د ښځینه فوټبال غوره لیګ سیالیو په لړ کې چهارشنبې(د تلې په ۲۳مه نېټه) کابل د بامیانو لوبډلې ته څلور د صفر پر وړاندې ماته ورکړه او پای لوبه کې د هرات سیاله شوه.
د بامیان دروازې ته د کابل لوبډلې لوبغاړو فرشته شیخ میري، حمیرا بارکزۍ، تمنا مجیدي او راضیه نوري ګولونه ووهل.
له دې سره د کابل او هرات لوبډلې د تېر کال په څېر پایلوبې ته لار ومونده.
کابل چې تېر کال د سیالیو اتله لوبډله وه، سږ کال یې هم په درېیو لوبو کې هرات لوبډلې ته ماته ورکړه.
د ښځینه فوټبال غوره لیګ څلورم پړاو پایلوبه سبا جمعه د افغانستان د فټبال فدراسیون لوبغالأي کې ترسره کیږي او ژوندی بهیر به یې له طلوع ټلویزون نه په ژوندۍ بڼه خپور شي.


