Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سیمرغ البرز د فوټبال غوره لیګ نهم پړاو پای لوبې ته لار وموندله

د سیمرغ البرز لوبډلې ۲ - ۰ طوفان هریردو ته ماتې ورکړه او د افغانستان د فوټبال غوره لیګ نهم پړاو پای لوبې ته لار پیدا کړه.

لوبه دواړو لوبډلو ځواکمنه پیل کړه خو لومړۍ پاڼۍ له ګول پرته پای ته ورسېده.

خو لومړۍ پاڼۍ طوفاني پیل شوه.

د لوبې لومړنۍ ګول نعمت الله کریمي د لوبې په ۵۷ دقیقه کې د سیمرغ البرز لپاره وواهه.

سیمرالبرز دویم ګول د لوبې په ۸۶ دقیقه کې مصطفي رضايي ترسره کړ.

سیمراغ البرز او طوفان هریرود تراوسه اته ځله له یوبل سره لوبه کړې ده چې شپږ ځله طوفان بریا خپله کړې ده او دوه ځله هم لوبه مساوي شوې ده.

سیمرغ البرز تراوسه د فوټبال غوره لیګ سیالیو کې په دې نه و بریالی شوی چې طوفان هریردو مات کړي.

سیمرغ البرز د سږکال په ګډون تراوسه شپږ ځله نیمه پای لوبې ته رسېدلی دی چې دوه ځله یې پای لوبې ته هم لار موندلې ده.

سمیرغ البرز لوبډلې د اتلولۍ په دوه پړاونو کې د طوفان هریرود او شاهین اسمايي له لورې ماته خوړلې ده.

دغه لوبډه په پنځم پړاو کې پر دې بریالۍ شوې ده چې درېیم مقام خپل کړي.

طوفان هریرود هم د سږکال په ګډون تراوسه پنځه ځله نیمه پای لوبې ته لار موندلې ده چې درې ځله پای لوبې ته لار پيدا کړې ده چې درې ځلې یې د سیالیو اتلولي یې هم خپله کړې ده.

دا لومړۍ ځل دی چې د هېواد د فوټبال غوره لیګ کې سیمرغ البرز طوفان هریرود ته ماتې ورکوي.

شریک یي کړئ