Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سلما بند به ۷۵ زره کرنیزې ځمکې خړوبې کړي

د سلما بند جوړول د ۴۲میګاواټه برېښنا تولید ترڅنګ ۷۵ زره هکتاره ځمکه په هرات ولایت کې خړوبه کوي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې د سلما بند له اوبو څخه په ګتې اخیستو سره به د هرات ولایت کرنیز حالت وده وکړي.

د یو شمېر کارپوهانو په وینا، که حکومت په هېواد کې د اوبو بندونو لپاره پروګرام ولري نو په ډېرو برخو کې به هېواد کې اقتصادي وده چټکه شي.

د سلما د اوبو راګرځونکي بند په پرانیستل کېدو سره به په هرات ولایت کې د کرنیزو ځمکو د اوبو د کموالي ستونزه هواره شي.

په دغه بند کې ۶۴۰ میلیون متر مکعبه زیرمه شویو اوبو سره به ۴۲ میګا واټه بریښنا تولید شي چې له ۴۰ زرو زیاتې کورنۍ به له دغې بریښنا ګټه واخلي او همداراز ۷۵ هکتاره ځمکه به خړوبه شي.

د کرنې وزارت د اوبولګونې رئیس، انعام الله صافی وايي:«که د سلما پربند د اړتیا سره کار وشي او موږ ته د اړتیا وړ اوبه راکړل شي، ځکه چې موږ د اوبو کاروونکي یوو، د کرنې وزارت د اوبو او برېښنا وزارت څخه غوښتنه لري چې په هرات ولایت کې کروندګرو ته په کافي اندازه اوبه ورکړل شي.»

په همدې حال کې د کرنې د برخې یوشمېر کارپوهان په هېواد کې کرنیزو ځمکو ته د اوبو دکموالي ستونزې ته په پام سره وايي چې د سلما بند په پرانیستل کېدو سره به د هرات ولایت د کروندګرو د اوبو د کموالي ستونزه تر یوه بریده هواره شي.

د کرنې برخې کارپوه، سخی محمدي وايي:«د سلما بند څخه د برېښنا تولید یو کوچنۍ موخه ده او لا لویې موخې پاتې دي او له حکومت څخه تمه دا ده چې د دقیق پروګرام له مخې هڅه وکړي له سمه توګه د کرنې ودې په برخه کې د سلما له بند څخه ګټه پورته کړي هماغسې چې افغانستان کرنیز هېواد دی باید په دې برخه کې وده وکړي.»

د کرنې برخې کارپوه، لطف الله صافی وايي:«په یو شمېر سیمو کې اوبه شته؛ خو کرنیز ځمکې نشته په هغو سیمو کې چې کرنیزې ځمکې شته، اوبه نشته. دا د حکومت دنده ده چې د افغانستان اقتصادي ودې لپاره په څه ډول اوبه کاروي.»

دا په داسې حال کې ده چې د کرنې او اوبو لګولو وزارت په وینا اوسمهال له ۷،۵میلیونه هکتاره د کر وړ ځمکې څخه یوازې ۲،۵ میلیونه هکتاره ځمکه اوبه لري او پاتې ۵ میلیونه هکتاره ځمکه له کرنې پاتې ده.

د راپور لیدو لپاره لاندې ځای کېکاږئ:

د

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه