Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هرات سلما بند سبا د افغانستان او هند مشرانو له خوا پرانیستل کېږي

ولسمشر محمد اشرف غني د دغه بند پرانیستل د هېواد لپاره نوی فصل بولي او د دغه بند رغونې لپاره د هند هڅې ستایي.

وروسته له کلونو انتظار اوس دغه بند پرانیستل کېږي او ولسمشر غني هم د دغه بند پرانیستو په موخه هرات ته تلی.

ولسمشر غني وايي:«سبا ته د افغانستان او هندوستان د دوستۍ بند پرانیزو، د دغه بند پرانیستنه د افغانستان لپاره نوی فصل او نوې هیله رامنځته کوي او دا د افغانستان د خلکو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده.»

ټاکل شوې ده چې سبا شنبه د هند لومړی وزیر، نرندار مودي د سلما بند چې اوس‎مهال د افغانستان او هند د دوستۍ په نوم نومول شوی دی، هرات ته راشي او له ولسمشر غني سره یوځای دغه بند پرانیزي.

په همدې حال کې د هرات ولایت اوسېدونکي هم د دغه بند پرانیستنې په اړه خوښي څرګندوي او د یاد بند پرانیستلو لپاره شیبې شماري.

د هرات ولایت اوسېدونکې، لیلما حمیدي وايي:«ډېر د خوښۍ ځای دی چې وروسته له کلونو تمه اوس د سلما بند پرانستل کېږي او موږ له هغې برېښنا ګټه اخلو چې زموږ ده او زموږ په هېواد کې تولید کېږي، ډېر د خوښۍ ځای دی.»

د هرات ولایت اوسېدونکی، توریالی عزيزي وايي:«د سلما بند پرانیستنه هرات کې پر صنعت او کرنې باندې مستقیم اغېز لري، زموږ کورونه د دغه بند له برېښنا څخه روښانه کېږي او ځمکې مو هم اوبه کېږي، دا د خوشالۍ وړ ده.»

د سلما بند د پرانستنې مراسمو لپاره زرګونه امنیتي ځواکونه د تیارسي په حالت کې دي تر څو د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د هند لومړی وزیر نرندرا مودي "د افغانستان او هند د دوستۍ بند" له لوحې پرده پورته کړي.

په دغه سفر کې د اوبو او برېښنا وزیر، د کلیو پراختیا، د ټولګټو او د کرنې او مالدارۍ وزیران د ولسمشر ملتیا کوي.

ټاکل شوې ده چې د دغه بند تر پرانیستو وروسته به یاد وزیران خپل پراختیایي پروګرامونه هراتیانو ته وړاندې کړي.

د سلما بند پر رغونې د هند هېواد له‎خوا ۳۰۰میلیونه ډالره لګول شوي دي.

د راپور لیدو لپاره لاندې ځای کېکاږئ:

ولسمشر محمد اشرف غني د دغه بند پرانیستل د هېواد لپاره نوی فصل بولي او د دغه بند رغونې لپاره د هند

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه