Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امنیت شورا د افغانستان په تړاو غونډه جوړوي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په روانه زیږدیزه میاشت کې د افغانستان د وضعیت په تړاو غونډه جوړوي.

که څه هم د دغې غونډې د جوړېدو د کره نېټې په هکله څه نه‌دي ویل شوي؛ خو په راپور کې راغلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړې استازې په دغې غونډه کې د افغانستان په تړاو خپل درې میاشتنی راپور وړاندې کوي.
 
د امنیت شورا په اعلامیه کې راغلي:«امنیت شورا په جون میاشت کې د افغانستان په تړاو خپله درې میاشتنۍ غونډه کوي او تمه ده چې، په دې غونډه کې په افغانستان کې د یوناما رییسه او د لوی منشي ځانګړې استازې رزا اوتونبایوا او د مدنې ټولنې یو استازی معلومات وړاندې کړي.»

بل لور ته اسلامي امارت وایي چې د افغانستان لپاره د یوناما پلاوی باید خپل رپوټونه داسې جوړ کړي چې، د افغانستان د اوسنیو واقعیتونو منعکس کوونکي وي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي چې، په دغه غونډه کې باید د افغانستان د اقتصادي مسایلو په برخه کې پرمختګونو باندې بحث وشي.

د اسلامي امارت ویاند زیاتوي:«یوناما دې له افغانستانه ښه استازیتوب وکړي او د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ، منځګړیتوب وي. هغه واقعیتونه او وړاندیزونه چې په افغانستان کې دي، په سمه توګه دې منعکس کړي.»

خو د افغانستان په تړاو د غونډو پایلې څه دي؟

د سیاسي چارو شنونکی شمس الرحمن احمدزی وايي:«دغه غونډې کولای شي چې له نړۍ سره زموږ په سیاسي اړیکو کې مثبت اغېز ولري او له دغې غونډې هرکلی کوو؛ خو مهمه خبره دا ده چې په هغه کې د اسلامي امارت مشرتابه ګډون ولري.»

دا په داسې حال کې ده چې، ټاکل شوې د افغانستان د مهمو مسایلو په تړاو خبرو اترو په موخه د دوحې درېیمه غونډه د جون په ۳۱ او د جولای په لومړۍ نېټه د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون او د ملګروملتونو په کوربتوب سره په دوحه کې جوړه شي.
 
اسلامي امارت وایي چې د افغانستان لپاره د یوناما پلاوی باید خپل رپوټونه داسې جوړ کړي چې، د افغانستان د اوسنیو واقعیتونو منعکس کوونکي وي.

شریک یي کړئ