Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

انترنېټي بازار موندنه او د «زود زود» په نامه د سافټ ویر جوړېدل

یو کوچنی سوداګریز شرکت له یوه سافټ ویره په کار اخیستنې سره په کابل کې سوپر مارکیټونو او رسټورانټونو ته بازار موندنه کوي.

د دغه شرکت مسوولین وایي د زود زود په نامه له سافټ ویره په ګټنې د رسټورانټونو او سوپرماریکټونو توکي، د پېرېدونکو کورونو او دفترونو ته رسوي.

درې هغه ځوانان چې د مالوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې یې لوړې زده کړې کړي دي؛ اوس د ځیرک ټېلفونونو د یوه پروګرام د جوړوړلو په نوښت سره په پلازمېنه کې  څه باندې دېرشو رسټورانټونو او سوپر مارکیټونوته  بازار موندنه کوي.

 اسرار کریم زی وايي چې د زود زود سافټ ویر یې په خپله جوړ کړی او په هر ځیرک ټېلفون کې نصبېدلای شي.

 نوموړی وايي چې د دغه سافټ ویر کارونکي خپل د اړتیا وړ توکي د ویپاڼو پر مخ لټولای او د کور مخې ته پېرلای شي.

کریم زي زیاته کړه:« کولای شئ د زود زود سافټ ویر ډونلوډ کړو او له هغې څخه په ګټنې کولای شو د نیم ساعت په اوږدو کې فرمایشي توکي پېردونکي ته ورسوو.»

 په ځیرک ټېلفونونو کې د دغه سافټ ویر په نصبولو سره پېردونکی  کولای شي خپلې د خوښ وړ توکي یا خواړه وټاکي  او تر هغه وروسته د زود ؛ زود شرکت کارکوونکي د دغو توکو پر بیې د  هر کیلومټر پر سر د لیږد د ۲۰ افغانۍ لګښت په زیاتولو سره د پېردونکي وړاندیز  پلورونکي ته رسوي او تر بسته بندۍ وروسته د زود زود شرکت موټر چلوونکی دغه توکي د هغه د کور مخې ته رسوي.

 د دغه شرکت مسوولین وايي چې که یې ملاتړ وشي  په دوو راتلونکو کلونو کې به تر کورونو پورې د توکو د لېږد په برخه کې تر درې سوو کسانو پورې پر کار وګماري.

د زود زود شرکت عملیاتي مسوول عصمت ایوب په دې اړه څرګنده کړه:«له دوه کلونو راهیسې کار مو کړی او له اږده کار وروسته بریالي شوي یوو چې دغه سافټ ویر جوړ کړو. زموږ موخه دا ده چې د خلکو کار اسانه شي او خدمت وکړو.»

که څه هم د  زود زود د نوي پوست توکي کارل په هېواد کې د پېر او پلور یوه نوې لاره ده خو د زود زود د شرکت چارواکي وایي چې په لږ موده کې توانېدلي دي چې د خپلو خدمتونو د پېرلو لپاره سلګونه تنه جذب کړي.

شریک یي کړئ