسې یې هېڅ مخنیوی ندی کړی. دا او داسې نورو مواردو مونږ ټول پدې اندېښمن کړي یو چې ستاسې وینا او عمل له یو بل سره ډیر توپیر لري. په داسې حال کې چې په نورو اسلامي هېوادونو کې ښځې د بریالیو رهبرانو او سیاستوالو په توګه کار او د خپلو هیوادونو د پرمختګ لپاره هڅې او په پالېسیو مشغولې دي، په افغانستان کې مونږ اوس هم د دې لپاره مبارزه کوو چې افغانې ښځې د وړ او برابر هېوادوالو په څېر وپیژندل شي، ورته د پوره انسان په څېر درناوې وشي او له وړتېاوو یې د هېواد په آبادۍ کې کار واخیستل شي. په ټولې اسلامي نړۍ که – لکه تونس، مراکش، مالیزیا، انډونیزیا، سینګاپور، اردن، ترکیه، بنګله دېش، سینیګال او حتی پاکستان کې - مسلمانې ښځې د خپل ګشت ګذار، زده کړی، کار، او د ژوند آسانتیاوو ته د لاسرسي حقونو برخمنې دي. په افغانستان کې مونږ اوس هم د خپلې بقا او ژوند لپاره مبارزه کوو.

زمونږ ژوند ته د ټولو ننګونو او ګواښونو سره سره، مونږ به د خپل هېواد د خدمت لپاره خپلو هلو ځلو او د افغانستان په رغونه کې د خپلې ونډې غوښتنو ته دوام ورکوو. افغانستان زمونږ د ټولو کور دی، د ټولو ښځو او نرانو، او مونږ پدې بشپړ باور یو چې دا هېواد پر مونږ ټولو حق لري چې له اوسنې ځپلې او ویجاړ حالته یې وژغورو. کله چې د افغانستان د ساتنې او پرمختګ خبره کېږي، مونږ دېته نه ګورو چې د افغانستان جوړول او د افغانانو د ژوند ښه کول د کومو افغانانو مسولیت دی. مونږ بېا هم وایو چې دا د افغانستان د هر وګړي حق دی، پدې کې د ښځې او نر توپېر باید ونشي.

کله هم چې مونږ د افغانستان د ودانولو او په هغې کې د ښځو د ونډې یادونه کوو، تاسې په وار وار ویلې چې دا غربي او یا بهرني ارزښتونه او فکرونه دي. داسې فکر کول بهرني ندي او که وې هم، تاسې وګورې چې د نړې اکثره هیوادونه، د اسلامي هېوادونو په شمول، له مونږه ډیر پرمختګ کړیدی. دلیل یې هم دا دی چې په هغو ټولو هېوادونو کې د هغوی نارینه او ښځینه د خپلو هېوادونو په آبادولو او خلکو ته د خدمتونو په برابرولو کې ونډه لري.

همدارنګه، کله چې مونږ د باثباته سولې، یووالې، او مساوي حقونو په باره کې خبرې کوو، تاسې وایې چې مونږ یوازې د ښارې ښځو استازیتوب کوو.کله مو هم د غربي ارزښتونو په دودولو تورنې کړي یو او کله هم وایې چې ښایې یوازې د هغو استازېتوب کوو چې په ښار کې ژوند کوي. مونږ تاسې ته دا په ډاډ ویلې شو چې مونږ ښځې د افغانستان له هر ګوډ نه استازیتوب کوو او پدغه لیک کې د افغانستان د اکثره ښځو استازیتوب شامل دی. زمونږ په لیکو کې هم هغه ښځې شته چې په ښار کې ژوند کوي او هم هغه ښځې دي چې په کلیو او لیرې پرتو سېمو کې ژوند کوي. مونږ پدې ویاړو چې افغانې ښځې جغرافیوی، توکمیز او مذهبې توپېرونه په پام کې نه نېسې بلکې دا د ویاړ ځای بولې چې په افغانستان کې بېلابېل توکمونه او مذهبي اقلیتونه یوځای ژوند کوي.

د پام وړ ده چې هغه حقوق چې مونږ يې ننګه او غوښتنه کوو او د هغوی لاسته راوړلو او ساتلو لپاره مو خپل ژوند وقف کړی، ټول اساسي حقوق دي چې د اسلام سپېڅلي دین او د افغانستان په نورو مذاهبو کې په صراحت سره ذکر شوی او ترې ملاتړ کیږي. د افغانستان د نیمایې نفوس په حیث، مونږ تل د افغانستان د رغونې او هوساینې لپاره خپل ژوند وقف او تل مو په خطر کې اچولی دی. کله هم چې مونږ په افغانستان کی د ټولو د مساوي حقونو او ښځو ته د مساوي انسان د کتلو غوښتنه کوو، ستاسې غبرګون منفي وي او بیایې هم غربي او بهرنۍ مفکوري بولې. دا چې مونږ د خپل عزت او برابرۍ غوښتنه کوو، پدی کې هیڅ غربې او بهرنۍ تاثیر نشته ځکه مونږ خپله د خپل انساني او اسلامي ارزښتونو پوره خبر یو.

