Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د فوټبال ښځینه لوبغاړو غوره لیګ؛ غور نیمه پای لوبې ته لار وموندله

د فوټبال د ښځینه غوره لیګ د سیالیو په لړ کې، نن شنبې (د تلې په ۱۹مه) د دویمې ډلې د بلخ او غور ولایتونو لوبډلو د یو بل په وړاندې سیالي وکړه.

په دغې لوبه کې د غور لوبډله وتوانېده چې د بلخ لوبډلې ته له یوه ګول سره ماتې ورکړه او د دغو سیالیو نیمه پای لوبو ته یې لار وموندله.

د دغې لوبې یوازینی ګول د دویمې پاڼۍ په وروستیو شېبو کې ریحانې ایوبې ترسره کړ او پر دې ترتیب سره خپله لوبډله یې د دغو سیالیو څلورو غوره لوبډلو سره یوځای کړه.

د غور فوټبال ښځينه لوبډلې په دغې لوبه کې د درې امتیازونو له ترلاسه کولو سره نیمه پای لوبې ته خپل تګ حتمي کړ او د بلخ لوبډله باید د غور په وړاندې د کابل لوبډلې ماتې ته په تمه وي هغه هم د دو ګولونو له توپیر سره.

د دغو سیالیو د ډله ییز پړاو په لړ کې سبا د هرات او جوزجان لوبډلې به د یو بل په وړاندې د لوبې ډګر ته ورودانګي.

شریک یي کړئ