Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هند دې د امریکا او پاکستان په اړه خپلواکه تګلاره خپله کړي

هند بايد د امريکا او پاکستان په هکله له اندېښنې پرته، يوه خپلواکه تګلاره تعقيب کړي.

سپتمبر ١١-
٢٠١٣
زه چې کله د سپتمبر په پنځمه نېټه له کابله را ورسېدم، راته وويل شول چې سشميتا بنرجي وژل شوې ده.طالبانو په دغه کار سره خپل د منځنيو پېړيو چال چلند يو وارې بيا وښوده، طالبان هغه څوک دي چې امريکا ورسره د – بيا پخلاينې- د خبرې اترو د ترسره کولو لارې چارې لټوي.

افغانستان ته مې د خپل پنځه ورځني سفر په ترڅ دا وموندله چې، دغه هېواد د پرمختيا او ډيموکراسۍ نا محدوده فرصتونه او زمېنې په لاس کې لري. په دغه هېواد کې پاکستان د خلکو له پامه بد ايسې او خلک ترې کرکه لري، او ډېر ځله پاکستاني سيلانيان دا خوښوي چې د کابل په بازارونو کې د ګرځېدو راګرځېدو پر مهال ځانونه (هندوستانيان) معرفي کړي.

په افغانستان کې، د طالبانو له نسکورېدو يوازې يوه لسيزه را وروسته، په سياسي او ټولنيزو برخو کې پام وړ بدلون راغلى دى. دغه هېواد يوه غښتلي سياسي سيټيتم ته پراختيا او وده ورکړې ده. رسنۍ ازادې او فعالې دي. د شاه رخ خان چنای ايکسپرس فلم بيا بيا وکتل شو.

يو مهال په دغه هېواد کې ښوونځي تړل شوي وي،او ښځې د کار او زده کړو له حق څخه محرومې وې، خو اوس د دغه هېواد په تعليمي بنسټونو کې کې ١٠،٥ ميليونه شاکردان په زده کړو بوخت دي. پوهنتونونو په کابل، ننګرهار، خوست، هرات او بلخ ولايتونو کې زیات شوي او وده یې کړې ده. د ټولو ډاکټرانو شاوخوا ٤٨ فيصده او د ښوونکو ٦٠ فيصده يې ښځې دي. د دې ترڅنګ ښځې په مقننه ځواک، د پوليسو او سرتېرو په ليکو کې هم ښه استازيتوب لري. افغانستان اوس د ولسمشريز ټاکنو لپاره چمتوالى نيسي چې په پام کې ده د ٢٠١٤ کال په اپريل مياشت کې ترسره شي.

د اساسي قانون له مخې ولسمشر کرزى نشي کولى چې په درېيم پرلپسې ډول کانديد يا ولسمشر شي، د ده د ځای ناستیتوب د ترلاسه کولو لپاره سيالي پيل شوې ده. د سيمه ايېز مشرانو لکه عطا محمد نور چې په مزار شريف کې دى، او اسماعيل خان په هرات کې دى او پام وړ وسله وال هم لري، پريکړې به پر هرې پايلې پراخ اغيز ولري.

کرزى د تېرو ١١ کلنو لپاره د افغانستان د ولسمشر په توګه ډيموکراتيکو بنسټونو ته د ودې ورکولو له اړخه د ډېرې ستاينې وړ دى، د ده په دوره کې دولت او تعليمي بنسټونو وده وکړه، نژاد، مذهب، او نورو عقايدو ته درناوى وشو. آن لږکي هندوان او سيکان هم اوس په پارلمان کې استازي لري.

د درک وړ شک او بد ګماني- په افغانستان کې د امريکا د راتلونکي رول په اړه، کله چې دوى له ٢٠١٤ کال وروسته خپل جګړه ايز عمليات پای ته رسوي، د درک وړ شک او بدکماني موجوده ده.

افغانان پوهيږي چې له امريکايانو سره يو امنيتي تړون لاسيک کوي- د تړون له مخې امريکايانو ته نهه نظامي اډې ورکوي- چې هغوى د ځانونو لپاره اقتصادي او نظامي مرستې خوندي کړي. افغانانو لپاره لږ تر لږه لس کاله نسبي سوله په کار ده چې، د خپلو طبيعي زيرمو په راسپړلو او زراعت ته په ودې ورکولو سره ، له اقتصادي پلوه په خپلو پښو ودريږي. هغه څه چې د ډېرې اندېښنې وړ دي، د افغان سرتېرو د تجهيز او سنبالښت له اړخه د امريکا تګلاره ده ، امريکا افغان ځواک ته په محدود ډول سپکې وسلې ورکوي خو ، د توپخانو، ټانګونو او نورو درندو وسلو له ورکولو يې ډډه کوي. دغه کار د اندېښنې او تشويش وړ دى، ځکه چې د تجهېز له اړخه، کمزوي افغان ځواکونه ، د پاکستان له ملاتړخ د برخمنو وسله والو طالبانو سره په جګړه کې درانده تلفات لري. د امريکايانو تګلاره اوس ښکاره شوې چې په لوى لاس ، پر افغانانو فشار راوړي چې د پاکستان له ملاتړه د برخمنو طالبانو او حقاني شبکې سره (پخلاينه) وکړئ. په داسې حال کې چې افغانان له پاکستان سره ښه ګاونډيتوب او ملګرتيا غواړي، لوى نظر دا دى چې د پاکستان په چال چلند کې به کوم بدلون رانشي.
خو بر عکس بيا، هند ستايل کيږي او ميلان ورته موجود دى، د يوې نظر پوښتنې له مخې ٧٤ فيصده افغانان هند دغلته تر ټولو د ستاينې اوقدر وړ هېواد بولي.

