Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طبیعي کنګل‌غرونه او اقلیمي بدلون؛ په ۲۴ کلونو کې ۷ تریلیون ټنه یخ ویلې شوی

اقلیمي بدلون یخچالونه یا هماغه طبیعي کنګل غرونه تر بل هر وخت چټک ویلې کوي؛ له ۲۰۰۰ کال راهیسې ۷ تریلیون ټنه یخ له منځه تللی دی.

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ویلي، یوې پراخې نوې څېړنې ښودلې چې د نړۍ غرنيز یخچالونه یا کنګل‌غرونه د ۲۰۰۰مې لسیزې له پیل راهیسې تر دوه برابرو زیات چټک ویلې کېږي.

د څېړنې لهمخې، چې دا اوونۍ د نیچر (Nature) مجلې کې خپره شوې، د نړۍ یخچالونو د ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۱۱ پورې هر کال شاوخوا ۲۵۵ میلیارد ټنه (۲۳۱ میلیارد متریک ټنه) یخ له لاسه ورکړی، خو دا چټکتیا په راتلونکې لسیزه کې نوره هم زیاته شوې او کلنی ویلې کېدونکی یخ ۳۴۶ میلیارد ټنو (۳۱۴ میلیارد متریک ټنه) ته رسېدلی.

راپور کاږلي، په وروستیو څو کلونو کې دا چټکتیا لا زیاته شوې او په ۲۰۲۳ کال کې چې د څېړنې وروستی کال و، د ویلې کېدو یو نوی ریکارډ ثبت شوی دی چې ۶۰۴ میلیارد ټنه (۵۴۸ میلیارد متریک ټنه) یخ له منځه تللی دی.

دا څېړنه د یوې نړۍوالې همکارۍ پایله ده، چې د یخچالونو د وزن د بدلون ۲۳۳ بیلابیل اټکلونه پکې شامل دي. په ټوله کې، د نړۍ کنګل‌غرونو له ۲۰۰۰ کال راهیسې ۷ تریلیون ټنه (۶.۵ تریلیون متریک ټنه) یخ له لاسه ورکړی دی.

ویلیم کولګان، چې د ډنمارک او ګرینلینډ د جیولوژیکي سروې یو یخچال‌پوه او د دې څېړنې له ۶۰ لیکوالانو یو دی، وايي::
"هغه څه چې خلک باید پرې پوه شي او ښايي ورته اندېښمن هم شي، دا دي چې هو، کنګل‌غرونه، لکه څنګه چې مو وړاندوینه کړې وه، ښکته روان دي او ورکېږي. د یخچالونو د ویلې کېدو کچه لا چټکه شوې ده."

د څېړنې پر بنسټ، په الاسکا کې یخچالونه تر ټولو چټک ویلې کېږي چې هر کال شاوخوا ۶۷ میلیارد ټنه (۶۱ میلیارد متریک ټنه) یخ له لاسه ورکوي او دا د ټولو سیمو ترمنځ تر ټولو د لوی خالص یخ زیان ګڼل شوی.

د اسوشیټېډ پرېس اژانس د راپور پر بنسټ چې له څېړنې یې اخیستی، په تېرو ۲۴ کلونو کې، د منځنۍ اروپا کنګل‌غرونو د ټولو سیمو پرتله تر ټولو زیات یخ له لاسه ورکړی، چې اوس د ۲۰۰۰ کال پرتله ۳۹ سلنې کوچني شوي دي.

کولګان زیاتوي چې د الپ د غرونو کنګلونه د زیاتېدونکو دوبي تودوخې له امله تر ټولو زیات د له منځه تللو له ګواښ سره مخ دي.

کولګان وايي: «په ۲۰۲۳ کال کې له ۶۰۰ میلیارد ټنو د زیاتو کنګل‌غرونو له منځه تلل اوس حیرانوونکې ښکاري، خو ښايي دا شل کاله وروسته یو عادي حالت وګڼل شي.»

په تېرو ۲۴ کلونو کې، د منځنۍ اروپا کنګل‌غرونو د ټولو سیمو پرتله تر ټولو زیات یخ له لاسه ورکړی، چې اوس د ۲۰۰۰ کال پرتله ۳۹ سلنې کوچني شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه