کابل کې د رسمي اکاډمیو د ۱۶ کلنو لوبغاړو کرېکټ سیالیو په نیمه پایلوبه کې، د ملي اکاډمۍ لوبډلې د ۲۲ منډو په توپير د نبي کرېکټ لوبډلې ته ماته ورکړه او پایلوبې ته یې لار ومونده.
دغه لوبې څو ورځې مخکې د کابل رسمي اکاډمیو ترمنځ پیل شوې.
ټاکل شوې د شنبې په ورځ د ملي اکاډمۍ او سلیم کاروان کرېکټ لوبډلې پایلوبه کې سره سیالي وکړي.
د پنجشنبې لوبه کې د ملي اکاډمۍ لوبډلې لومړۍ توپوهنه پیل کړه او د صیف الله ځلېدو سره یې سیالې لوبډلې ته د ۱۵۲ منډو هدف وټاکلو او د نبي اکاډمۍ توپ اچوونکي ونه توانیدل چې ورکړل شوی هدف پوره کړي.
د دغو سیالیو موخه د هېواد کرېکټ ۱۶ لوبډلې ته د غوره څېرو غوره کول دي چې وروستۍ لوبه به یې شنبې د ملي اکاډمۍ او سلیم کاروان لوبډلو ترمنځ وي.