د ښځو د فوټبال غوره لیګ د څلورم پړاو سیالیو په دویمه لوبه کې، له دویمې ډلې کابل او بلخ لوبډلې سره مخامخ شوې.
دغه سالي له ګول پرته په مساوي ډول پایته ورسېده.
په دې ترتیب سره، کابل لوبډلې د خپلې اتلولۍ د دفاع په توګه خپله لوبه له ګول پرته په مساوي ډول پيل کړه.
دواړو لوبډلو له دغې سیالۍ یو یو امتیاز ترلاسه کړ.
د ښځو د فوټبال غوره لیګ په څلورم پړاو سیالیو کې کابل، هرات، بلخ، بامیان، غوره او جوزجان ګډون لري او په دوو ډلو کې به سره لوبې وکړي.
د ویلو ده چې، دغه سیالۍ د ۹ ورځو لپاره جوړې شوي او هره ورځ د فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره کېدونکې دي.