Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د الوت پر مهال د ناروغانو د وضعیت د څېړنې لپاره د دستګاه جوړېدل

پوهانو یوه نوې اله جوړه کړې ده چې ښايي، د الوتکو د الوت پر مهال د روغتیايي څېړنو او غبرګونونو په برخه کې د هوايي چلند په شرکتونو کې ستر بدلون رامنځته کړي.

دغه اله چې «اېبر» نومېږي کولای شي د ناروغانو روغتیايي حالت وڅېړي او هغه په ځمکه کې له ډاکټرانو سره شریک کړي.

تمه کېږي چې دغه اله وکړای شي په نړۍ کې د الوتکو د بیړنیو ناستو مخه ونیسي او شرکتونه وکړای شي د کال په مېلیونونو ډالرو سپما کړي.

دا کار کولای شي چې له هغو بیړنیو ناستو چې ډېر لګښت لري او کله ناکله خطرناکې هم وي مخنیوی وکړي.

د میمه ټکنالوژۍ شرکت اجرايي رییسه انه رابرټس وايي:«زموږ ټکنالوژي له هغو خلکو سره د مرستې لپاره طراحي شوې چې په لیرو پرتو سیمو کې ژوند کوي او تخصصي روغتیايي چارو ته لاسرسی نه لري. له نهو کیلومټرو په لوړه ارتفاع کې، یو له دغو برخو دي. زموږ کار د ټکنالوژۍ طراحي ده چې د بیړنیو روغتیايي پېښو پرمهال له خدمې سره مرسته وکړي.»

دغه نوې جوړه شوې اله په واقعي وخت کې کار کوي. عینې د ناروغ او ناخوښ مسافرو معلومات هغو ډاکټرانو ته چې پر ځمکه روغتیايي مرکزونو کې کار کوي رسوي او وروسته د هغوی مشورې ترلاسه کوي. 

د میمه ټکنالوژۍ شرکت اجرايي رییسه زیاتوي:«دا په الوتکه کې د روغتیايي څېړنې یوه بېلګه ده. ریان ماته وویل چې په خپله سینه کې د درد احساس کوي. زه له دغې الې سره د هغه وضعیت څېړم او پیدا کوم چې هغه ویښ دی، ساه یې سمه کار کوي؛ خو رنګ یې الوتی دی.»

هغه ډاکټران چې دغه معلومات ترلاسه کوي، وروسته خپلې مشورې د الوتکې خدمې ته استوي.

دا کار کولای شي چې د الوتکو د بیړنیو او اجباري ناستو چې کېدای شي له ۲۰ زره تر ۵۰۰ زره ډالرو زیان له ځان سره ولري، مخه ونیسي.

اغلې رابرټس وویل:«د یوې روغتیايي پېښې پر مهال اړ نه یاست چې ناروغ پرېږدئ. اېبر د الوتکې خدمې ته اجازه ورکوي چې په واقعي وخت کې په ځمکه کې له ډاکټر سره په اړیکه کې وي. دا اله په ډیجیټلي توګه کار کوي چې ستاسو په تلېفون کې اواز او غیر اړینه لړزه نه وي.»

د برېټانیا د ملکي هوايي چلند رییس ارچي لېګټ په دې اړه وویل:«داسې ښکاري چې ډاکټران، د ناروغانو وضعیت د هغو معلوماتو پر بنسټ چې خدمه یې استوي وبه یې څېړي. کله چې پرېکړه وشي، تر هغې چې د ناروغ په وضعیت کې بدلون رانه شي، پرېکړه بدلون نه کوي. ځينې وختونه ښايي ناوخته وي؛ خو هغه مسافران چې ښه نه دي له نږدې څاري.»

د کال څلور مېلیارد انسانان په الوتکو کې سفر کوي چې تمه ده تر راتلوونکو شلو کلونو له دوه چندو زیات شي.

له همدې امله په الوتکو کې د دغې الې ځای پر ځای کېدو ته ډېره اړتیا لیدل کېږي. اوس پوهان له دغې الې څخه د استفادې لپاره د هغو پر مسافرو څېړنه هم فکر کوي چې د کرونا علایم لري. 

شریک یي کړئ