د نظر پوښتنې له مخې،٩١ فيصده افغانان د پاکستان په تړاوو زړه نه مننونکي او نامناسب نظر لري، او ٥٨ فيصده افغانانو طالبان دخپل هېواد لپاره ( ډېر لوی خطر) بللى دى. د هند اقتصادي مرستې او بې طرفه سياسي ونډې او رول دغه احساس لا غښتلى کړى دى،سره له دې چې افغان سرتېرو ته د پوځي توکو د ورکولو له اړخه د هند انکار يو دردونکى ټکى دى.

اوس د بيا کتنې وخت دى- اوس د دې وخت دى چې هند بايد د واقيعتونو له مخې ، د امريکا په تړاوو خپلې تګلارې په بشپړ ډول له سره کتنه وکړي، او د خپلو تګلارو په وړاندې د پاکستان د بي ځايه اندېښنې او عکس العملونو ته هم له سره کتنه وکړي. نوى ډيلى بايد له افغانستان سره پر اړيکو خپل ډار لېرې وغورځوي.

لومړى وزير من موهن سنګ بايد افغانستان ته د شوروي د يو لړ پخوانیو وسلو لکه، د هند د زړو ټي٦٢- ټي ٥٥ ټانګونو او ام اي جي ٢١-٢٣ جګړه اييزو توکو د ورکولو لپاره، په شخصي ډول د روسي د لومړي وزير ولاديمير پوتين موافقه ترلاسه کړي.

دا حيرانونکې ده چې هند ميانمار ته ځمکني ١٠٥ ام ام وسلې او توپخانې ورکوي خو، بيا له افغانستان سره د ورته کار د نه کولو لپاره، هر ممکن عذر او معذرت لټوي. د وسلو برابرول، بايد د روسيي، هند اوافغانستان پر درې اړخيزو امنيتي مسايلو د اساسي خبرو اترو له لارې ترسره شي. ايران ته د رسېدو اړتيا هم ليدل کيږي، بايد د چابهار د بندر د پراختيا، او يوې لارې په اړه چې، ايران له افغانستان سره نښلوي، د هند،ايران او افغانستان ترمنځ خبرو اترو ته وده ورکړل شي.

افغانستان ته هندي سیلانیان د خپلو ډيپلوماتانو پر پياوړي رول ډېر وياړي، هغوى دغلته ترکلکو امنيتي تدابېرو او موانعو لاندې ژوند کوي. اړتيا شته چې دغلته ميشتو سفيرانو ته ، لکه وي ويک کتجو،راکش سود، جيانت پراساد، ګاتم موخوپدهيا،امار سينا او د دوى نورو ډيپلوماتو همکارانو ته ځانګړې پېروزوينې وړاندې کړو، دغه راز پوځي مامورينو او د هند-تبت پوله ساتونکو پوليسو ته.

د دې ترڅنګ همدغه راز د کندهار، جلال اباد، هرات او مزار شريف په ننګونکېي چاپيريال کې زموږ د ډيپلوماتانو ترسره کړې دنده، د ډېرې ستاينې وړ ده. همدغه راز هندي انجينران، ډاکټران او د بيارغونې کار کوونکي د ستايلو دي چې، په افغانستان کې يې هند ته وياړ وربخښلى دى.

دوى خپل ارام ژونداو کورنۍ پريښي او د ترهګريزو ګواښونو په وړاندې په مېړانې سره دنده ترسره کوي. د دوى دغه قربانۍ ښايي نورو ته هم دا انګيزه ورکړي چې ، د پاکستان له ملاتړه د برخمن تروريزم له منګولو څخه ، زموز د ګاونډ د ازادولو په هڅو کې ور ګډ شي.

– ليکوال، پاکستان لپاره پخوانى عالي کمېشنر و-

هند بايد د امريکا او پاکستان په هکله له اندېښنې پرته، يوه خپلواکه تګلاره تعقيب کړي.سپتمبر ١١-٢٠١٣ز

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه