د دوشنبې پر ورځ د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ سیالیو په لړ کې د سپین غر بازان او موج های امو لوبډلو له یو بل سره سیالي وکړه.
دواړو لوبډولو لومړۍ نیمایي یرغلیزه پېل کړه او څو ځلې د ګول ترسره کولو هڅې وکړې، خو د سپین غر بازانو لوبډلې وکړای شول چې د نهمې شمېرې لوبغاړي فرشید وجودي په مټ ګول ترسره کړي.
د لوبې په لړ کې د سپین غر بازانو لوبډلې وکړای شول چې د سیالې لوبډلې د ګول له ښي لوري په تښتې سره ځان دویم ګول ته ورسوي، خو د موج های آمو د لوبډلې د ګول ساتونکي تېرونتې د سپین غر بازانو د لوبډلې د ګول وهلو مخه ونیوله.
د دې لوبې په لومړۍ نیمايي کې بل ګول ترسره نه شو او دا نیمايي د یو صفر په پایلې سره د سپین غر بازارونو په ګټه پای ته ورسېده.
په دویمه نیمایي چې د موج های امو لوبډلې د خوړلي ګول دجبیره کولو هڅې وکړي خو د سیالې لوبډلې پر خوا یې د ګول وهلو ښه فرصت ونه موند. د سپین غر بازانو لوبډلې کولای شول چې د لوبې په شپیته دقیقه کې د ذکریا حسني په مټ دویم ګول ترسره کړي خو د موج های امو لوبډلې غبرګون له امله دا هڅه ناکامه شوه.
په پنځه شپېته دقیقه کې د سپین غر بازانو لوبډلې کیپتان د سیالې لوبډلې د لوبغاړې پر وړاندې سرغړونه وکړه او لوبڅار د سور کارټ په ښودلو سره هغه له ډګر واېست.
تر دې وروسته د موج های آمو لوبدلې د مقابلې لوبډلې له لس کسیز کېدو نه په ګټې اخیستنې سره توب په خپل کنټرول کې واخیست.
د لوبې په دوام د موج های آمو لوبډلې ډېره هڅه وکړه چې خوړلی ګول جبیره کړي، خو یو په بل پسې یې موکې له لاسه ورکړي او بالاخره دا لوبه د یو صفر په پایلې سره د سپین غر بازارنو د لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.
د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ د نهم پړاو څلورمه لوبه به د سه شنبه پر ورځ د سمیرغ البرزه او عقابان هندوکش د لوبډلو تر منځ وشي.