Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ځينې افغانې روبوټ جوړونکې مکسیکو ته ورسیدې

د افغانستان د نجونو روبوټ جوړونکې ډلې پینځه غړې پرون مکسیکو ته ورسیدې او دا له هغې وروسته چې طالبان پر کابل واکمن شول.

د مکسیکو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې مارتا دلګاډو د مکسیکو په هوایي ډګر کې د دغو افغان نجونو هرکلی وکړ او ویې ویل:"موږ په مکسیکو کې تاسې ته تود هرکلی وایوو."

طالبانو د تېرې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ کابل ونیو، چې ورسره زرګونه خلک له افغانستانه په وتلو دي.

په همدې حال کې د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، چې د روان اګېسټ میاشتې تر ۳۱ مې امریکایي وګړي او له خطر سره مخامخ افغانان له افغانستانه باسي.

د افغانستان د نجونو روبوټ جوړونکې لوبډله ۱۴ غړي لري، چې نړۍوالې جایزې یې ګټلې دي او په تېر مارچ کې یې د ساه اخېستو مصنوعي دستګاه هم جوړه کړه.

طالبانو چې په تېره واکمنۍ کې ښځو ته د تعلیم او کار اجازه نه ورکوله، دا ځل یې ژمنه کړې، چې د ښځو حقونه او تعلیم به لومړیتوب وي.

مکسیکو ژمنه کړې، چې دغو افغان نجونو سره مرسته کوي او د دغو نجونو غوښتنه یې په لومړي سر کې منلې ده.

د افغانستان د نجونو روبوټ جوړونکې ډله ۱۴ غړي لري چې ځینې نورې يې وړاندې د قطر پلازمېنې دوحې ته رسیدلي.

شریک یي کړئ