د افغانستان د باوقاره، مسووله، او ویاړو هېوادوالو په څېر، مونږ ته افغانستان او افغانانو ته خدمت کول هیڅ غربي او یا بهرنۍ مفکوره او کار ندی. په تیرو دوو لسېزو کې افغانو ښځو د خپل ویجاړ هېواد په رغولو کې په بې سارې ډول کار کړیدی. پدغه موده کې، مونږ د ډاکټرانو، ښوونکو، قاضیانو، دیني عالمانو، پانګوالو، قانون پوهانو، وکیلانو، انجنیرانو، د پوهنتونونو د ښوونکو، ژورنالستانو، هنرمندانو، امنیتي چارواکو، او د بشری حقونو د مدافعانو په څیر د هېواد په کچه کار کړیدی او خپلو هېوادوالو ته مو خدمتونه وړاندې کړیدي.

مونږ او د افغانستان اوسنې نسل ته دا هیڅ د منلو وړ نه ده چې د هېواد په بیا رغونه کې زمونږ ونډې او مرستې محدودي او یا دا حق له مونږه یو ځل بېا واخیستل شي. تر هر بل وخته، مونږ پدې پوهیږو چې افغانې ښځې له ډیرو وړتیاوې برخمنې دي او تر بل هر وخت، زمونږ هېواد زمونږو وړتیاوو ته شدیده اړتیا لري. همدارنګه، مونږ به بیا هیڅ چاته دا اجازه ور نکړو چې زمونږ بچي (لوڼې او زامن) د یوې ښې او باثباته راتلونکې نه بې برخي کړي. د افغانستان ټول اوسېدونکي د بشپړو وړتیاوو برخمن دي او مونږ به هیڅ چاته اجازه ورنکړو چې د اوسني او راتلونکو نسلونو وړتیاوي، حقوق، او وقار یو ځل بیا د سیاسي لاسته راوړنو او موقفونو په خاطر یو ځل بېا له پامه وغورځول شي.

مونږ پخوا هم تاسې ته وړاندېز کړی چې مونږ ښځې تېارې یو چې تاسو سره له نژدې وګورو او په افغانستان کې د روانې جګړې، د افغانستان په راتلونکې، او د خپلو هېوادوالو په اړه له تاسو سره خبرې وکړو. له بده مرغه، تاسو زمونږ غوښتنې یا رد کړي او یا مو هم هیڅ ځواب ورته ندی ویلې. مونږ یو ځل بیا په تاسو غږ کوو چې مونږ تېارې یو چې له تاسو سره کښینو او د خپل هېواد او خلکو پر اړتیاوو او ننګونو ریښتیني بحثونه وکړو. مونږ له افغان دولت سره هم ورته ناستې درلودلی او پدې باور یو چې دا مهمه ده چې له تاسې سره هم ورته بحثونه وکړو ځکه چې تاسې د افغانستان په جګړه کې ښکیل یاست او د سولې د روانو هلو ځلو یو مهم اړخ یاستئ. زمونږ خبری کیدای شی ستاسې په ښې تمامی شې ځکه چې له دوو لسېزو راهېسې ستاسې مشرتابه له افغانستانه بهر ژوند کوي او ښایې تاسې د افغانستان له پرمختګه او زمونږ په هېواد کې له بې سارې بدلونه پوره خبر نه یاست.

مونږ په دې باور یو چې په یو ځای کښېناستو به مونږ پر هغو نظرونو برلاسي شو چې تاسې د افغانو ښځو او د افغانستان د راتلونکي په اړه څرګند کړيدي. ستاسې د بچیو په ګډون چې له افغانستانه بهر ژوند کوي او په پردیو هېوادونو کې لوییږې، دا د هر مسووله، باوقاره او ویاړلې افغان آرمان دی چې په یو داسې افغانستان کې ژوند وکړي چې په بیا رغولو کې یې هر یو خپل مهم رول ولوبوي او پداسې ډاډ سره ژوند وکړي چې په هغې کې مونږ د سیمې او نړۍ یو خپلواک، آزاد، با ثباته، او سولییز غړی هېواد بلل کېږو. دا د هر افغان آرمان دی چې په آرامي فضا کې ژوند وکړي او د نورو هېوادو د وګړو په څېر، د یو پوره او با ارزښته ژوند خاواندان اوسې.

په افغانستان کې د باثباته سولې او عدالت په هېله،

افغانې ښځې
 
ټول کولی شي چې پر واقعیتونو ولاړې لیکنې طلوع نیوز ته واستوي څو "ستاسي نظر" برخه کې خپرې شي.

تاسې ټول کولی شئ چې پر واقعیتونو ولاړې مقالې طلوع نیوز ته راواشتوئ او موږ به یې "ستاسې نظر" په برخه کې خپرې کړو.

 دغه مقاله کې د طلوع نیوز لخوا نه تایید کیږي او د مقالې لیکوال د خپلو مالوماتو لپاره مسوول دی او که په کې څه ناسم وو، نو سموونه په کې اضافه کېدی شي.
 
طالبانو ته د افغانو ښځو خلاص لیک

مونږ ټول له جګړې ستړې او امید مو دا دی چې په ګران افغانستان کې دغه بې معنا څلوېښت کلن تاوتریخوالۍ خلاص او خلک مو په آرامۍ او هوساینه کې ‌‌ژوند وکړي

شریک یي کړئ