Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کرېکټ مېلیون جام لیګ، موبي ګروپ او چنار شرکت ترمنځ تړون

د مېليون جام کريکټ ليګ د موبي ګروپ - افغانستان او چنار رسنيزو خدماتو شرکت په همکارۍ سره د کرېکټ د لوبو د ترسراوي او خپرولو په اړه نن (سې شنبې د تلې په ۲۲مه)په کابل کې تړون لاسليک کړ.

د مېليون جام پنځم پړاو سیالۍ د افغانستان د کرېکټ بورډ په همغږۍ او تاييد سره د لومړي ځل لپاره د کرېکټ د نړیوالو معيارونو او د افغانستان د کرېکټ بورډ د اصولو او قوانينو سره ترسره او د لمر ټلوېزيون او اراکوزيا راډيو ځخه په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

 دغه لوبې به د ليندۍ په نهمه (د اکټوبر ٣٠ (د خوست ولايت په لوبغالي کې پيل او د ليندۍ تر ۲۳مه (د نوامبر ١٣مې (پورې دوام وکړي. په دغه لیګ کې به اووه لوبډلې سره سیالۍ وکړي.

 د مېليون جام د ورزش د پرمختګ او د ځوانانو د روغتيا لپاره يو مهم ګام او د افغان کريکټرانو لپاره به د عايد يوښه سرچینه وي او د افغانستان د ښه راتلونکي لپاره يو ښه هڅه ده.

 په افغانستان کې د موبي ګروپ اجرايوي رييس، شفيق ګوهري په خوست کې د دغه ليګ د ترسره کٻدو خوشحاله دی او وايي: «د افغانستان په بٻلابٻلو ولايتونو کې د مېليون جام ترسره کٻدل او ورته د ځوانانو لٻواليتا د دې لامل شول چې موبي ګروپ د دغه لوبو خپرولو ته لېواله شي.»

د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلي نامتو لوبغاړی او د مېليون جام کريکټ ليګ د ترسراوی رییس، شاپور ځدراڼ په افغانستان کې تر ټولو لويه رسنيزه شبکه، موبي ګروپ او چنار رسنيزو خدماتو شرکت لخوا د دغه لوبو د خپرٻدو هرکلی کوي او وايي:«چې دغه لوبې د کرېکټ د نويو استعدادونو د پیدا کٻدو لپاره زمينه برابروي او ځوانانو ته د دې موکه ورکوي چې د پرمختللو لوبغاړو سره د لوبې په واسطه، خپل مهارتونه زیات کړي.»

شریک یي کړئ