Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عربي متحده اماراتو لومړۍ فضايي بېړۍ فضا تا واستوله

عربي متحده اماراتو لومړۍ فضايي بېړۍ فضا چې"اَمَل" هیله نومیږي مریخ ته واستوله او ټاکل شوې ده د  مریخ په تړاو مالومات راټول کړي.

یاده بېړۍ به اوو میاشتو کې چې د فبروري میاشت او د اماراتو تاسیس کلیزه به وي، مریخ ته ورسیږي. بېړۍ جاپانه فضا ته وویشتل شوه.

د بېړۍ استول دوه ځله د هوا خرابۍ له کبله ځنډول شوي وو.

د عربي متحده اماراتو د فضايي بنسټ رییس، احمد بالهول ویلي دي:«فکر کوم ډېر د خوښۍ احساس لرم، خپله خوښي نشم  اداره کولی. شپږ کاله کېدل چې په تمه وو. اوس لومړۍ پړاو پای ته ورسید او په تمه یو چې دوهم هم چې د زیګنال اخیستل دي پیل شي.»

اماراتي بېړۍ به د مریخ اتموسفیر او د ژوند امکانات مطالعه کړي.

اماراتو په ۲۰۱۷ کال کې یوه داسې طرحه وړاندې کړه چې له مخې یې تر ۲۱۱۷ کاله پورې مریخ کې د ژوند کولو امکانات برابروي.

 دا په داسې حال کې ده چې راتلونکو ورځو کې امریکا او چین هم دوې بېړۍ مریخ ته ولیږي.

جاپان هم ۲۰۲۴ کال کې سپوږمۍ ته د یوې بېړۍ د استولو پلان لري.

دغه فضايي بېړۍ "اَمَل" هیله نومیږي له جاپانه فضا ته واستول شوه او اوو میاشتو کې به مریخ ته ورسیږي

شریک یي کړئ