Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې روباتیکي ډلې د جوړو شویو روباټونو نندارتون

په کابل کې د افغانستان د رباټیک کور د زده کوونکو له لوري د (نوښت په یوه نظر کې) ترنامه لاندې نندارتون جوړ شو.

په دې نندارتون کې داسې روباټیک دستګاوې هم لیدل کیږي چې د پیښې پر مهال د ټپیانو د پيژندلو او په هوايي ډګرونو کې د توکو د ځای پر ځای کولو توان لري.

د مسوولانو په وینا ډیر ژر به د روباټیک برخې ۳۳ زده کوونکي په نړیوالو سیالیو کې د ګډون لپاره مالیزیا ته ولاړ شي.

 ځيرک یا سمارټ مرستندوی د جوړو شویو روباټونو له ډلې یو دی چې د سړک پر غاړه د ټپي کس د پيژندلو لپاره جوړه شوې ده.

دغه ځیرکه وسیله د یوه مرسته رسوونکو موټر په رول کې اړمنو کسانو ته مرسته راټولوي.

د افغانستان د روباټیک کور مدیر، مجتبی رضایي وايي: :«دا نندارتون هر کال په اتمه میاشت یعنې لړم میاشت کې ترسره کېږي، د سږ کال په نندراتو کې مو ښې لاسته راوړنې درلودې.‎»

په جوړو شویو توکو کې داسې روباټونه هم شته چې ورسره فوټبال ته ورته لوبه ترسره کیدلی شي، د خاورو د لیږد روباټ  او د افغانستان د روباټیک کور د کار نورې بیلګې په اتو غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي دي.

د افرینش خصوصي موسسې مرستیاله، آمنه رحیمي وايي: «هرکال زموږ زده کوونکي په روباټیکو سیالیو کې ګډون کوي، دوی تر اوسه کې لاسته راوړنې درلودې او ښه مقامونه یې خپل کړي دي.‎»

همداراز زده کوونکي په هغو ښوونیزو لوبو سره چې د ذهن  وړتیا یې آزمويي نړیوالو سالیو ته چمتوالی نیسي.

دغه زده کوونکي له اتو دقیقو په کم وخت کې د ریاضي شاوخوا دوه سوه پوښتنو ته په ذهني توګه د حساب د ماشین او نورو وسایلو له کارولو پرته ځواب ورکولای شي.

د روباټیک کور زده کوونکی، زاهد الله عطایي څرګندوي: «دې ذهنې لوبو ښې اغېزې درلودې. له دې لوبو سره موږ کولی شو د ریاضي پوښتنې له حساب ماشین نه هم ژر حل کړو او یوه ذهني محاسبه ده چې د ذهن وړتیا لوړوي.‎»

بله غړې، فرزانه حیدري زیاتوي:«دا کتابونه له موږ سره مرسته کوي چې له نورو بنسټونو څخه په لږ وخت کې د انګلیسي ژبه زده کړو، دا ژبه په دې بنسټ کې ژر زده کوو.‎»

د افغانستان روباټيک کور له یو زرو درې سوو شپږ اتیایم کال راهیسې  لومړی د هرات په ښوونیو او وروسته د کابل په یو شمیر ښوونځيو کې  د روباټ جوړولو په برخه کې خپل فعالیت پېل کړ .

دغه بنسټ  زده کوونکو ته د ښوونځي د درسونو تر څنګ د روباټ جوړوولو مفکورې او طرحې هم ورزده کوي.

د مسوولانو په وینا ډیر ژر به د روباټیک برخې ۳۳ زده کوونکي په نړیوالو سیالیو کې د ګډون لپاره مالیزیا ته ولاړ شي

شریک یي کړئ