Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هم درمل او هم زهر؛ د افغانستان نړیوال ملاتړ پارادوکس

ولې له نېږدې دوو لس ییزو نړیوالو پرېمانه مرستو وروسته لا هم ډېر شمېر افغانان آن د طالبانو دورې له نسکورېد وروسته په فقر کې ژوند کوي؟ ولې د افغانستان د یو څو ملیتي او ټول شموله حکومت رامنځته کېدو په تړاو د ۲۰۰۱ کال کې د بن او ۲۰۰۴ کال کې د اساسي قانون لیدلوری ناکام شو؟

د دې پوښتنو یو ځواب د نړیوال مرستو کې نغښتی دی، د ۲۰۰۱ زیږدیز کال راهیسې میلیونونه ډالره نړیوالې مرستې افغانستان ته راغلې. دا مرستې یوازې پراختیايي (ODA) نه وې بلکې ډېره برخه کې د بهرنیو ځواکونو پر لیږد رالیږد، د ساتونکو، ژباړونکو او د ځایونو پر کرایې ورلګېدې. 

دا ډول پیسې د اقتصادي کارپوهانو لخوا «کرایه» بلل شوې ده ځکه د هغو پیسو په څېر دي چې د کور څښتن یې د خپل کور په بدل کې اخلي او دا پیسې د یوې هڅې پای کې یو انعام نه دی. هغه دولتونه چې دې ډول عوایدو پورې تړلي وي، ورته «اجاره اخیستونکي دولتونه» وايي. دوی ډېر کم ولسواکۍ ته ژمن وي او اقتصاد یې نابرابر ـ یعنې فقر د ډېرو خلکو لپاره او شتمه مني د مخکښو لپاره.

د دې لامل چې اجاره ولسواکي اغېزمنه کوي دا دی ـ هغه دولت چې د بهرنیو مرستو خپل عواید تامینوي نو اړتیا نلري چې خپلو خلکو ته ځواب ورکړي او مالیې ته هم اړتیا نلري. همداراز دا ډول دولتونه د قانوني بنسټونو ځواکمن کولو لپاره د قانون تطبیق او د ملکیتونو حقونو چې د بازار له اقتصاده ملاتړ کوي، کمه انګېزه لري.

د مالیاتو او استازولی ترمنځ تاریخي اړیکه پېژندل شوې ده. عکس یې هم سم دی، یعنې هغه خلک چې پرې مالیات کم دي، ډېر کم ولسواکۍ ته رسیږي. په اجاره اخیستونکي حکومت کې دا ډېره معموله ده چې یو کس د قرارداد اخیستو لپاره هڅه وکړي، د حکومت تګ لارې بدلون او یا هم داسې کس پیدا کړي چې ورته لابي وکړي. برعکس هېوادونه یا بهرني شرکتونه د «اجارې» سرچینه لري چې پیسې یې هم میلیارډونه ډالره کيږي او دوی هڅه کوي چې د خلکو پر ځای پر حکومت ډېره اغېره ولري.

دغو ځانګړنو افغانستان لا هم لجوج کړی دی، که څه هم داسې ناکامې هڅې هم وشوې چې ځواکمن کسان او بنسټونه ځواب ویونکي وساتي څو له کرنې نیولې بیا تر اقتصاد، له نشه یې توکو سره د مبارزې، سولې او جګړې باندې د لویو لوبغاړو اغېزه وساتي، لکه څنګه چې مخکې امریکا له طالبانو سره خبرې نه غوښتې خو اوس پرې ټينګار کوي.

د سیاسي مخالفتونو کمښت هم لیدل کیږي چې سیاستوال سره بیل او بیا سره یوځای کیږي. مخکښ د نه بدلېدونکې ډلې په توګه پاتې دي. هغه کسان چې له کړیو لیري پاتې دي، ښایې بیا ورته راشي. د تازه کسانو راتګ لږ لیدل کیږي او که راځي هم نو د مخکښو کسانو اولادونه معمولآ زامن یې دي.

د افغانستان سیاسي سیستم چې پر «اجارې او یا کرایې» بنا شوی دی، له بدله مرغه چې ډېر ماتېدونکی دی. د ملي یووالي حکومت ونه توانید چې د حامد کرزي له حکومته ډېر مالیات راټول کړي(په داسې حال کې چې شتمه من کسان خپلې مالیې نه ورکوي.) خو بیا هم دا مرستې د افغانستان د بودجې دریمه تر څلورو برخه جوړوي. 

مرستې او د بهرنیو ځواکونو لګښتونو لا هم اقتصاد تر پوښښ لاندې نیولی دی. په ملي عوایدو یا جي دي پي کې پرمختګ د بهرنیو ځواکونو کچې سره پرمختګ کړی دی، یعنې کله چې دغه ځواکونه ډېر وو اقتصادي پرمختګ شوی دی، خو د نړیوال بانک د راپور له مخې د« ۲۰۰۱ زیږدیز کال راهیسي افغانستان کې اقتصادي پرمختګ نا برابر وو، ځکه چې پانګونه پر مرستو تړلې وه » او کله چې ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې بهرني ځواکونه له افغانستانه کمېدل، ډېر شمېر افغانان بې وزله شول تر هغې چې دا کچه د ۲۰۰۳ کال پرتله هم ټیټه شوه. یعنې له نیمايي ډېر افغانان فقر کې ژوند کوي او یو په دریمه نور هم دې لورې ته ور روان دي.

په همدې حال کې د مخکښو کسانو لخوا د اجارې اخیستل ډېره ښکاره خبره ده. د بېلګې په توګه چې بهیر ته د شتمنیو لیږد او د فیشني بنګلو اخیستو نه ښکاري.

