اسلامي امارت له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستانه غوښتي، چې له دغه هېواده د افغان کډوالو په جبري توګه ایستل ژر تر ژره ودروي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون غونډه، چې د ریاستالوزرا د اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ جوړه شوې وه، پهکې د دواړو خواوو ترمنځ د ګډې او همغږې کړنلاې پر بنسټ د کډوالو پر راستنېدو ټینګار وشو.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وویل:«له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستانه زموږ غوښتنه دا ده، چې هغوی باید پر دغې پرېکړې بیا کتنه وکړي. یو اړخیزه پرېکړه نه د هغوی په ګټه ده او نه هم زموږ.»
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر د کډوالو پر وړاندې د پاکستان د حکومت پر تګلارې په نیوکې سره ټينګار کوي چې هغوی باید په جبري توګه له پاکستانه ونه اېستل شي.
علي امین ګنډاپور په یوه خبري ناسته کې زیاتوي چې د کډوالو په مسأله کې د پاکستان حکومت ناسمې تګلارې د اسلاماباد او کابل اړیکې ترینګلې کړې دي.
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور ویلي:«همدا ناسمې تګلارې دي چې کرکه خپروي او موږ یې دې حالت ته رسولی یو. زه په هېڅ وجه له دې تګلارې سره موافق نه یم. تر هغې چې د کډوالو لپاره هلته مناسب شرایط برابر نه شي او تر څو چې هغوی پخپله ونه غواړي، باید په جبري توګه و نه اېستل نه شي.»
ایکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې هم راپور ورکړی چې پاکستان د سرپرست حکومت هغه غوښتنه رد کړې چې په دغه هیواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده وغځوي او پر ټاکل شوي وخت یې د ناقانونه کډوالو او اې سي سي کارټ لرونکو پر اېستلو ټينګار کړی دی.
د اېکسپرېس ټریبیون د راپور کې راغلي:«رسمي سرچینو د یکشنبې په ورځ اېکسپریس ټریبیون ته وویل چې د پاکستان پریکړه وروستۍ ده او هیڅ ډول نرمښت به پکې را نه شي. سرچینو زیاته کړه، په څلورو ایالتونو کې اړوندو چارواکو ته لارښوونه شوې چې د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره مناسبې تابیاوې ونیسي.»
پاکستان کې افغان کډوال عبدالله شادمان وویل:«هغوی دلته له څلوېښتو تر پنځوسو کلونو پورې ژوند کړی دی. د دوی نسلونه دلته زېږېدلي او لوی شوي دي. د دوی اولادونه دلته په زدهکړو بوخت دي. نو ځکه، دا ډېره سخته ده چې هر څه پرېږدي او ولاړ شي.»
له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو د مخنیوي هڅې په داسې حال کې کېږي چې دغه هېواد د مارچ ۳۱مه د ناقانونه وګړو او د افغان تابعیت کارت لرونکو ته په خپله خوښه له پاکستانه د وتلو وروستۍ نېټه ټاکلې ده.
په دې اړه مو اندونه