د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټینیو ګوترش په هغې غونډه کې چې د اسیانیا په مادرید ښار کې د اقلیمي بدلون په اړه ونیول شوې وه، وویل چې «د طبیعت پر ضد جګړه باید ودرول شي.»
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د اقلیمي بدلون په اړه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د اعتراضونو څپې روانې دي.
انټینیو ګوترش په نړۍ کې د اقلیمي بدلونونو په اړه ګواښ کوي او وايي که چېرې د نړۍ هېوادونه سره یوځای د اقلیمي بدلون د مخنيوي لپاره مبارزه ونه کړي، دغه ننګونه به په لنډه موده کې حل شي.
هغه زیاته کړه:«اقلیمي بدلون یوه اوږد مهاله ننګونه نه ده. موږ اوس له نړیوالو سره یوځای د اقلیمي بدلون له کړکیچ سره د مبارزې لپاره ولاړ یوو.»
هغه له دغې ښکارندې سره د مبارزې لپاره د نړۍ هېوادونو هڅې بسندویه نه ګڼي.
ښاغلي ګوترش زیاته کړه:«موخې ته د رسېدو لپاره تراوسه زموږ هڅې بسندویه نه وې. پر هغو ژمنو چې پاریس کې پرې هوکړه وشوه، لا یې د تودوخې درجه زیاته کړې ده.»
ټاکل شوې ده چې نن (دوشنبې) د نړۍ بېلابېلو هېوادونو مشران، د اسپانیا مادرید ښار ته ولاړل شي او د هوا ککړتیا د کموالي او د ځکمې کرې د تودوخې په هکله بحث وکړي.
د موټرو او کارخونو له امله ګل خانه يي غازونه، د ځمکې کرې د ګرمېدو او د هوا ککړتیا اصلي لامل بلل کېږي.