د افغانستان کرېکټ بورډ وايي چې د هېواد د کرېکټ ښځینه لوبډلو لپاره شل ورځنۍ تمریناتي کمپ جوړ کړی دی.
له دغه تمریناتي کمپ څخه موخه، ملي او نړیوالو لوبو ته د هېواد د کرېکټ د ښځينه لوبډلو چمتووالی دی.
په دغه تمریناتي کمپ کې ۴۰ لوبغاړو ګډون کړی دی، ټاکل شوې ده له دې ډلې، ۲۵ تنه یې بل پړاو ته لار پیدا کړي.
د کرېکټ د ښځينه برخې مسوولې طوبا سنګر په دې اړه وویل:«افغان مېرمنې ډېرې استعدادونه لري. زه هیله منه یم چې زموږ د هېواد مېرمنې متحد دي او ان شاالله موږ کولای شو چې له دغو مېرمنو یوه ښه لوبډله جوړه کړو.»
د هېواد د کرېکټ بورډ رسنیز مدیر حکمت حسن هم څرګندوي:«دا چې په افغانستان کې مو د کرېکت ښځینه لوبډله رامنځته کړه خوشحاله یوو. او دا د کرېکت بورډ لپاره یوه ستره لاسته راوړنه ده چې دغه مېرمنې به په نړیواله کچه د افغانستان استازیتوب وکړي او موږ به هم په دې برخه کې د کرېکټ د ښځینه لوبغاړو همکار وو.»