Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ډېرژر به هراتیانو ته د سلما بند ۳۰میګاواټه برېښنا ورسېږي

له ۱۰ ورځو څخه به په کم وخت کې کابو ۳۰میګاواټه برېښنا د سلما له بند څخه د هرات ولایت دخلکو پر برېښنا زیاته شي.

هرات کې د بریښنا شرکت رئیس وایي چې د هرات ولایت اوسېدونکو ته د دې بریښنا په ویشلو سره به، یاد ولایت کې کرهنه او صنعت هم د پام وړ وده وکړي او د هرات ولایت د ۴ ولسوالیو اوسیدونکي به له دوامدارې بریښنا څخه برخه‎من شي.

د هرات د بریښنا رئیس وايي چې لومړی به دغه بریښنا صنعتي ښارګوتي او د هرات ښار سره ونښلول شي او وروسته به د هرات ولایت د ختیځو ولسوالیو اوسیدونکو ته هم له دغه بنده بریښنا ورکړل شی.

د هرات برېښنا رئيس، وحید احمد کامراني وايي:«د دغه بند د برېښنا کارونه د هرات برېښنا کموالي لپاره ډېره مهمه ده او موږ هڅه کوو چې په دې برخه کې خپل چمتووالی ولرو.»

په همدې حال کې، د هرات یوشمېر اوسیدونکي وايي چې د دغه شیبې لپاره یې شیبې‎شمارلې او د سلمان بند جوړول د هند او افغانستان د رېښتینې دوستۍ نښه بولي.

دوی وايي چې د دغه بند پرانیستو سره به هرات کې کرنه او صنعت پرمختګ وکړي او ترڅنګ به یې زرګونو تنو ته د کار زمینه برابره شي.

د هرات ولایت اوسېدونکی، محمد داؤود انصاري وايي:«د سلما بند د هرات ولایت د اوسېدونکو هېله وه او د دغه بند له ګټې اخېستو خوشاله یوو.»

د هرات ولایت بل اوسېدونکی، داؤود رحماني وايي:«زه ډېر خوشاله لیم چې بلاخره دغه پروژه ګتې اخیستو ته ولاړندې شوه؛ ځکه چې د دغه بند څخه ګټه اخیستنه به د هرات ولایت د اوسېدونکو ډېرې ستونزې هوارې کړي.»

د هرات ولایت د بریښنا رئیس وايي چې د سلما بند د بریښنا مزی د چشت ولسوالۍ څخه د نورجهاد برېښنا سب‎ستیشن ته جوړ شوی او په دغه سب‎ستشین کې د سلما بند د بریښنا د تنظیم لپاره ځانګړی مرکز لګول شوی دی.

ټاکل شوې تر راتلونکو ۱۰ورځو په هرات کې د سلما بند چې دافغانستان او هند د دوستۍ په بند نومول شوی دی د افغانستان او هند د مشرانو لخوا پرانیستل شي. د دغه بند د پرانیستې په لومړۍ ورځ به ۲۸ میګاواټه تولید شوې بریښنا د هرات ښار ته ولیږدول شي.

له ۱۰ ورځو څخه به په کم وخت کې کابو ۳۰میګاواټه برېښنا د سلما له بند څخه د هرات ولایت دخلکو پر برېښ

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه