Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر توپان د څار لومړنۍ سپوږمکۍ فضا ته ولاړه

ناسا د دوشنبې په ورځ (د غوايي په ۱۸مه) وتوانېد چې له بریا سره پر توپان د دوو څارونکو سپوږمکیو څخه یوه هغه فضا ته واستوي؛ هغه ماموریت چې له دې مخکې د هوا د نامساعدوالي له امله ځنډول شوی و.

د سپوږمکۍ توغندی، د ځايي وخت پر مهال یوه بجه له غرمې وروسته، د نیوزیلنډ له ماهیا سیمې څخه د فضا په لور وتوغول شو.

دغه سپوږمکۍ، د هغو سپوږمکیو په ټولګه کې ده چې د توپانونو بڼه او پرمختګ څاري او اندازه یې اخلي. 

توغندي له ځمکې تر پورته کېدو ۳۳ دقیقې وروسته، نوموړې سپوږمکۍ چې د بوټانو د کارټن په اندازه ده، له ځمکې ۵۵۰ کیلومټره لوړه په مدار کې ځای پر ځای کړه.

په پام کې ده چې د دغه ماموریت په دوام، بله سپوږمکۍ هم فضا ته واستول شي. خو د هغه نېټه تراوسه څرګنده نه ده.

د کاټرینا توپان او په پراخه کچه د هغه له خرابیو کابو لس کاله وروسته، ناسا پر توپان د څارنې لپاره د یوه نوي سیسټم د رامنځته کولو هڅې پيل کړې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه