Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'هغو ولایتونو سره مرسته وکړئ چې د نجونو ښوونځي په کې پرانیستي وي'

د بشري حقونو د څاربنسټ وايي که چېرې نجونې په نوي لمریز کال کې له ښوونځيو پاتې شي، نړۍوال تمویلوونکي بنسټونه به په افغانستان کې د ښوونې په برخه کې خپل ملاتړ کم کړي.
 
په افغانستان کې د ښوونځيو د پرانیستلو په درشل کې د بشري حقونو د څاربنسټ په خپل تازه رپوټ کې د هېواد د پوهنې نړۍوالو تمویلوونکو ته وړاندیز کړی دی، چې یوازې د هغو ولایتونو د پوهنې د برخې بودیجه ورکړي، چې نجونې په کې په زده کړو بوختې وي.

د بشري حقونو د څاربنسټ مرستیاله هېډربار وايي:«افغانستان د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړولو نړۍوال پرېکړه لیک لاسلیک کړی، تمویلوونکو هم دا کار کړی دی. د دغه پرېکړه لیک له مخې، تمویلوونکو ته شونې نه ده، چې د هغو سیمو د پوهنې له برخې سره مرسته وکړي چې په کې د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالی کېږي. دا په دې معنا ده، که چېرې په ځينو ولایتونو کې د نجونو لپاره عمومي کړنلارې نه وي، نو تمویلوونکي به ونه شي کړای چې دغه ولایتونه تمویل کړي.»

خو په ټول هېواد کې زده کوونکې له اوو میاشتو راهیسې ښوونځیو ته له تګه پاتې شوې دي او په ډېرې بې صبرۍ سره د ښوونځیو پرانیستلو ته په تمه دي.
   
په پکتیا کې زده کوونکې شهلاوايي:«دلته هر څه سم دي، د نجونو او هلکانو ټولکي په بشپړه توګه سره جلا دي او نجونې په موټر یعنې په امله کې تګ راتګ کوي او زموږ ښوونکي هم ښځې دي.»
 
په پکتیا کې بله زده کوونکې هاجره هم څرګندوي:«له دغو رخصتیو ډېره ستومانه شوې یم، له پوهنې وزارته غواړو چې ښوونځي ژر تر ژره پرانیزي چې موږ ښوونځي ته ولاړ شوو.» 

د تېر حکومت پر مهال د پوهنې وزارت د ورکړل شویو شمېرو له مخې، د پوهنې نږدې ۷۵ سلنه بودیجه د دولت او ۴۹ سلنه یې د نړۍوالو بسپنه ورکوونکو له لوري برابرېده.

دې چارې اوس ډېری ښوونکي د خپلو معاشونو ورکړې ته اندېښمن کړي دي.

ښوونکې سهیلا رحماني په دې هکله وویل:«په لومړي ګام کې باید د معلمانو معاشونه ورکړل شي ځکه چې تر هغې چې زموږ معاش را نه کړل ي نه شو کولای له لوړې روحیې سره زده کوونکو ته تدریس وکړو او له مرستندویو هم غواړو چې د ښوونې په برخه کې له موږ سره مرسته وکړي.»

په دې لړ کې د پوهنې وزارت ډاډ ورکوي، چې د ټولو ښوونکو معاشونه په میاشتني ډول ورکوي او د دغه وزارت د چارواکو په وینا، نږدې لس مېلیونه ښځینه او نارینه زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شوې ده.
 
د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان څرګندوي:«د اعلامیې په مطابق، سره له سبا په ټول هېواد کې ټول ښوونځي له لومړي تر دولسم ټولګي پورې د زده کوونکو پر مخ بیا پرانیستل کېږي او په ضمن کې مدرسې او ټول دارالعومونه به هم پرانیستل شي.»

په هېواد کې له وروستیو بدلونونو وروسته د ښوونیز نظام پر نورو برخو سربېره د عمومي خدمتونو برخه هم زیانمنه شوې ده، داسې چې د سپټمبر له اتلسمې وروسته د ۳۴ ولایتونو له منځه له شپږو تر نهو ولایتونو کې د نجونو متوسطه ښوونځي په تدریج سره پرانیستل شول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه