Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د فوټبال ښځينه لوبغاړو غوره لیګ؛ هرات ۹ - ۰ جوزجان ته ماتې وکړه

د هېواد د فوټبال ښځينه لوبغاړو غوره لیګ څلورم پړاو سیالیو په لړ کې نن یکشنبې (د تلې په ۲۰مه) د هرات او جوزجان د نجونو لوبډلو د لوبې ډګر ته ودانګل.

د نجونو د فوټبال د غوره لیګ د څلورم پړاو سیالیو په لړ کې د هرات د نجونو د فوټبال لوبدلې ۹ پر صفر د جوزجان د نجونو د فوټبال لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په دغې لوبه کې فاطمې حیدري د هرات نجونو لوبډلې لپاره پنځه، عادلې محمدي دوه، سوسن محمدي او هما کریمي هم یو یو ګولونه ترسره کړل.

په دې توګه د هرات لوبډلې د دې لوبې په ګټولو سره د خپلو امتیازونو شمېر شپږو ته ورسوه او د نیمه وروستي پړاو مخکښه لوبډله شوه.

د بامیان لوبډلې هم د درېیو امتیازونو په ترلاسه کولو سره د دویمې لوبډلې په توګه نیمه وروستي پړاو ته لاره ومونده.
 
سبا د دغو سیالیو د ډله یز پړاو په پایلوبه کې د کابل د نجونو لوبډله د غور د لوبډلې پر وړاندې د لوبې ډګر ته ولاړه شي.
 
شریک یي کړئ