Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اقلیمي بدلون د کبانو د کوچني کېدو لامل کېږي

د ژوند چاپېریال بدلون مجلې د نوې څېړنې له مخې په راتلونکو لسیزو کې د اقلیمي بدلون او سمندرونو د تودخې له کبله به د کبانو وده ۳۰ سلنه راښکته شي.

د چاپېریال ساتنې شبکې خبر ورکړی چې د دې ودې راښکته کېدو لامل به په اوبو کې د اکسیجن کموالی وي.

رپوټ وايي چې کبان د سړو وینو درلودونکي ژوي دي او له همدې کبله نه‎شي کولی د خپل بدن د تودخې درجه تنظیم کړي او کله چې اقیانوسونه تودېږي، د کبانو میتابولیزم په چټکی سره لوړېږي او ډېر اکسیجن ته اړتیا پیدا کوي.

ویل شوي دي چې د کبانو د ساه اخیستو سیستم نه‎شي کولی چې د بدن نورو غړو په توګه وده و کړي.

دوی د پورته لاملونو په پام کې نیولو سره دې پایلې ته رسېدلي دي چې ښایې کبان د خپلې اصلي کچې په اندازه لوی نه‎شي.

د دې څېړنې له مخې ښایې هر کب ته د هر سانتي ګراډ په اندازه د اقیانوس حرارت لوړوالی اغېزه وکړي چې دا اغېزه به تن کب لپاره ۳۰ سلنه وي.

په ټول کې، په اندازه کې کموالی کولای شي چې د هوا د ګرمۍ په هرې درجه کې ۴،۳ مېلیونه ټنه کموالي لامل شي.

د بریټانیا کلمبیا پوهنتون کې څېړونکی، دانیال پاللي وايي چې د هوا ګرمښت له امله ماهي ډېر اکسیجن ته اړتیا لري، خو کم اکسیجن به ترلاسه کوي.

شریک یي کړئ