Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سامسونګ د خپل نوي تولید شوي ټلفون مخکتنه وکړه

د سامسونګ شرکت د ځېرک ټلفونونو له نوي محصول د "ګلکسی زید فلیپ" په نامه، مخکتنه و کړه.

ټاکل شوې وه چې سامسونګ خپل دغه محصول مخکې له دې ښکاره کړي، خو د دغه شرکت د مسوولانو په وینا، د تخنیکي ستونزو له کبله دا کار ناشونی وو.

د سامسونګ نوي ټلفونونه په لومړي سر کې د یوه ساده موبایل په توګه کاري، خو سکرین یې د کتاب په څېر د پرانیستل کېدو او تړل کېدو وړتیا لري.

د سامسونګ مسوولانو هیله څرګنده کړې چې سږ کال به د دغو ټلفونونو پنځه میلیونه وپلوري او د اپل د نوي ایفونونو سره به سیالي وکړي.

د دغو ټلفونونو بیه کابو ۱۳۸۰ امریکايي ډالره ده چې نېږدې ۱۰۶ زره افغانۍ کېږي.

سامسونګ په نړۍ کې د ګرځنده ټلفونونو تر ټولو لوی شرکت بلل کېږي.

د سامسونګ له نوي ټلفونونو چې د کتاب په څېر د پرانیستو او تړلو وړتیا لري، د امریکا په سان‎فرانسېسکو ښار کې مخکتنه وکړه

شریک یي کړئ