Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ناسا په ۲۰۲۰ز کال کې د ګرځندویانو لپاره یوه فضايي هډه جوړوي

د امریکا د فضايي سازمان یا ناسا چارواکي وايي چې تر ۲۰۲۰ ز کال کې د ګرځندویانو لپاره په یوه فضايي هډه جوړي او دا کار به ګرځندویانو ته دا فرصت ورکړي چې فضايي سفر تجربه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې، په ناسا کې د فضايي سفرونو لپاره سوداګریز فعالیتونه ممنوع وو.

د ناسا سازمان مالي مسوول جیف ډېوډ په دې اړه وویل:«نن یوه ډېره ښه ورځ ده، ناسا غواړي چې د سوداګریزو فرصتونو او بازار موندنې لپاره یوه فضايي هډه جوړه کړي. موږ په تېر کې هېڅکله دا کار نه دی کړی.»

هغه زیاته کړه چې له دې کار سره به په امریکا کې سودګریزه اوضاع هم وده وکړي.

هغه څرګنده کړه:«دا زموږ یوه موخه ده چې یو ځواکمن فضايي اقتصاد رامنځته کړو، او دا کار د ټولو امریکایانو لپاره ښه دی. د دغه کار له ترسره کولو سره، د فعالیتونو لپاره ډېر فرصتونه رامنځته کېږي او دا کار شرکتونو ته فرصت ورکوي چې وده وکړي.»

د ناسا په وینا، هغه ګرځندویان چې غواړي فضا ته سفر وکړي، کولای شي ۳۰ ورځې هلته پاتې شي.

په دې ترتیب سره، هر کال دوه شخصي ستورمزلي به وکړای شي فضايي هډې ته سفر وکړي.

د ناسا سازمان مالي مسوول وايي چې له دې کار سره به په امریکا کې سودګریزه اوضاع هم وده وکړي.

شریک یي کړئ