Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نورالله نوري: له پاکستان سره رسمي سرحد او پوله نه‌لرو

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست چې ننګرهار ولایت ته په یوه سفر تللی، د تورخم له بندره د لیدنې پرمهال وایي، چې افغانستان له پاکستان سره صفري ټکی یا مشخصه پوله نه‌لري.

ښاغلي نوري په دغې لیدنه کې همدارنګه ویلي چې کابل او اسلام‌اباد فرضي کرښې لري او تراوسه هم د دغو دوو هېوادونو ترمنځ هېڅ مشخص سرحد شتون نه‌لري.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست وايي:«که په خاص ډول پاکستان چې موږ له دوی سره فرضي ډیورنډ کرښه لرو، موږ له دوی سره کوم رسمي سرحد نه‌لرو او موږ له دوی سره خپله صفري نقطه نه‌لرو دا زموږ او د دوی په مابین (په منځ کې) یوه فرضي کرښه ده.»

 نورالله نوري زیاتوي چې کله ناکله د بېلابېلو موضوعاتو پر سر د فرضې کرښې په اوږدو کې ترینګلتیاوې رامنځته کېږي؛ خو اسلامي امارت هڅه کوي چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ دغه ترینګلتیاوې پای ته ورسېږي.

خو د ترینګلتیاوو د حل لپاره مناسبه کړنلاره څه ده او څه ډول اقدامات باید ترسره شي؟

د نظامي چارو شنوونکی نثاراحمد شېزی وايي:«د دغو سترو ستونزو د حل لپاره اړینه ده چې افغانستان یو ځواکمن حکومت چې ملي او نړۍوال مسوولیت ولري او دغه ستونزه د ملګرو ملتونو سازمان په چوکاټ کې، د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د ټول‌پوښتنې په بڼه حل شي.» 

د سیاسي چارو شنوونکی شاکر حیات هم څرګندوي:«کله چې تاسې له تورخم څخه تېر شئ، په پرېکنده توګه پاسپورټ ته اړتیا لرئ یعنې سرحد پېژندل شوی، د سرحد نه‌پېژندلو لپاره ښايي چې سیاسي دلیلونه شتون ولري؛ خو حقوقي دلایل شتون نه‌لري.»

دا په داسې حال کې ده، چې ننګرهار ته د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرپرست له سفره مخکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټول بندرونه یوولس ورځې تړلې وو، چې په پایله یې کې سوداګرو او پانګوالو ته ډېر زیان واوښت.

شریک یي کړئ