Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چین د سپوږمۍ د پټې خوا د کشف لپاره فضا ته سپوږمکۍ استولې

چین د دوشنبې په ورځ د سپوږمۍ د پټې خوا د کشف او مطالعې لپاره، د «چویه چیایو» سپوږمکۍ یې د «لانګ مارچ ډي ۴» توغندي په مټ په بریالیتوب سره فضا ته استولې ده.

د چین د رسنیو د رپوټونو پر بنسټ، دغه سپوږمکۍ د مخابراتي اړیکې لپاره د «چانګ اې۴» له سپوږمکۍ سره چې ټاکل شوې په یوه مناسب وخت کې سپوږمۍ ته واستول شي او د نرم ناستي له طریقې سره به د سپوږمۍ د کرې په پټه خوا کې کېني، فضا ته واستول شي.

دا لومړنۍ نړیواله سپوږمکۍ ده چې یوه سټراټیژیک ټکي کې واقع شوې ده.

سټراټېژیک ټکي په فضا کې هغه ټکي دي چې په هغه کې سپوږمکۍ او د ځمکې او سپوږمۍ په پرتله نور کوچني فضايي اجرام (ستوري) دواړه په ثابت وضعیت کې پاتې کېږي.

د چین د سپوږمزلۍ پروژې سرمهندس وو وي ژن په دې اړه وویل:«دې ته په کتو سره چې د سپوږمۍ پټه خوا د ځمکې په لور نه ده، پر هغه د چانګ اې ۴ سپوږمکۍ له کوزېدو وروسته، له ځمکې سره اړیکه او د هغې استول به شوني نه وي. له دې امله اړتیا ده، ترڅو د چیویه چیایو په څېر سپوږمکۍ د سپوږمکیو او په ځمکه کې د کنټرول له مرکز سره د اړیکې لپاره، وتوغول شي.»

چین د سپوږمکۍ د استولو په برخه کې د نړۍ یو له پرمختللو هېوادونو څخه دی، چې تراوسه یې د سپوږمکیو د موقعیت د پيدا کولو بیدو ډوله، ۳۱ سپوږمکۍ فضا ته استولي دي.

په چین کې ساینس پوهان وايي چې دا لومړنۍ نړیواله سپوږمکۍ ده چې په یوه سټراټیژیک ټکي کې واقع شوې ده.

شریک یي کړئ