Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ښځينه فوټبال لیګ؛ هرات اتلولي خپله کړه

د ښځینه فوټبال غوره لیګ څلور پړاو کې د هرات لوبډلې د کابل لوبډلې ته ۳ د ۲ پر وړاندې ماته ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

دغه سیالي نن(جمعه د تلې په ۲۵مه نېټه) ترسره شوه او لومړی ګول هم د هرات لوبدلې په لومړۍ نیمايي کې ترسره کړ، خو کابل بیا ور غبرګه کړه او دغه ګور یې ورسره مساوي کړ او خپل لومړی ګول یې وواهه.

د لوبې لومړۍ نیمايي په مساوي ګولونو پایته ورسېده، خو دوهم نیمايي کې هرات خپل دوه ګولونه ووهل او بریا یې خپله کړه.

د دغې غوره ګول وهونکې فاطمه حیدرې وټاکل شوه چې په کابل لوبډله کې یې لوبه کوله.

د مېرمنو د فوټبال غوره لیګ څلورم پړاو سیالۍ د تلې په ۱۶مه د شپږو لوبډلو په ګډون سره کابل کې پیل شوې.

په دې پړاو کې، د کابل، هرات، بلخ، بامیان، غور او جوزجان ولایتونو ښځینه لوبډلې ګډون کړ وو چې په دوو ډلو کې یې سیالۍ وکړې.

د هرات لوبډلې نن کابل لوبډلې ته درې د دوو پر وړاندې ماته ورکړه او اتلولي یې خپله کړه

شریک یي کړئ