Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندهار کې د کرېکټ سیالۍ؛ امو لوبډلې سپین‌غر ته ماته ورکړه

کندهار ولایت کې د غازي امان الله خان کرېکټ لیګ په ترڅ کې امو او سپین غر لوبډلې سره میدان ته کېوتې.

د لیګ دغې اتمې لوبې کې چې تېره ورځ (شنبه د تلې په ۲۶مه نېټه) ترسره شوه، امو د پنځو ویکټو په توپیر سره سپین غر لوبډلې ته ماته ورکړه.

د سپین غر لوبډلې د لوبې پچه وګټله او توپ وهنه یې پیل کړه د خپلو ټولو ویکټو له لاسه ورکولو سره یې مقابل لوري ته د ۱۴۸ منډو هدف وټاکلو. دغې لوبډلې ته افتاب عالم ۳۱، اکرام علي خېل ۲۹، بهار شینواري۱۹، شمیع الله شینواري او فرید ملک هر یو ۱۴ منډې ترسره کړې.

دغه لوبه کې ننګیالي خروټي درې، جمشېد او شرف الدین اشرف هر یو دوې دوې، محمدسلیم او جاوید احمدي هر یوه، یوه یوه ویکټه د خپلې لوبډلې ـ سپین غر ـ په ګټه واخیستې.

د لوبې دوهمه نیمايي کې امو توپوهنه پیل کړه او د پنځو ویکټو له لاسه ورکولو سره یې ورکړل شوی هدف پوره کړ او د پنځو ویکټو په توپیر سره یې د لوبې بریا خپله ک ړه.

دغې سیالۍ کې فرهان زاخېل ۳۹، افسر ځاځي ۳۳ او شرف الدین اشرف ۲۳ منډې وکړې.

همداراز قیس احمد درې او فرید ملک دوه ویکټې د امو په ګټه له مخې لیري کړې.

د لوبې په پایه کې قیس احمد چې د سیالې لوبډلې درې ویکټې اخیستې وې او د سپین غر لوبډلې په ګټه یې ۱۹ منډې هم ترسره کړې وې، غوره لوبغاړی وټاکل شو

شریک یي کړئ