Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پومپیو: اشرف غني ټاکنې غلا کړې او د سولې د هڅو مخالف و

د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر د شیکاګو پوهنتون د سیاست په انېسټېټیوټ کې وایي، چې د افغانستان مخکينی ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د سولې د هڅو مخالف و.

مایک پومپيو زیاتوي، چې ښاغلي غني نه غوښتل چې واشنګټن له طالبانو سره خبرې وکړي.
             
د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر مایک پومپیو زیاتوي:«ولسمشر غني د خبرو لپاره چمتو نه و، نه یې غوښتل چې ګډون په کې وکړي او دا ډېره د خواشینۍ وړ وه. ځکه چې بالاخره تاسو ولیدل چې څه وشول. د زلېنسکي پرخلاف چې پرېکړه یې وکړه، پاتې شي، ولسمشر غني الوتکې ته پوره شو او یوه ځای ته ولاړ چې سوله ییزو ژوند ولري، په داسې حال کې چې ګڼ افغانان کړېدل.»

مایک پومپیو وایي، چې ښاغلی غني په درغلۍ سره د ټاکنو ګټونکی شو، هغه همدارانګه زیاتوي چې کله هم له واکه د افغانستان د مخکیني ولسمشر د لېرې کېدو غوښتونکی نه و.

پومپیو وویل:«هغه به فکر کوي، چې دا کار ما کړی، خو ما نه دی کړی. زه له ولسمشر غني سره ډېر په تنګ شوی وم. دا دې لامل شو، چې موږ اقدام وکړو او ټول افغانان د مذاکراې مېز ته راولو او دا هغه اقدام و، چې ولسمشر اوباما هڅه کوله ترسره یې کړي او ان تر ټول خبرو مخکې شوی و، بالاخره موږ دغې موخې ته ورسېدو او ولسمشر غني یې مخالف و او نه یې غوښتل چې دغه کار وشي، د هغه په وینا یو خل بیا ټاکل شوی و، خو هغه ټاکنې غلا کړې، تر هغو لږ ډېرې رایې چې سیال یې غلا کړې وې.»

خو د ولسمشر غني ورور د خپل ورور محمد اشرف غني په تړاو د امریکا د بهرنیو چارو د پخواني وزیر خبرې ردوي.
           
د مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني ورور حشمت غني احمدزی وايي:«اوس غواړي چې دا ډول خپلې هغه تېروتنې پټې کړي او ورته مهال د افغانستان د سیاستوالو ترمنځ، لکه څرنګه چې یې تل کړي بیا یوه لفظي شخړې یا بله دښمني رامنځته کړي.» 

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل د امریکا په زیان ګڼي.
              
د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر مایک پومپیو څرګندوي:«کله چې ولسمشر بایډن ټاکنې وګټلې، هماغه کار وشو او پرېکړه یې وکړه او یوه نیټه یې مشخصه کړه او سرتېري یې وایستل او دا زموږ د پوځ او زموږ د امنیت لپاره یو بد پای و، تاسو باید وپوهېږئ چې زموږ ملګري نور پر موږ هغه ډول باور نه لري، لکه تر دې مخکې یې چې درلود، او زموږ سیالان له موږ ډېر نه وېرېږي او زه دا نه شم تاییدولای.»

مایک پومپیو له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۱ کاله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر و او په همدې دوره کې د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو ترمنځ د دوحې د سولې هوکړه لیک لاسلیک شو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه