Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ناټو افغانستان کې تلپاتې سولې راتلو لپاره مرستې ته ژمنه ده

دا د افغانستان لپاره یوه تاریخي شیبه ده ځکه چې افغانان د بین الافغاني مذاکراتو له لارې د خپل هېواد د راتلونکې د ټاکلو لپاره چمتووالی نیسي. تر لسیزو جګړې وروسته، د افغانستان خلک او نړۍ په هیلې او تمې سره د دې شاهدان دي چې سوله د لاسرسي وړ ده.

سولې ته د رسیدو لاره هیڅکله آسانه نه وي. مونږ اوسني حالت ته د رسیدو په برخه کې د افغان رهبرانو او افغان امنیتي ځواکونو رول او هڅې ستایو. هغوی له افغانانو څخه د ساتنې او یوې سوله ییزې حل لارې ته د رسیدو په برخه کې خپله ژمنتیا څرګنده کړې ده. د لارې په اږدو کې ګڼ شمیر خنډونه موجود وو او په راتلونکي کې به تر دې ډیر خنډونه شتون ولري. خو اوس د سولې لپاره فرصت رامنځته شوی او له دغه فرصت څخه باید د ټولو افغانانو د ګټې او د افغانستان د اوږدمهاله ثبات لپاره استفاده وشي.

د افغانانو لپاره په اتحاد او یووالي کې له بې اتفاقۍ او جلاوالي څخه ډیرې ګټې شتون لري. یو متحد او پياوړی جمهوریت کولای شي هغه لاسته راوړنې چې په سختې سره ترلاسه شوې دي، خوندي وساتي. د عامه وګړو ملاتړ اړین دی. ټول شموله او شفاف مذاکرات به ټولو افغانانو ته دا فرصت ورکړي چې د سولې د بهیر په اړه خپل نظرونه شریک کړي ترڅو د یوې تلپاتې سولې له ترلاسه کیدو اطمینان حاصل شي.

په هر ډول مذاکراتو کې جوړجاړی او له ځینو شیانو تیریدل اړین وي. دواړه خواوې باید یو څه نرمښت او انعطاف ښکاره کړي او په ښه نیت سره مذاکرات ترسره کړي. افغانان د یوې باعزته سولې غوښتونکي دي. د شخصي ګټو پر ځاي ملي ګټو ته ترجیح ورکول اساسي او اړین دي.

د تاوتریخوالي په کچه کې د پام وړ کموالي راوستل باید د مذاکراتو د اجنډا یوه مهمه برخه وي ترڅو افغانان د سولې پر بهیر او د دغه بهیر پر پایلو باور پيدا کړي. افغانان له اوږدې مودې راهیسې ځوریدلې او قربانۍ یې ورکړې دي. د تاوتریخوالي د ویرې د نه شتون په صورت کې به دوی وکولای شي له هغو فرصتونو څخه چې د سولې تر راتلو وروسته رامنځته کیږي، استفاده وکړي. د یو با ثباته او سوله ییز افغانستان د رامنځته کیدو په صورت کې به افغانان وکولای شي ترڅو د خپل هیواد د بیارغونې لپاره کار وکړي او په دې توګه به د ټولو لپاره یوه خوشحاله راتلونکې رامنځته شي.

په تیرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې ډیر پرمختګ شوی دی. دغه لاسته راوړنې د ناټو او د نړیوالې ټولنې په مرسته ترلاسه شوې دي. افغانانو د ژوند د تمې (د انسان د عمر اوسط کلونه)، د ماشومانو د مړینې د کچې، د زده کړې (د نجونو په ګډون)، د بیان د آزادۍ او د عامه ژوند په ټولو برخو کې د ښځو د ګډون په برخو کې ډیر پرمختګونه کړي دي.

افغانانو ډیرې قربانۍ ورکړې دي. دوی نه غواړي چې دغه لاسته راوړنې بیرته له لاسه ورکړي. او نه هم مونږ غواړو چې دغه لاسته راوړنې بیرته له لاسه ووځي. نړیواله ټولنه غواړي له داسې افغانستان څخه چې له دغو لاسته راوړنو او پرمختګونو څخه ساتنه کوي، خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. او دغه موخه هغه وخت ترلاسه کیدای شي چې د ښځو او د اقلیتونو د حقونو په ګډون، د بشر اساسي او مدني حقونه خوندي شي. په پای کې، تلپاتې سوله یواځې د سولې د یو جامع تړون له لارې تضمین کیدای شي چې په پایله کې یې تاوتریخوالي پای ته ورسي، د ټولو افغانانو بشري حقونه خوندي شي، د قانون حاکمیت پلی شي، او دا ضمانت ترلاسه شي چې افغانستان به بیا هیڅکله د ترهګرو په خوندي ځاله نه بدلیږي. مونږ په کلکه ژمن یو ترڅو په دې برخه کې له ټولو هڅو ملاتړ وکړو.

د ناټو په توګه، مونږ د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ساتنې او پایښت ته ځانګړې علاقه لرو. د ناټو متحدین او همکاران ویاړي چې افغان ملي اردو او پولیس یې روزلي او تمویل کړي دي. امنیتي ځواکونه د افغان ملت د ملا د تیر حیثیت لري چې د ملي یووالي او مسلکیتوب بیلګه دي. د پايښت وړ امنیتي بنسټونه او پياوړي امنیتي ځواکونه به تل د اوږدمهاله ثبات او امنیت لپاره اړین وي ترڅو په افغانستان کې د نړیوالو ترهګرو د ځای پر ځای کیدو مخه ونیسي.  

مونږ ژمن یو ترڅو له افغانستان سره یوه سوله ییز او امن راتلونکي ته په رسیدو کې مرسته وکړو. د امنیتي ځواکونو د روزنې، مشورې او مرستې په برخه کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ترڅنګ، له امنیتي سکټور سره زمونږ مالي ملاتړ هم دوام لري. د یوه پایداره امنیتي سیسټم ساتل د ټولو په ګټه دی او د افغانستان، سیمې او د ناټو متحدینو او همکارانو د امنیت او ثبات لپاره اړین دی. مونږ د افغانستان له خلکو او امنیتي ځواکونو سره د ملاتړ په برخه کې پر خپلو ژمنو متحد او په کلکه ولاړ یو ترڅو دوی سولې او ثبات ته ورسیږي. مونږ هیله من یو چې د سولې خبرې په بریالیتوب سره پای ته ورسیږي. 

 په افغانستان کې د ناټو د ملکي استازي، سټیفانو پونټیکوروو په دې لیکنه کې وايي په هر ډول مذاکراتو کې جوړجاړی او له ځینو شیانو تیریدل اړین وي

شریک یي کړئ