الغ بیګ چې د جوزجان مرکز شبرغان ښار اوسېدونکی او د یوولسم ټولګي زده کوونکی دی، له لومړنیو وسایلو په ګټنې یې یو کرنیز ماشین جوړ کړی چې د ځیرک موبایل په وسیله مهارېږي.
دغه ماشین د اوبو او هوا ارزونې، د حاصلخیزې ځمکې پېژندنې او کرنیزې ځمکې باندې د سرې شیندلو وړتیا لري.
هغه وايي، ددغه کرنیز ماشین جوړولو باندې لس زره افغانۍ لګول شوې دي او که ترې ملاتړ وشي، زیاتې طرحې په ذهن کې دي، چې عملي به یې کړي.
الغ بیک د طلوع نیوز خبریال ته و ویل: «موږ دا پروژه په ۱۰ زرو افغانیو جوړه کړې ده. که ملاتړ راڅخه وشي کولای شو د سلګونو زرو ځمکو لپاره یې جوړ کړو.»
زده کوونکی، حسیبالله وايي: «علمي نندارتون داسې فرصت دی، چې هرڅوک پکې خپل استعداد نندارې ته اېښودلای شئ.»
یو بل زده کوونکی، احمد سیر ویلي: «موږ د زده کوونکو د استعدادونو لوړولو په موخه د دا ډول پروسو د زیاتېدو غوښتونکي یو.»
د افغان ترک هلکانو ښوونځي مسوولین وايي، دغه علمي فیسټوال د خلاقو او نوښتګرو زده کوونکو هڅونې په موخه په دغه ښوونځي کې جوړ شوی دی.
د هغه په خبره په دغه فیسټوال کې ۱۵۰ زده کوونکو خپل عملي پروژې نندارې ته وړاندې کړې.
شبرغان کې د افغان ترک هلکانو ښوونځيو امر، امره گوربوز بیا وايي: « له ۶۰ زیاتې علمي پروژې زموږ د ښوونځي نږدې ۱۵۰ زده کوونکو له لوري په ننني فیسټوال کې نندارې ته وړاندې شوې او دغه راز علمي فیسټوالونه هر کال د ترکیې پوهنې بنسټ له لوري په افغانستان کې د افغان - ترک ښوونځیو ترمنځ له ټول افغانستان څخه په کابل کې جوړېږي، او پروژې یې نندارې ته وړاندې کېږي. ددې پسې په ترکیه کې فیسټوالونه جوړي او زموږ زده کوونکي له خپل خلاقیت سره ورته لار مومي او هلته یې هم علمي پروژې نندارې ته اېښودل کېږي»
ورته مهال د جوزجان سیمهییز مسوولین وايي، له نوښتګرو ځوانانو ملاتړ کوي او پرمختګ ته به یې ښې زمینې برابرې کړي.
د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور رییس، سیف الدین معتصم وايي: «موږ په ډېره لوړه کچه له دغو ځوانانو ملاتړ کوو. موږ د هغوی اوریدلي او هغوی ته مو ویلي، هر ډول وسایلو ته چې اړتیا وي موږ یې برابرو.»
په ورستیو میاشتو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د ځوانانو نوښتونو نندارتونونه جوړ شوي چې د سرپرست حکومت مسوولینو د دوی ملاتړ او ورته د اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړی دی.
په دې اړه مو اندونه