د افغانستان لپاره اوس ګواښ دا دی چې بهرني ځواکونه ترې وځي، او له دې سره د نړیوالو لېوالتیا او مرستې هم کمیږي. د فبروري میاشتې په نهه ویشتمه نېټه د امریکا و طالبانو ترمنځ د سولې له هوکړې وروسته له څلورو تر پنځو زرو امریکايي سرتېري له افغانستانه وتلي دي او پنځه اډې یې تړل شوې دي. ۸زره او ۶۰۰ سرتېري پاتې دي چې له یوه کاله په کمه موده(د ۲۰۲۱ کال اپریل میاشتې پورې) به ووځي، البته که طالبان د ترهګرو پر وړاندې د خپلو «ناڅرګنده» هڅو په تړاو ژمن ووسي.

د راپورونو له مخې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ غواړي چې د امریکا ټاکنو سره د ځواکونو ویستو لړۍ مخې ته یوسي. هغه څه موده مخکې په یوه ټویټري پیغام کې وویل چې «سرتېري په کورته ستانه کړي» له افغان ځواکونو هم د نړیوالو او ناټو ملاتړ دوام هم د بحث موضوع ده.

هغه څه چې په پوښته کې نشته، هغه دا ده چې د افغانستان حکومت او اقتصاد د بهرنیو مرستو ته اړتیا لري.

نېږدې دېرش کاله مخکې په ۱۹۹۲ کې، کله چې مسکو د کابل مهم ملاتړی وو، خپلې مرستې یې له دغه هېواد سره بندې کړې او د ډاکټر نجیب الله حکومت نسکور شو.  اوسنی حکومت د ډاکټر نجیب له حکومته ډېر پر تمویل کوونکو ولاړ دی. لکه څنګه چې بارنټ روبن روبین وايي، هغه ډاکټر نجیب) ۲۶ سلنه بودجه له روسیې ترلاسه کوله ـ په داسې حال کې چې اوسنۍ دولت ۷۵ سلنه بودجه له بهره ترلاسه کوي.

بیا هم کله چې لوی سیاسي لوبغاړي له ملت سره ځان خطر کې لیدلی، پر تعیناتو یې تمرکز کړی دی. په ۲۰۱۴ کال کې کله چې د طالبانو بریدونه زیات شول او بهرني ځواکونه ووتل، د خلکو اقتصاد له زوړې سره مخامخ شو، یا نن چې مهم ملاتړي یې له وسله والو سره د سولې هوکړه وکړه، د سیاستوالو خت اوس مهال پر تعیناتو تېریږي. دواړه لوري شاید اوايي چې دوی د سمو کسانو د ګمارنې په هڅه کې دي څو کارونه په سمه توګه پرمختګ وکړي. خو دا کار به باندې داسې ښکاري چې دوی لا هم د «اجاره اخیستو» فرصتونو پر ترلاسه کولو بوخت دي او ناورین ته کم پام کوي.

د اجاره اخیستونکي دولت اصلاحات له سرخوږي ډک دي څو پردیو مرستو ته اړتیا کمه او د فساد لمن ټوله شي. سره له دې هم ځیني هڅه کوي چې د ګمرکاتو عواید کابل ته راشي، د تقاعد شویو کسانو حقوق ورکړل شي نه(خیالي کسانو ته) او د کانونو عواید د افغانستان خزانې ته راشي، خو دوی د هغو کسانو له ګواښونو سره مخامخ دي چې ګټې یې په یادو مسایلو کې نغښتې دي او پر دوی او کورنیو یې خبرې کوي. د جهت خلاف لامبو تل سخته او خطرناکه وي. نن ښایې د اصلاحاتو لپاره وخت ډېر کم وي.

ښایې د افغانانو ترمنځ خبرې پيل شي او د طالبانو مشران مخکې له دې چې د ځواک لپاره مبارزه وکړي ښایې خپل سیالان له صحنې لیري کړي او د سولې په تړاو جدي ووسي. له دې سره ټولې ستونزې د «اجاره اخیستونکي» حکومت افغانستان کې ووسي، خو ناورین زیږونکی به نه وي.

خو ښایې چې نړیواله لیوالتیا هم کمه شي، ټرمپ شل کلنه بندون چې له مخې یې نړي کې د جهاد لپاره تاوتریخوالی د امریکا لپاره خطرناک بلل کېدو، مات کړ او ویي ویل چې د کرونا ویروس برید له پېرل کاربور او د امریکا پر سوداګریزو مرکزونو له بریدونو بد وو. 

د طالبانو یوه تازه حکومت تر سیوري لاندې د القاعدې ډلې بیا راتګ ویرې افغانستان ته دوو لسییزو کې ډالرو راتګ تامین کړل. 

د امریکا په تفکر کې بدلون د روسیې، چین او یا د کرونا ویروس له ګواښه هم خطرناکه بلل کیږي او د پيسو ناڅاپي لامل هم کېدی شي. د هغې پایلې به په واقعیت کې پر جمهوریت او اقتصاد ژور وي.

ټول کولی شي چې پر واقعیتونو ولاړې لیکنې طلوع نیوز ته واستوي څو «ستاسي نظر» برخه کې خپرې شي.

تاسې ټول کولی شئ چې پر واقعیتونو ولاړې مقالې طلوع نیوز ته راواشتوئ او موږ به یې "ستاسې نظر" په برخه کې خپرې کړو.

 دغه مقاله کې د طلوع نیوز لخوا نه تایید کیږي او د مقالې لیکوال د خپلو مالوماتو لپاره مسوول دی او که په کې څه ناسم وو، نو سموونه په کې اضافه کېدی شي.
 
کیټ کلارک لیکي چې د امریکا متحده ایالاتو په سیاست کې چټک بدلون به په ناخوښه توګه له افغانستانه د نړۍ د ملاتړ پای وي

شریک یي کړئ